تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۶مه】 د پروان په د سیدخېل ولسوالۍ کې څلور وسلهوال غله د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پېښه تېره شپه شوې چې پرمهال یې یې د طالبانو یو سرتېری هم ټپي شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې دغو غلو په نورو پېښو کې هم لاس درلود.
سرچینه ادعا کوي چې یاد کسان یې تېر ماښام وروسته له هغې په سیدخېل ولسوالۍ کې ووژل، چې د دې ډلې له امنیتي کسانو سره یې نښته پیل کړه.
سرچینې د غلا په تور د دغو څلورو کسانو د وژل کېدو او هویت په اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته یو شمیر سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم یو شمېر عام هېوادوال او د دوی وسله وال مخالفین د «غلو» په نوم نیولي او وژلي دي.