تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۷ مه) سره له دې چې پاکستان خپلې ترانزیتي لارې بیا بیا بندې کړي، افغانستان په تېرو ۱۲ میاشتو کې هند ته تر ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه زیات صادرات کړيدی.
دا خبره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړي، خان جان الکوزي وویل چې د پاکستان له لوري د ترانزیتي لارو بندېدو افغان صادروونکي اړ کړل چې بدیل سوداګریز دهلیزونه پیدا کړي.
هغه زیاته کړه چې هند ته د افغانستان د صادراتو لویه برخه وچه مېوه ده چې د هېواد له دودیزو کرنیزو صادراتو څخه ګڼل کېږي.
الکوزي زیاته کړه: «سره له ستونزو، موږ وتوانېدو چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې تر۵۰۰ میلیون ډالرو څخه زیات توکي هند ته صادر کړو..»
د اسلامآباد او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا د سرحدونو د بیابیا بندېدو سبب شوې، چې د توکو جریان یې ګډوډ کړی او دواړو خواوو ته یې سوداګر له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
الکوزي وویل چې د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال لپاره د افغانستان عمومي صادرات د تېر کال پرتله ډېر بدلون نه دی کړی. «تېر کال زموږ صادرات ۱.۷۸ میلیارد ډالره وو، چې له وړم کال سره نژدې ورته دي.»
خو واردات بیا په پراخه کچه تر صادراتو ډېر دي. الکوزي وویل چې افغانستان په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال کې شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر واردات درلودل، او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې ټول واردات له ۱۱ میلیارده ډالرو اوښتي دي.
سره له دې چې د سوداګرۍ خونه د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅې کوي، الکوزي وویل چې افغان سوداګر له زیاتېدونکو ننګونو سره مخامخ دي. د دې ننګونو له جملې څخه د پیسو د انتقال محدودیتونه، د یخچالي زېرمتونونو کمښت، او د طالبانو له لوري لوړ مالیات او تعرفې شاملې دي.
سوداګرو هم غوښتنه کړې چې د ګمرکي تګلارو وضاحت زیات شي او د سیمې هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ ته وده ورکړل شي، ترڅو سوداګریز بهیرونه اسانه شي او د سرحدي دروازو پرانیستل منظم شي.