پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د انجنیر سلطان‌جان کلیوال فرهنگي ــ علمي هڅو ته یوه کتنه

د انجنیر سلطان‌جان کلیوال فرهنگي ــ علمي هڅو ته یوه کتنه

پوهندوی آصف بهاند

د انجنیر سلطان‌جان کلیوال فرهنگي ــ علمي هڅو ته یوه کتنه

خدای‌بښلی انجینیر سلطان‌جان کلیوال

د انجینیر سلطان‌جان کلیوال د څو اثارو بېلگې

دا دی بیا د فلک خوني منگولې زموږ د فرهنگ د بڼ پرخوا راوږدې شوې او زموږ د فرهنگ یو بل گل یې ورژاوه. په میډیا کې ډېرفعال، د افغان جرمن پورتال قلمي همکار، شاعر، لیکوال، ژباړن او د گڼشمېر کتابونو مؤلف، انجنیر سلطان‌جان کلیوال یې د تل له پاره له موږ نه بېل کړ.

نن (۲۴/۰۳/۲۰۲۵) مې د ښاغلي زهیر شینواري په فیسباکه کې د ده د مړینې خبر ترسترگو شو:

«انا لله وانا الیه راجعون!

د هیواد ستر شخصیت, انجنیر، لیکوال، شاعر، د لسگونو کتابونو مولف، زموږدروند عزیز سلطان جان کلیوال شینواري هم نن خپل ژوند حق ته وسپاره!

الله دې د ارواښاد اوه واړه جنتونه په نصیب کړي او کورنۍ ته یې د زړه صبر ورکړي، امین»

زه غواړم په دې مقاله کې د خدای‌بښلي سلطان‌جان کلیوال د علمي ــ فرهنگي شخصیت پر بېلابېلو اړخونو وغږېـږم، خو تر هغه مخکې د ده پېژندنه اړینه ده.

 

د خدایبښلي سلطان‌جان کلیوال بیوگرافي:

ښاغلی انجنیر سلطان جان کلیوال د افغان جرمن انلاین پورتال دایمي قلمي همکار و او خپله قلمي همکاري یې له ۲۰۰۸ ام کال نه را په دې خوا پیل کړې وه. په دې پورتال کې یې لنډه پېژندونه داسې راوړل شوې ده:

«نوم : سلطان جان

تخلص: کلیوال

د زیږیدو نیټه: د حمل ۲/۱۳۳۰ هـ ش ( مارچ/۲۲/۱۹۵۰ میلادی.

د زیږیدو ځای: د ننګرهار ولایت/ د هسکی میني ولسوالی/ د کوټه والو کلی ( شینواری)

تحصیلات: د رحمان بابا عالی لیسه، تر دولسم ټولګی پوری.کال ۱۳۴۸/ کابل ــ افغانستان

له ۱۳۴۹ ــ ۱۳۵۵ د کبل د پولیتخنیک انستیتوت (لیسانس)

په ۱۳۵۵ کال کی د عسکری د مکلفیت دوره ۶ میاشتی په تعلیمی غونډ کی. کابل.

د ماموریت پیل: له ۱۳۵۵کال میزان له میاشتی تر ۱۳۷۵ کاله پوری د انجنیر په صفت د کانو او صنایعو د وزارت د کانو او جیالوجی په ریاست کی په ساحوی او اداری کارو بوختیا.

له ۱۳۵۸ ــ ۱۳۵۹ کلونو کی د کابل پولیتخنیک د شپی پوهنځئ کی د ماستری دیپلوم.

په ۱۹۸۵ ــ ۱۹۸۷ کلونو کی د هندوستان په هیواد کی ساحوی عملی میتودیک تحصیلات په شپږو ځانګړو مرکزونو کی ( سرتیفیکت )

په ۱۹۸۸ کال کی د پولیند په هیواد کی د آتومی انرژۍ د تولید په انستیتوت کی د نړیوالی آتومی انرژۍ د اداری له خوا د سکالرشیپ په اخستلو سره عملی زده کړه د کراکوف ښار. ( سرتیفیکت )

ادبی کار: له پنځم ټولګي راهیسی په پښتو ژبه کی شعر لیکی له اتم ټولګی راهیسی تر او سه پوری نثر او شعر دواړه لیکی. تر اوسه یی ډیر ی لیکنی په هیواد کی دننه او له هیواد بهر په ورځپاڼو، جریدو، مجلو او ویب پاڼو کی نشر شویدی. چاپ شوی آثار یی دادی:

۱ ــ تغمې (د شعری ټولګه) ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ ــ کابل،

۲ ــ دروند کور درنې خبرې ۱۳۷۸ کال د ننګرهار د فرهنګي ټولني چاپ ــ پیښور،

۳ ــ وختونه اوغمونه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،

۴ ــ د څپو پر سر(شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،

۵ ــ زما خاوره زما مينه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،

۶ ــ رازونه او رمزونه (شعری ټولګه)۱۳۹۱ کال چاپ،

۷ ــ د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه ۱۳۹۱ کال چاپ،

۸ ــ د نومیالیو په لړ کې ( د شهید زرغون شاه ماما ژوند لیک) ۱۳۹۱ کال چاپ،

یادونه: له دریمې شمارې څخه تر نهمې شمارې پورې اثار د ګودر خپرندویی ټولنی له خوا شویدی.

