دوشنبه, نوومبر 17, 2025
Homeادبشعرد سعود بنګښ تازه غزل

د سعود بنګښ تازه غزل

خوشال بچي،مغول کاروان،سړی په زړه وسوځي

څومره په ویاړ،په کې روان،سړی په زړه وسوځي

ورته خاین، ورته غدار، وطنفروشه وايي

چې ځان ته ووايي افغان سړی په زړه وسوځي

دغه چې وايي، په هر ځای کې د مغول قصيدې

دا نر اولاد، د پير روښان،سړی په زړه وسوځي

‏ما ته يې ویل، ما به منې، سپېڅلي خدای په شانې

نن یو نمرود، نن یو شیطان،سړی په زړه وسوځي

هغه د زرکو، او غرڅو، نه ډک، ښاغلي غرونه

اوس په کې ټول، دېوان پيریان، سړی په زړه وسوځي

‏بابا ویل، چې زه به پورته شم له تورې سره

بابا ويده، موږ غلامان، سړی په زړه وسوځي

ما باچايي، تخت ورکوو، خو دا فقير وختو

زما سعود، زما جانان، سړی په زړه وسوځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...