تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۳۰ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې وویل، مسکو غواړي له طالبانو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي. د هغې په وینا، د دې همکاریو تمرکز به د ترهګرۍ، د نشهيي توکو د قاچاق او دفاعي چارو په برخو کې وي.
زاخارووا، چې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، همداراز وویل، روسیه به له کابل سره د تروریستي ګواښونو او د نشهيي توکو اړوندو جرمونو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې خپلې اړیکې په دوامداره توګه پراخې کړي.
دې دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د تروریستي ډلو په تېره بیا داعش په ځپلو او د مخدرو موادو په کنټرول کې د افغانستان د طالبانو د حکومت اقدامات وستایل.
اغلې زاخاراووا خبریالانو ته وویل، د سیمې امنیت ته د ګواښونو پر وړاندې مبارزه د ټولو لورو ګډ هدف دی او د دې هدف ترلاسه کول رغنده خبرو او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.
طالبانو او روسیې د روان کال په جون میاشت کې مسکو ته د افغانستان د دفاع وزیر ملا یعقوب د سفر پر مهال د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و. مسکو په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هم هڅې کړې دي.
روسیې څو ځله له افغانستان سره د اړیکو او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او یوازینی هېواد دی چې د افغانستان اوسنۍ اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.