مسـلـکی لیکنې:

۹ ــ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس ۱۳۹۱ کال چاپ،

۱۰ د څلورمې دورې د رسوباتو جیالوجیکي څیړنې ( ګستتنری چاپ) د کانو او جیالوجی اداره،

۱۱ــ د هوایی عکسونو تعبیر او تفسیر(ګستتنری چاپ)، یاده شوې اداره،

چاپ ته تیار اثار:

۱ ــ پښتو ــ دری ــ انګلیسی ډکشنري،

۲ ــ د کلچر له مخې انسان پیژندنه،

۳ ــ اخلاقي ارزښتونه،

انجنیر کلیوال د ۱۳۷۶ ل (۱۹۹۷ ز) کال را په دی خوا د کانادا د انتاریو د ایالت د تورنتو په ښار کی د خپلی کورنۍ سر ژوند کوی . یوه لور او دری زامن لری وروستی زوی یی همدا اوس د تورنتو د ینورسټۍ په دریم ټولګي کی درس وای او دری نورو اولادونو یی تحصیلات پای ته رسولی او په کار لګیا دی.

کلیوال همدا اوس هم د تورنتو په ښار کی د افغاني کمیونیټۍ په ادبی او ټولنیزو فعالیتونو کی پوره ونډه اخلی او په ملی مسایلو کی د ځانګړی نظر خاوند دی.

په درنښت»

کلیوال ترناروغېدو مخکې د افغان جرمن یوفعاله قلمي همکار و او په یاد پورتال کې یې د خپرو شوو مطالبو شمېر ۵۱۰ ته رسېـږي چې په دې کې گڼې سیاسي، ټولنیزې مقالې او شعرونه شامل دي.

په ویکیپیدیا کې د کلیوال بیوگرافي:

سلطان جان کليوال

Nederst på formularen

سلطان جان کليوال (۱۳۳۰ لمريز کال د وري ۲، د ۱۹۵۰ ز کال د مارچ ۲۲، د ننگرهار ولايت، هسکه مېنه) د افغانستان يو پښتو ژبې شاعر او ليکوال دی.

مخينه

[سمول]

انجنیر سلطان جان کلیوال د ۱۹۵۰ ز کال د مارچ میاشتې پر ۲۲ نېټه، چې د ۱۳۳۰ لمریز کال دوري میاشتې له دویمې نیټې سره سمون لري، دننگرهار ولایت د هسکې مېنې د کوټه والو په کلي کې زیږیدلی او په خټه شینواری پښتون دی.

سلطان جان کليوال خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې پر ۱۳۴۸ لمريز کال د کابل د رحمان بابا عالي لیسه کې تر دولسم ټولگی پورې پای ته رسولې دی. تر دې وروسته پر ۱۳۴۹ لمريز کال د کابل په پولیتخنیک انستیتوت کې شامل شوی او پر ۱۳۵۵ لمريز کال يې نوموړی انستیتوت د لیسانس په درجه او جیولوجست په توگه پای ته رسولی دی. پر ۱۳۵۵ کال يې د پوځی خدمت د مکلفیت ۶ مياشتينۍ دوره د کابل په تعلیمی غونډ کی ترسره کړې ده.

دندې

[سمول]

۱- له ۱۳۵۵ لمریز کال د تلې له میاشتې تر ۱۳۵۷ کاله پوری د کانو او صنایعو وزارت د کانو او جیالوجۍ په ریاست کې د انجنیر په توگه په ساحوی او اداری کارو بوختی وو.

۲- په ۱۳۵۸ ـ ۱۳۵۹ کلونو کی د کابل پولیتخنیک د شپی پوهنځي کې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ.

۳- په ۱۹۸۵ ـ ۱۹۸۷ کلونو کې يې په هند هېواد کی په ساحوي عملی میتودیکي برخه کې په شپږو ځانګړو مرکزونو کی زده کړې کړې دی. ( سرتیفیکټ )

۴- په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې د پولیند هیواد په کراکوف ښار کی د اتومي انرژۍ د تولید په انستیتوت کی د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې له خوا د سکالرشیپ په اخستلو سره عملی زده کړه کړې ده. (سرتیفیکت).

چاپ شوي اثار يې

[سمول]

انجنیر سلطان جان کلیوال له پنځم ټولگي راهیسی په پښتو ژبه کی شعر لیکي، له اتم ټولگي راهیسې تر اوسه پورې نثر او شعر دواړه لیکي. تر اوسه یی ډیرې لیکنې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر ورځپاڼو، اووه نیزو ، مجلو او ویب پاڼو کی خپرې شوي دي. چاپ شوی اثار یی دادی:

۱ ــ تغمې (شعری ټولگه) ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ، کابل.

۲ ــ دروند کور درنې خبرې، د ۱۳۷۸ ل کال د ننگرهار د فرهنګي ټولني چاپ، پېښور.

۳ ــ وختونه او غمونه (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۴ ــ د څپو پر سر (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۵ ــ زما خاوره زما مينه (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۶ ــ رازونه او رمزونه (شعری ټولگه) د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۷ ــ د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۸ ــ د نومیالیو په لړ کې (د شهید زرغون شاه ماما ژوند لیک)، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

يادونه: له دریمې شمیرې نه تر نهمې شمیرې پورې اثار د گودر خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شوي دي.

مسـلـکي لـیـکـنې او اثار

[سمول]

۱ـ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس، د ۱۳۹۱ ل کال چاپ.

۲- د څلورمې دورې د رسوباتو جیالوجیکي څېړنې (ګستتنری چاپ) د کانو او جیالوجۍ اداره.

