تاند (جمعه د کب – حوت ۸مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن د یو انلاین خبري کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل چې، پاکستان د سیمې د بې ثباتۍ پروژه اخېستې او د سیمې په کچه باید په دې اړه یو دریځ ونیول شي.
مجاهد وویل، پاکستان کې حاکمه نظامي کړۍ نه یواځې د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکیچ ته لمن وهي بلکې د ټولې سیمې د بې ثباتۍ لپاره کار کوي.
هغه په عین حال کې د پاکستان پر ولسونو غږ وکړ چې د دغې کړۍ پر ضد راپورته شي.
په دغه کنفرانس کې هند سره د افغانستان اړېکو په اړه د مجاهد ځواب دا وو چې کابل د اسلام اباد او نوي ډیلي دواړو سره ښې اړیکې غواړي او دا هیڅکله په تاریخ کې نشته چې د پاکستان په څېر دې د نور لپاره نیابتي جګړې پر مخ یوسي.
ذبیح الله مجاهد د تېرې شپې انتقامي عملیاتو په اړه د خبرې کنفرانس پر مهال ويلي، پاکستان د پيل شوې جګړې له کبله په سخت اقتصادي، سياسي او ديپلوماتيک زيان کې روان دى.
د افغانستان یو شمېر ولایتونو په مساجدو کې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وشو
مجاهد ويلي، پاکستان د نيابتي جګړو له کبله نړيوال باور له لاسه ورکړى په خبره يې، چې دا جګړې به يي د ورکي لامل شي.
مجاهد زياته کړې، د دې جګړې موخه او پيغام دادى چې پاکستان د سيمې د نا امنه کولو هڅه کوي.
هغه د پاکستان ولس ته هم په خپل پيغام کې ويلي هغوى سره دښمني نه لري بلکي ستونزه يې د پاکستان پوځ او حاکمو پوځي کړيو سره ده چې د افغانستان د نا امنه کولو هڅي کوي.