تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان بریدونو ته به یې غبرګون نور د پخوا په څير نه وي، بلکې جګړه به اسلام اباد، لاهور او نورو لویو ښارونو کې وي.
مجاهد پر پاکستان د نن ورځې هوايي بریدونو ته په اشارې وویل، پر اسلام اباد او نورو سیمو کې د پوځ پر مهمو مرکزونو هوايي بریدونه دا پیغام لري چې، د افغانستان لاس اوس د پاکستان ګریوان ته رسیدلی دی.
ویاند دا هم وویل، د پاکستان پر ضد له تېرې شپې راهېسې پیل شوې جګړه علمیات نه بلکې غبرګون و او که مقابل لوری جګړې ته دوام ورکړي نو تر دې به له سخت ځواب سره مخ شي.
د ټي ټي پي د شتون او ملاتړ په اړه د مجاهد ځواب داو چې پاکستان غواړي یو جعلي روایت جوړ کړي دا هسې یوه پلمه ده.
مجاهد د خبرې کنفرانس پر مهال د دغو عملياتو په اړه وروستي جزييات هم له رسنیو سره شریک کړل.
هغه زیاته کړه په دغو عملیاتو کې د د ده په وینا د دښمن ١٩ پوستې او دوه قرارګاوي یې له منځه وړي او څلور پوستې له جګړې پرته تخليه شوي دي.
هغه ويلي، د څلور ساعته جګړې په جريان کې ٥٥ تنه پاکستاني عسکر وژل شوي چې د ځينو جسدونه يې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي او يو شمېر ژوندي هم نيول شوي.
دغه راز يادو عملياتو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې مهمات او نظامي تجهيزات هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.
مجاهد: سیمه باید پاکستان کې د حاکمې نظامي کړۍ پر ضد ګډ دریځ ونیسي