۳- د هوایي عکسونو تعبیر او تفسیر (گستتنري چاپ)، یاده شوې اداره.

چاپ ته چمتو اثار:

۱ ــ پښتو ــ دری ــ انگلیسي سيند

۲ ــ د کلچر له مخې انسان پیژندنه

۳ ــ اخلاقي ارزښتونه

۴ــ نوې شعری ټولګه

۵ــ د سلگونو بیلابیلو مقالو مجموعه

انجنیر سلطان‌جان کلیوال د ۱۳۷۶ لیږدیز یا (۱۹۹۷زیږدیز ) کال راهيسې د کاناډا هېواد د انتاریو ایالت په تورنټو ښار کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. نوموړی یوه لور او درې زامن لری، ټولو اولادونو یی تحصیلات پای ته رسولی او په کار بوخت دي.»

د خدایبښلي سلطان‌جان کلیوال ورو الف کلیوال، د ده د مړینې په ورځ د څو نورو پوستونو په ترڅ کې یوځل داسې هم ولیکل:

«د خپل ګران ورور آنجینير کلیوال د کلام نمونه چی د خپلی مریضی په وخت کی يی لیکلی وو له دوستانو سره شریکوم،»

روح يی ښاد ياد يی تل پاتی.»

زه یې داسې انگېرم چې دا به د خدایسښلي سلطان‌جان کلیوال د کلام وروستۍ بېلگه وي.

د ۲۰۲۲ ام کال د جون په ۲۳مه نېټه په کانادا کې د پیوستون ټولنې له خوا د «د لیکوال او شاعر سلطان‌جان کلیوال د ادبي او فرهنګي هڅو ستاینغونډه وشوه» ترسرلیک لاندې یوه ستاینغونډه جوړه شوې وه. په همدې باب د پژواک خبرې اژانس یورپوټ خپور کړ چې په یوه برخه کې یې داسې  راغلي دي:

«ټورنټو (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نیټه ۱۴۰۱): پیوستون ټولنې د لیکوال، شاعر او شنونکي انجنیر سلطان‌جان کلیوال ستاینغونډه د کاناډا په تورنټو ښار کې جوړه کړه .

د پيوستون ټولنې مشر حاجي شریف مومن په خپله پرانیستونکې وینا کې وويل چې افغانان خپل پوهان، لیکوالان او شاعران په ښه توګه نه ستايي خو د پيوستون ټولنه له دې وروسته هڅه کوي چې د ویاړلو شخصیتونو ستاینه د هغوی په ژوند کې وکړي.

هغه وویل: “راځئ له دې وروسته د کلیوال په څېر د ویاړلو شخصیتونو ستاینه او درناوی د دوی په ژوند کې وکړو او دوی ته وښایو چې تاسو د دې ټولنې با ارزښته وګړي یاست او موږ پر تاسو ویاړو.”

غونډې ته استاد محمد معصوم هوتک، استاد باهر فورمولي، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل، روښان خادم او نورو ګڼو شاعرانو او لیکوالو د کلیوال پر شخصیت او ادبي ژوند رڼا واچوله…»

ښاغلي کلیوال د خپل علمي ــ فرهنگي ژوند په اوږدو کې د علم او فرهنگ په څوبرخو کې گڼې مقالې، شعرونه او کتابونه په میراث پرېښي دي. زه د سلطان‌جان کلیوال علمي ــ فرهنگي کارونه په لاندې برخو ویشم:

الف: مسلکي لیکنې،

ب: د تخلیق په برخه کې،

 

ج: سیاسي لیکنې،

 

د: ټولنیزې لیکنې،

 

هـ ــ د قاموس لیکنې په برخه کې،

و : د سلطان‌جان کلیوال ژباړې.

اوس به پر دې هرې برخې باندې د لاس‌لرلو معلوماتو او منابعو په استناد، خېرې وکړم:

الف: مسلکي لیکنې:

د کلیوال مسلک جیولوژي و، دی یوجیولوجست، د مځکپوهنې عالم و او د معدنونو سروې او ارزونه یې کوله. ده خپل مسلک هم نه و هېر کړی او په دې برخه کې یې هم  ارزښمن کارونه  کړي دي. کلیوال د خپل مسلک په باب د گڼشمېر مقالو د لیکلو ترڅنگ دغه آثار هم لیکلي دي:

ــ د څلورمې دورې د رسوباتو جیالوجیکي څیړنې (ګستتنری چاپ) د کانو او جیالوجی اداره،

ــ د هوایی عکسونو تعبیر او تفسیر(ګستتنری چاپ)، د کانو او جیالوجی اداره،

ــ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس ۱۳۹۱ کال چاپ.

