Homeخبرونهاوتونبایوا له متقي سره د افغانستان د بانکي ستونزو په اړه خبرې...

اوتونبایوا له متقي سره د افغانستان د بانکي ستونزو په اړه خبرې وکړې

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۶مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (UNAMA) مشره روزا اوتونبایوا، د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د روانو بانکي او خصوصي سکتور د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

دا خبره د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوتونبایوا په کابل کې له امیرخان متقي سره لیدلي او د اقتصادي او بشري مرستو په ګډون، د مخدره موادو د کنټرول په اړه یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، اوتونبایوا له متقي سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلو وروستیو څرګندونو او همداراز د UNAMA د ماموریت د تمدید په اړه معلومات ورکړي.

وزارت وايي، متقي له ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې دا سازمان باید د طالبانو نظرونږ ته درناوی وکړي. د متقي له قوله ویل شوي:«که زموږ لیدلوري ته پام وشي، موږ د بېلابېلو برخو په اړه د همکارۍ لپاره تیار یو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...