تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) ملګرو ملتونو د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د نړیوالې ورځې په درشل کې په کندهار، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د پولیو د شپږو نوو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.
له دې سره، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو پر ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲ ته رسېدلی دی. سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې د پاکستان پرتله اووه برابره زیاتې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم په کندهار ولایت کې د پولیو د ویروس د یوې مثبتې چاپېریالي نمونې د پېژندلو خبر ورکړی دی. د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو چاپېریالي نمونو شمېر ۹۳ ته رسېدلی دی.
له بلې خوا د پاکستان په کراچۍ کې د پولیو یوه تازه پېښه ثبت شوې چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو مثبتې پېښې ۷ ته ورسېدې.
د پاکستان د ملي امنیتي عملیاتو مرکز د راپور له مخې، ۵ پېښې په خیبرپښتونخوا او دوې په سند کې ثبت شوي دي.
تېر کال په پاکستان کې د پولیو ۳۱ او په افغانستان کې ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
دا راپور د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی دی. دا ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴مه د عامه پوهاوي د لوړولو، د ماشومانو د واکسینولو لپاره د کورنیو هڅولو او د پولیو د ویروس د بشپړه له منځه وړلو لپاره نمانځل کېږي.
د «افغانستان له پولیو پاک» بنسټ هم د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د هڅو پر لا زیاتولو ټینګار کړی دی.
په پاکستان کې بیا د راتلونکې نوومبر له دوهمې تر ۸ پورې د پولیو د واکسیناسیون عمومي کمپاین پیلېږي. د دې کمپاین په لړ کې به کابو ۲۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیسو ویروس پکې له منځه نه دی تللی.