جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد؛ امریکا سره ابدي دښمني نه لرو

ذبیح الله مجاهد؛ امریکا سره ابدي دښمني نه لرو

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۶مه】د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار وکړ، چې هېڅ دښمني تلپاتې نه ده او امریکا سره هم دوی ابدي دښمني نه لري.

مجاهد ټینګار وکړ، چې امریکا سره د دوحې له تړون وروسته یې دریځ بدل شوی او غواړي ټولې نړۍ سره غوره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ، په ځانګړې توګه امریکا سره د خپلو رسمي اړیکو پر ټینګېدو تأکید کوي.

د نیویارک ټایمز د وروستي راپور له مخې د دواړو لوریو ترمنځ د راکړې ورکړې ډيپلوماسي هم شروع شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري د یوه امریکايي بندي آزادول او په بدل کې یې د حقاني شبکې پر مشر او د یادې ډلې د کورنیو چارو پر سرپرست وزیر ایښې جایزې باطل کول مهم سیاسي پرمختګ بللی دی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنېدو کابو څلور کاله کېږي، چې لاهم هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه پېژني.

د نظرخاوندان وایي، د طالبانو له لوري د عامو خلکو ترمنځ توپیري چلند، د خپلې ډلې د پلویانو ملاتړ او د نقد کوونکو ځپل، د ښځو پر وړاندې هر اړخیزه محدودیتونه هغه څه بولي چې، د دوی د رسمیت پېژندلو پروسه یې ستونزمنه کړې ده.

2 COMMENTS

  1. مسئولیت خطیر وهمه جانبه ابدی است

    بدیهی است که سخن بر خلقت ناقص انسان نیست تا وحی برای تکمیل کمبودهای انسان از جهت آفرینش مورد نظر باشد بلکه وحی و قرآن، قوانین و نیازهای انسان و جامعه انسانی را مورد بررسی قرار می‌دهد که انسان را از ناموس فطری دور می‌سازد، و فطرت آدمی را به فساد و تباهی می‌کشاند.
    بدین ترتیب هدف قرآن باز گردانیدن انسان به فطرت پاک و برگردانیدن قوانین ناقص بشری به قانون الهی است، و لذا قرآن، کتاب آموزش نظریه‌ای نیست که در تلاش چیره شدن بر طبیعت بوسیله اندیشه و نظر باشد، و زمینه را برای غلبه روح بر ماده فراهم کند. بلکه تلاش قرآن در آن است که ایمان را بر اساس هماهنگی میان محسوسات و معقولات بنا کند، به گونه‌ای که انسان با داشتن ایمان تنها در جهان غیب به سر نبرد، و همه زندگیش را هم در جهان خالص ماده نگذراند، بلکه در زندگی میان نیروها و طبیعت‌ها تعادل ایجاد کند، و معنویت را در همه جای زندگی مادی فراهم ګردد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...