Homeخبرونهنن د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

نن د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۶ مه) ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن چهارشنبه (د مارچ ۲۶مه) د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سې‌شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې ویلي چې په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پکتیکا، زابل، روزګان، دایکنډي، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، غور، بادغیس، سرپل، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان، فاریاب او بامیان ولایتونو او همداراز د پروان او بغلان په اړوندو سالنګونو کې د واورې، تېز باران، بادونو او سېلونو احتمال شته.

د سې‌شنبې له ورځې ورښتونه پیل شوي چې د پلازمېنې کابل په ګډون، په ځینو ولایتونو کې د سیلونو سبب شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...