تاند【چهارشنبه د حمل ـ وري ۶مه】د امریکا د ملي اطلاعاتو سازمان په کلني راپور کې افغانستان او طالبان په هغه لېست کې نه دي راغلي، چې د امریکا ملي ګټې او ملي امنیت وګواښي.
یاد سازمان تېر کال په خپل راپور کې د افغانستان نوم شپږ ځله او د طالبانو نوم اته ځله ذکر کړی و.
خو په سږني کلني راپور کې یې نه د طالبانو او نه هم د افغانستان نوم لیکلی دی.
سرچینې په سویلي آسیا کې د پاکستاني طالبانو تحریک، لښکر طیبه او نورو ډلو په اړه داسې مهال اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې یې د داعش او القاعده د حضور په اړه څه نه دي ویلي.
بل لورته بیا طالبان له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ردوي او ادعا کوي، چې د داعش پر وړاندې یې خپله مبارزه قوي کړې او دا ډله یې ځپلې ده.
طالبان داسې مهال په افغانستان کې داعش ځپل شوی بولي، چې امریکا یې هم د یادې وسله والې ډلې پر وړاندې مبارزه او هڅې ستایلې دي.
د امریکا د ملي اطلاعاتو سازمان دغه هېواد او ملي ګټو ته یې طالبان داسې مهال د ګواښ پېښوونکو له ډلې ایستلي دي، چې د وروستیو تبادلو پر بنسټ د امریکا او طالبانو اړیکې عادې کېدونکي دي.
تازه ذبیح الله مجاهد په یوه مرکه کې ویلي، چې امریکا سره یې دښمني تلپاتې نه ده او هیله لري چې یاد هېواد په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانېزي.
ريښتيا يې ويلي. طالبان اوس يوازې خپل وطن او راتلوونکي ته يې خطر دي.
او فراموش نه شود چې دې خبر سره فراري غله اشرار لنډغر پساديان و ټاميان تباه دي 🤭
طالبان افغانانو او اسلام ته ستر ګواښ دی وطن به تبا او برباد کړی امریکه دالر ورکوی