دغه راز کلیوال په خپل مسلک پورې اړند گڼشمېر علمي ــ مسلکي مقالې هم لیکلې دي. دا یې له لینکونو سره د څو مقالو سرلیکونه دي:

ــ د افغانستان لیتیومو او د معدني زېرمو په هکله:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid022rENyEWHrpada6mdJoWJ8Z4LsZJKgjyzEacnEtjACzs9TiUqWDH6fuf1mSkzaQXJl

ــ په افغانستان کی د لیتیوم د فلز د زخیرو د کشف ډرامه:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid02gp8DeBqDonBiqa4VJNQuy6DvMDEafGe68pt7MzATdV9Y9Z5rd8osgCuDAesf3SsVl

ــ د افغانستان د کانی زیرمو چور چپاول ته یوه لنډه کتنه:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid097nvMuH5zgEU5RW69P87GaKXQNfYCxNmp5XrwG44PLBNUYKHSy32cc3GhSg5hFWYl

ــ په پاکستان باندې د ډبرو د سکرو(ذغال سنګ) پلورل ما ته د ملی ګټو په ضد عمل ښکاري:

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Kaliwal_s_skara_m_gaty.pdf

ــ قصه تصاحب معادن زمرد پنجشیر توسط احمدشاه مسعود،

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/kliwal_s_tasaheb_zamurud_tawasute_ahmad_shah_massoud.pdf

ــ اشغال معدن یاقوت جگدلک سروبی توسط قوماندن محمد انور:

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/kliwal_s_ashghal_yaqot_m_anwar.pdf

 ب: د تخلیق په برخه کې:

سلطان‌جان کلیوال د خپل فرهنگي ژوند ډېره برخه شاعرۍ ته بېله کړې وه. د کلیوال صاحب د شاعرۍ مخینه ډېرو پخوانیو وختونو ته ورگرځي. د ده په بیوگرافي کې راغلي دي چې: «… له پنځم ټولګي راهیسی په پښتو ژبه کی شعر لیکی.»

کلیوال صاحب شاعري وحی او الهي ډالۍ گڼي. د ده په دې لاندې ټوټه شعر کې د شاعرۍ په باب د ده نظر ډېر ښه انځور شوی دی:

شــاعـري

راته نازله ښکاری، پاس له اسمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر

چی سموي لارو ته، ټول ګمراهان شاعرې – لکه د وحیې په څیر

مفتـی! خبره واوره، کافر می و نه ګنـی

ګڼم بی شکه تحـفه، د رب منان شاعرې – لکه د وحیې په څیر

دتحـرک وســیـله ، لـکـه کـلام د الله ج

ده ګټوره هومره، دا د انسان شاعـرې – لکه د وحیې په څیر

چی مو خیالی دنیا ته ، حقیقی بڼـه ورکړی

دی محبت شاعرې، د ژوند ارمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر

ده په میـراث را پاتی، مونږ ته له تیرو وختو

ثبت د تاریخ پاڼو کی ، د هر زمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر

شې مزه داره هـله، چی موسـیقی یی مل شې

ده د خوشحال شاعرې، هم د رحمان شاعرې – لکه د وحیې په څیر

شـاعـرې مه بنـدوئ، موسـیقې مه بنـدوئ

پرئ چی را و وریږی، رحمت باران شـاعـرې – لکه د وحیې په څیر

دسمبر ۲۴/ ۲۰۲۳

کلیوال صاحب په پښتو مقفی او ازاده شاعرۍ کې ښه طبعه ازمايي کړې ده، د دې طبعه ازمايي په پایله کې یې پنځه شعري ټولگې د چاپ په گاڼه سمبال شوې دي او د ناچاپو ټولگو په باب یې معلومات نه لرم.

په بیوگرافۍ کې یې د دغو شعري ټولگو نومونه راوړل شوې دي:

ــ تغمې (د شعری ټولګه) ۱۳۶۹ کال د لیکوالو د انجمن چاپ ــ کابل،

ــ وختونه اوغمونه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،

ــ د څپو پر سر(شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،

ــ زما خاوره زما مينه (شعری ټولګه) ۱۳۹۱ کال چاپ،

ــ رازونه او رمزونه (شعری ټولګه)۱۳۹۱ کال چاپ،

کلیوال صاحب د خپلو تلخیقاتو په لړ کې کله کله د جاپاڼی هایکوگانو شوق هم کړی دی او داسې ازاد شعرونه یې تخلیق کړي دي چې د ده په وینا جاپاني هایکوگانو ته ورته دي. دا لاندې یې یوه بېلگه ده:

«د جاپانی ژبې د هایکویی شعر په پیروۍ یو څو ماتې ګوډې:

ژونــد کـرائی کـور دی

تری به کـوچـیږی یو وخت

تیــاری له اوس ونیســه!
===

میـنه له پاسـه راځـی

لکه باران له وریځو

خاورې ته ژوند ورکوی
===

یـمه دی زړه ته حیران

هم پکی اوسی رحمان

هم پکی پروت دی شیطان
===

د خپل جوړښت له مخی

زړونه ټول یو ډول دي

خو، د مور زړه جدا دی
===

د اور نه کاني جوړ شي

کاڼی نه کور جوړ شي

یا ورنه  جوړشي  زړه
===

له اوبو ژوند پیدا شي

ژوند له خوندونو ډک وی

یا له  دردونـو ډک وی
===

آزاد او دروند پیدا یم

نو پاغونـده ولی شـم

د چا بنــده ولی شـم؟
===

زه افغانی ګلاب یم

د خور اوربل ښکلوم

مور او کابل ښکلوم.

