Homeخبرونهد یوناما د مشرې او امیرخان متقي لیدنه؛ د بانکي ستونزو پر...

د یوناما د مشرې او امیرخان متقي لیدنه؛ د بانکي ستونزو پر حل یې خبرې کړي

تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۶مه】د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړي.

یاد وزارت په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د یوناما مشرې په ملګرو ملتونو کې د خپلې وروستۍ وینا، یوناما ماموریت تمدید او نورو موضوعاتو په اړه له متقي سره معلومات شریک کړل.

سرچینې د روزا اوتونبایوا له قوله ویلي، چې ملګري ملتونه هڅه کوي په افغانستان کې د خصوصي سکټور پیاوړتیا او بانکي ستونزو د حل لپاره ګامونه واخلي.

که څه هم د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړي، خو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ټينګار کړی، چې د دوی لیدلوري ته په پام به ملګرو ملتونو سره هر ډول همکاري وکړي.

ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د یوناما دفتر تر اوسه د یادې لیدنې او د هېواد پر بانکي سیستم د بندیزونو نرمولو د هڅو په تړاو څه نه دي ویلي.

روزا اوتونبایوا کابل ته دا سفر وروسته له هغې کوي، چې نوموړې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه خپله وینا کې د طالبانو سیاستونه په ځانګړې توګه د افغان ښځو پر وړاندې ځپونکي بللي وو.

2 COMMENTS

  1. پر افغان ښځو یی تعلیم او تحصیل بند کړی خو خپله د خنځیر ځامن بیا له کافرو ښځو سره ناسته ولاړه کوی ـ

  2. ټالب خپله نه غواړي ، چې په اوسنۍ خاورینه نړۍ کې ژوند وکړي . دوی ځانونه په ژوندینې مړه بولې . اسلام یو ټولنیز ، سوله ایز او انساني دین دی ، له ګاونډیانو او نړیوالو سره دوستانه او د سولې ژوند غواړي . ترڅو پر مونږ ظلم او تعرض نه وي شوي ، باید نور څوک دشمن ونه ګڼل شي .
    اما ټالب بیا له ځانه هم مرور دی ، هېوادوالو او نړیوالو سره خو یې بېخي جوړه نه ده .
    له ملګرو ملتونو مرسته او په رسمیت پېژندل غواړي ، خو اصول او مکلفیتونه یې نه مني . که ټالب نړیوال منل شوي اصول ومنل ، پر سبا یې ګاونډیان او نړیوال د دوی حاکمیت په رسمیت پېژني او افغانستان به له انزوا او ستونزو ووځي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...