تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۵مه) د یوه لیتوانیايي سړي، اوالداس ریماسوسکاس، له خپلو همکارانو سره د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ فیسبوک (اوسنی متا) او ګوګل ته جعلي بیلونه واستول او ۹۹ میلیون ډالر یې له فیسبوک او ۲۳ میلیون ډالر له ګوګل څخه غلا کړل.
دوی د هغو شیانو لپاره بیلونه جوړول، چې شرکتونو هیڅکله نه وو غوښتي، او د حیرانتیا خبره دا وه، چې دا بیلونه ورته تادیه کېدل.
د درغلۍ طریقه
جعلي بیلونه د تایوان مېشتې شرکت Quanta Computer Inc په نوم فیسبوک او ګوګل ته استول کېدل.
ریماسوسکاس، د دې لپاره چې خطر کم کړي، په لیتوانیا کې هم د Quanta Computer Inc په نوم شرکت ثبت کړ.
دا شرکت د الکترونیکي پرزو د تولید په برخه کې کار کوي، چې دې کار یې درغلۍ ته لا ډېر اعتبار ورکاوه.
ګوګل بالاخره دا درغلي کشف کړه، او ریماسوسکاس د درغلۍ، هویت غلا، او د پیسو مینځلو په تور ونیول شو.
د ۲۰۱۹ په دسمبر کې، د امریکا یوې محکمې هغه په ۵ کاله بند او ۵۰ میلیون ډالره جریمه محکوم کړ.
دا پېښه د دې ښکارندویي کوي چې شرکتونه د نه پاملرنې په صورت کې د جعلي اسنادو له لارې څنګه تېرایستل کېدای شي.