د پلار شملې ته ورځم

د ننګ دیرې ته ورځم

د ورور مورچې ته ورځم

جنوری/

۳/۲۰۲۴

د مرحوم کلیوال د کلام بېلگه:

خیــالونه

بل رنګ به دا دنیا وای، دا خیالونه که ریښتیا وای

هرڅوک به پیر پاچا وای، دا خیالونه که ریښتیا وای

دنیـا به جـوړ جنـت وای، نه به غـم وای نه ژړا

توفان به د خنـدا وای، دا خیـالونه که ریښتیا وای

نشـې او تمـاشـې به وای، یاران به وای را ټول

حـاکـمه به ښـکلا وای، دا خیالونه که ریښتیا وای

ځـوانې به هـمیـشه وای، او مسـتې به وای هــمیـش

زلمی به هـر بـوډا وای، دا خیالونه که ریښتیا وای

لمبې به د جنګ نه وای، نه به وای شــهـید – غازی

صـفا بـه دا هـوا وای، دا خیـالـونه که ریښـتیا وای

*****

یا جـوړ به دا باغـونه وای، د اور ســره تنــورونه

خیالونه که ریښــتیا وای، وریـدل به ســره اورونه

ښــارونه به کابـل وای، هـیـوادونه به اوکــراین

هــر مـلـک به کـربـلا وای، وای د وینــو به رودونه

هـر زړه به د چـنـګیز وای او هـر سـر به د ِهـټـلـر

جهان کی به غوغا وای، وای هـره خـواته به مرګونه

هـرڅوک به بی مغزو وای، د بایدن – پوتین په څیر

فرعـون به جـوړ بیا وای، له ســروو نه دیوالونه

پــوهـیــږي یـــو الله، پــه انــتـــظـام د کا ئیـــنـات

ریښتیا دی چیری نه شي، دا زمونږه پوچ خیالونه

۲۲/۰۷/۲۰۲۲

ج: سیاسي لیکنې:

کلیوال صاحب سیاسي لیکنې هم کولې. زما له نظره ده ژوندۍ سیاسي لیکنې کولې، په دې مانا چې ده به په خپلو سیاسي مقالو کې پر هغو ورځنیو تودو خبرو چې یوڅه په افغانانو او افغانستان پورې تړلې وې یوڅه لیکل، موضوع به یې توزیح کوله، خپل نظر به یې څرگنداوه او له یوې پایلې سره به یې خپلو مخاطبینو ته وړاندې کوله. دلته به یې د څو همداسې سیاسي لیکنو سرلیکونه او د هغو لینکونه کېـږدم:

ــ د لویو قدرتونو په کشمکش کی به د افغانستان موقعیت چیری وی؟

https://dawatmedia24.com/?p=155956

ــ د امریکا د جمهوررئیس جوبایدن وروستۍ وینا د طالبانو د حکومت په هکله:

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Kaliwal_s_de_usa_j_wayna.pdf

ــ په افغانستان کې د لیتیوم د فلز د ذخیرو د کشف ډرامه:

https://dawatmedia24.com/?p=155916

ــ همه شمول حکومت څه شی دی؟

https://dawatmedia24.com/?p=160129

ــ په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تامین له پاره یوه نوې لار:

https://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/Kaliwal_s_t_p_sola.pdf

ــ د طالبانو د حکومت په مخ کی پرتی ستونزی به څنګه حل شی؟

https://dawatmedia24.com/?p=162569

د: ټولنیزې لیکنې:

 

کلیوال د ټولنې او پر ټولنه باندې د حاکمو قوانینو په باب هم مقالې او کتابونه لیکلي دي. مقالې یې په افغانستان کې دننه او له هېواده دباندې په چاپي او انلاین خپرونو کې خپرې شوې دي. دا یې په همدې موضوع پورې اړوند د څو خپرو شوو کتابونو نومونه دي:

۱ ــ د کلچر له مخې انسان پیژدنه،

۲ ــ اخلاقي ارزښتونه،

۳ ــ دروند کور درنې خبرې ۱۳۷۸ کال د ننګرهار د فرهنګي ټولني چاپ ــ پیښور.

هـ ــ د قاموس لیکنې په برخه کې:

 

کلیوال د قاموس لیکنې درانه کارته هم اوږه ورکړې وه او په یوازې تن یې دوه مهم قاموسونه لیکلي دي. دا یې نومونه دي:

۱ ــ پښتو ــ دری ــ انګلیسی ډکشنري، ناچاپ،

۲ ــ د جیالوجیکی اصطلاحاتو تشریحی قاموس ۱۳۹۱ کال چاپ.

و : د سلطان‌جان کلیوال ژباړې:

کلیوال د خپل فرهنگي ژوند په اوږدو کې ژباړې هم نه دي هېرې کړي، د خپل توان او حوصلې په اندازه یې ژباړې هم کړې دي او له دې لارې یې د خپلې مورنۍ ژبې په غنا کې فعاله ونډه اخیستې ده.

ــ د عمر خیام د رباعیاتو ژباړه،

ــ د اقبال لاهوري د رباعیاتو ژباړه،

د عمر خیام د رباعیاتو پښتو ژباړه ۱۳۹۱ کال چاپ،

ــ هلته چې د ښځو لپاره ډاکټر نشته

یو ځلې مې د ده د ژباړو په باب داسې ولوستل:

«هلته چې د ښځو لپاره ډاکټر نشته» دا هم د کلیوال له خوا یو ژباړل شوی اثر دي، خو ناچاپ دی، کیسه یې جالبه، خو اوږده ده، که څوک یې د لوستلو لېوال وي په لاندې لینک کې یې لیدلای او لوستلای شي:

https://www.facebook.com/farid.bazger/posts/pfbid02LKouuivQNw1D8KWm8TuoDpxBfJrGQnGVD1bYLRSs2iALsGpUhtYhsBQNVj6KRtrEl

دغه راز د کلیوال له خوا د اقبال لاهوري د رباعیاتو د ژباړې په باب په روایت دات کام کې د یوه رپوټ په ترڅ کې داسې راغلي دي:

«پایگاه خبری تحلیلی روایت : انجنیر سلطان‌جان کلیوال شینواری شاعر، نویسنده و مترجم سخت‌کوش افغان پس از برگردان رباعیات عمر خیام، پنج‌صد رباعی اقبال لاهوری – از دو مجموعۀ “ارمغان حجاز” و لالۀ طور” – را با پرداز دل‌نشین به پشتو درآورده است. او در سرآغاز زحماتش می‌نویسد:«با سپاس و صمیمیت، پیشکش به همه دانش‌مندان، شاعران و هنرمندانی که آدم‌ها را به وادی محبت فرامی‌خوانند، به انسان و انسانیت عشق می‌ورزند، دل‌های سرشار از مهر و تهی از کین دارند و در سراسر زندگی لحظه به لحظه به نیکویی می‌اندیشند و برای اقدام عملی دست به کار می‌شوند”. (سنبلۀ ۱۳۹۹/ جنوری 2021)»

  فرید بزگر د کلیوال صاحب د یوې ناچاپ ژباړې جالبه کیسه لیکلې ده، که یې څوک د لوستلو مینه‌وال وي، دا لاندې لینک دې پرانیزي او ودې لولي:

https://www.facebook.com/farid.bazger/posts/pfbid02LKouuivQNw1D8KWm8TuoDpxBfJrGQnGVD1bYLRSs2iALsGpUhtYhsBQNVj6KRtrEl

دلته د دې خبرې یادول اړین گڼم چې سلطان‌جان کلیوال د نورو ژباړو تر څنگ «د بشري حقونو نړیواله اعلامیه» هم ژباړلې ده چې باید د ده یوجلا اثر وگڼل شي. د دې ژباړې متن ده په خپل فیسبوکپاڼه کې خپره کړې ده. کیسه به یې زه په لنډ ډول دلته ولیکم:

د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه:

د ۲۰۲۱ ام کال د اکتوبر ۲۳مه نېټه خدایبښلي کلیوال په خپله فیسبوکپاڼه کې داسې ولیکل:

«یادونه: (زه نه پوهیږم چی دا اعلامیه به په پښتو ژباړل شوی وی کنه؟ ما د دی د پاره دا کار وکه، چی زمونږ د ټولنی ځوانان ور باندی و پوهیږی او په دی غور وکاندی چی موجوده انسانی ټولنه خصوصاً هغه ټولنی، چی د ستر ځواک لرونکی دی تر کومه حده دی نړیوال معتبر سند ته ارزښت ورکوی او یا هم ورته په ارزښت نه دی قایل؟ او که په ارزښت ورته نه وی قایل، د ملګرو ملتو نړیواله ټولنه ولی د دی نړیوال قانون نه د سر غړونی پوښتنه نشی کولی؟) « ژباړه له انګلیسی متن څخه شویده»

په هماغه ورځ ما د ده او نورو مینه‌والو د معلوماتو له پاره ولیکل چې دا اعلامیه زما ورور افغان اقتصاد پوه استاد شریف بهاند ژباړلې ده، له پښتو او دري متن سره جرمني متن هم لري او د یوې رسالې په ډول یې خپره کړې ده.

دغه راز گران دوست احسان‌الله ارینزي هم د دې اعلامیې د یوې بلې ژباړې یادونه داسې ورته وکړه:

«د اکسوس کتاب خپرولو موسسی خاوند صفی الله ناصری دا اعلامیه ژباړلی او له څو نورو مهمو اسنادو سره یو ځای دری کاله مخکی خپره شوی ده. ما تیره هفته یو ۵۳۰ مخه کتاب په کابل جان کی چاپ ته واستاوه چی ( نړیوالی ټولنی) نومی. د دی کتاب په ضمایمو کی هم دا اعلامیه بشپړه راغلی ده. دا همغه د ناصری ژباړه ده چی ما له اصل متن سره پرتله کړی او په خپل زعم می ډیر بدلونونه پکی راوستلی دی. که هغه متن دی په کار وی، زه به یی ورته ولیږم. مننه»

خو له دې سره سره مې بیا کلیوال صاحب ته ولیکل چې تاسو خپل ژباړل شوی متن خپور کړئ. د فرهنگ په ډگر کې دا دود شته چې یو اثر څو تنه کولای شي یوې ژبې ته وژباړي. له بلې خو زما له نظره دا اعلامیه دومره مهمه ده چې هرکال په بیاځلي دول هم خپره یا انلاین کړای شي، لا کمه ده.

کلیوال صاحب بیا خپل ژباړل شوی متن په خپله فیسبوکپاڼه کې له یوې مقدمې سره په څلور برخو کې خپور کړ. زه به د همدې څلور واړو برخو لینکونه دلته کېـږدم څو لوستونکي وکولای شي چې له نظره یې تېره کړي:

د لومړۍ برخې لینک:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid0217YG2Ne5uPUEg4QVLL6GS5gsnLVNNEr1F7U49KwgR4xpAS5wPxD3KcJpTQbhc2FLl

د دویمې برخې لینک:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid0FwgM2aC7LCnCTBuVwK9T3pSNCUiiygcWqWhjSQhTSP6JXcvS3fBbdXqShBeb2EwNl

د درېمې برخې لینک:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid02ctkSeEUSwYq9FXFYvUaRJ5mmMsckSZk7WiSu8ooNZ1Vtpz6yC7KRjQZy9G1pZcpNl

د څلورمې برخې لینک:

https://www.facebook.com/sultan.kaliwal/posts/pfbid02qnQHKhPYZMoCdbqqyFZyyMSsDsWMZ2MhFFBSDCG9KnqBptg81a7j22KQgGakHkzgl

زه دلته بیا په تکرار سره وایم چې له انگلیسي ژبې نه پښتو ژبې ته د دې اعلامې راژباړل، باید  د کلیوال صاحب د یو جلا اثر په ډول حساب کړای شي.

کله چې کلیوال صاحب د ناروغۍ پربستر باندې پرېوت، گڼشمېر فرهنگیان یې لیدلو او پوښتنې ته ورغلل چې د هغو په ډله کې یو عصمت قانع و. ترلیدو او پوښتنې وروسته قانع صاحب داسې ولیکل:

«ستادوطنپالني له نه ختميدونکو محبتونو څخه مالامال زړه دې نه دريږي

څه نه شم ويلای

ته به يې موږ به نه يو

خو کاشکي وطنپرستان په طبعي مرګ هم نه مړه کيدلای

او دخپلو ارمانونو دقاتلانو انتقام يې دژوند دنندارو تر ټولو ښکلي ننداره وای

کليواله ته بختور يې

نه دې کافر وژلی او نه مسلمان

نه دي خلقي زخمي کړی او نه اخواني

نه دې له تاجکه نفرت کړی دی نه له ازبکه

ته دافغانستان ډير صالح اولاد وي

ستا په بيلتون به ضرور افغانستان وژاړي

سلطان جان کليوال دي الله له غيبو راته جوړ کړي.»

د کلیوال د کورنۍ او فرهنگي دوستانو او خواخوږو له هیلو او دوعاگانو سره سره کلیوال صاحب د مرگ استازي ته ښه راغلاست وویل او د ۲۰۲۵ ام کال د مارچ میاشتې په ۲۴ مه ورسره ولاړ، خدای دې له مخې رڼا کړي. د دوستانو د تسلیت پیامونو په پیل کې افغان جرمن پورتال د تسلیت دا پیام خپور کړ:

«د انجنیر سلطان‌جان کلیوال د مړینې په پار د افغان جرمن پورتال د خواخوږۍ او ډاډگېرنې پیام:

افغان جرمن ادارې په ډېرې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان په میډیا کې ډېرفعال، د افغان جرمن پورتال قلمي همکار، شاعر، لیکوال، ژباړن او د لسگونو کتابونو مولف انجنیر سلطان‌جان کلیوال وفات شو.

انالله و اناالیه راجعون

خدای‌بښلي کلیوال له افغان جرمن سره خپله قلمي همکاري تل جاري ساتلې وه او ۵۱۰ بېلابېل مطالب یې په افغان جرمن ارشیف کې خوندي شوي دي.

موږ د انجنیر سلطان‌جان کلیوال مړینه لویه ضایعه گڼو، دا داسې ضایعه او تشه ده چې د افغانستان په فرهنگي کړیو کې به ترډېرو جبران او ډکه نه شي.

افغان جرمن کاري ټیم د خدای‌بښلي کلیوال له کورنۍ سره، په دې لوی ویر کې ځان شریک گڼي، کورنۍ او دوستانو ته یې د خپل تسلیت مراتبو د وړاندې کولو ترڅنگ، ده ته د جنتونو او کورنۍ ته یې د لوی زغم هیله کوي.

افغان جرمن پورتال کاري ټیم»

د کلیوال صاحب د مړینې په خاطر، د ده د خواخوږو او فرهنگیانو تأثرات او تسلیت پیامونه:

کله چې په میډیا کې د انجنیر سلطان‌جان کلیوال د مړینې خبر خپور شو، د نړۍ له هرې برخې نه افغان فرهنگیانو او د ده خواخوږو د تسلیت پیامونه خپاره کړل او د هغو په ترڅ کې یې د ده خدای‌بښلي د علمي ــ فرهنگي شخصیت په باب خپل نظریات ولیکل او خپل خاطرات یې له خلکو سره شریک کړل. د دې لیکنې په پای کې به د همدې یادو پیامونو او خاطراتو ځینې بېلگې راواخلم:

سید منتظرشاه هاشمي:

«انا لله و انا الیه راجعون ط

کلیوال صېب دې الله ج وبښي، کورنۍ، خپلوانو او ټولو خواخوږو ته یې د لوی خدای ج له درباره د زړه صبر او ستر اجر غواړم.

کلیوال صېب د هېواد ېو وتلی مسلکي کارپوه کادر، لیکوال، شاعر او زموږ د ژوبل ملت ېو رسا اواز و. د دې کادري او فرهنګي شخصیت تشه، هغه هم د هېواد په داسې شراېطو کې ګرانه او ناشونې ده چې ډکه شي. الله دې یې په ګور د رحم او مغفرت انوار ووروي.»

پوهاند ډوکتور لال‌پاچا ازمون:

«یو درون مشر او یو مینه ناک کلیوال

په نن او سبا کې وم چې د خپل درانه مشر او مینه ناک کلیوال پوښتنې ته ورشم، هلته را ته یارانو ویل چې سفر له اختره وروسته کړه، ما د دوی ومنل، خبر نه وم چې مرګ را باندې د خپل مشر وروستی دیدن نه لوروي، نن مې له هغو یارانو سره د خولې خوند پیکه شو چې زه یې له ورتګه منع کولم. نن زما د هغه درانه مشر او مینه ناک کلیوال زنه په سپينه ریتاړه تړل کېږي چې ټول عمر یې خلکو ته د ژوند د خوږلنۍ کیسې او منظومې خوږې خوږې خبرې کولې، خو مرګی ډېر ناځوانه دی، پر پښتانه قام یې دغه مینه ناک انسان و نه لوراوه او هغه یې له د ستورو له کتاره پر داسې مهال راپرېست چې تازه په تازه یې خپل قام ته لیکلي توروي د چاپ له کومي را وایستل. دغه مینه ناک کلیوال د رنځ له بستره خپل د زړه په وینو رنګین توري د چاپ تر ماشینه ورسول او دا یې هیله وه چې خپل جګړه ځپلي ولس ته د رنځ له بستره په تورو ټکو کې د ژوند رڼه سندره زمزمه کړي. ټولنې ته د ادیب ډالۍ دژوند څراغ دی، خندني او مخ روڼي سلطان جان کلیوال د اوږدې پردېسۍ په دیار کې بیا هم خپل خلک له یاده و نه وایستل، دوی ته یې د ژوند خوږه سندره او څراغونه ډالۍ کړل.»

احسان‌الله ارینزی:

«سلطان جان کلیوال په تانده ځوانئ کې زموږ نژدی ګاونډی شو؛ ځکه چې د ارواښاد ماما زرغون شاه له لور سره يې واده وکړ. کلیوال له هماغه وخته دروند، مدنی، مهذب، مودب او فعال انسان و. مسلکی انجنیر او ښه شاعر و. له وطنه لیری توپ ډېر وځوراوه. په مخه يې رڼا شه. انالله و اناالیه راجعون.»

خالق رشید:

«ددغه ستر او رټ دوست اوهیواد پال کلیوال صاحب ناڅاپی مرګ ولړزولم، دیوه خواخوږي مل اوملګري په توګه ددومره لویو ښیګړو لرونکی انسان و چې زه دم ګړۍ دهغو له پاره دبیانولو توان اوټکي نه لرم،یوازې دومره وایم چې:تاپه سختو شیبو کې هم دوطن درد تر خپل درد سخت وباله.وطن ته دې تسلیت!

جنت دې په برخه

یاد دتلپاتې

رشید

نهرو پوهنتو ن هند»

د دًرمحمد افغان‌یار په فیسبک‌پاڼه کې مې دا ویرنه ولیدله:

«وېرنه!

یوشملور ډک له کمال لاړ

زموږله کلي کلېوال لاړ!!!»

عصمت قانع:

«دا ياران لکه ګلونه دبهار دي

دخزان په تاو رژيږي دريغه دريغه

انجنير سلطان جان کليوال هم کلی پريښود او دابديت دسفر پر پرلت کښيناست

کليوال هغه عاشق اوليوال کليوال وو چې په خپل عشق کې يوازي دخپل ځان مثال پخپله وو

هغه دافغاني وطنپرستانو په ډله کې هغه څوک وو چې وطندوستۍ ته يې دخپل کردار په وينا معنی او مفهوم ورکړ

اروا يې ښاده

دجنازي دخښولو اعلان به يې وروسته کيږي

ياد به يې دپيړيو لپاره زموږ له راتلونکو نسلونو سره ښاد وي»

مسعود فاراني:

«بس که یاران در همین ویرانه ها گم گشته اند

می چکد اشکم ز چشم و خاک را بو‌می کند

با تأثر و تألم بزرگ خبر دردناک وفات جناب کلیوال، بزرگ مرد را شنیدم. متاسفانه که هیچ کلمه ای و هیچ جمله نمیتواند سنگینی حادثه مرگ فرزانه مرد شاعر و نویسنده ملی جناب کلیوال اندیشمند را جوابگو باشند.

فقط با سکوت غم انگیز اگر بتوانم این حادثه را تحمل کنم. زیرا بنظر من مرگ بزرگان دانش در ذات خود مرگ از یک جهان دانش و اندیشه است که ناگهان مثل آفتاب خاموش می شوند.

به دوستان و بازماندان این فرزانه مرد اندیشه صبر بزرگ از خداوند بزرگ تمنی دارم.

یادش گرامی و نامش جاودانه باد.

انا لله و انا الیه راجعون»

رحمت آریا:

«د هـېـواد د پیاوړي شاعر، لیکوال او د معادنو د مسلکي انجنیر او د افغان جرمن د پورتال د قلمي همکار جناب سلطان جان کلیوال په ناببره مړینه ډیر خواشینی سوم.

إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ.

الله تعالی دې ورته مغفرت ورکړي او روح دې ښاده او یاد ډیوه دې تل ژوندوۍ وي. الله تعالی دې ورسره ښه وکړي. کورنۍ او دوستانو ته ﺌـې خپل تسلیت وړاندې کوم.»

سیستانی:

«وفات انجنیرسلطان جان کلیوال، شاعر ودانشمندعلوم زمین شناسی وشخصیت خلیق وخوش برخورد وبرخورداراز تمام خصایل افغانیت وعلمیت مایه تاثرجامعه علمی کشور به حساب می آید. به وابستگان ودوستانش تسلیت عرض میکنم.روحش را شاد ویادش را گرامی میخواهم.»

ښاغلی انجنیر سلطان جان کلیوال دې خدای وبخښي،

کورنۍ، دوستانو، مینه‌والو او د افغانستان

د فرهنگ د لویې کورنۍ ټولو غړو

ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

انالله و اناالیه راجعون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...