پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهننګرهار کې د بیرو د يوه ځنګل د کرلو چارې پیل شوې

ننګرهار کې د بیرو د يوه ځنګل د کرلو چارې پیل شوې

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ په ننګرهار کې په اتيا هکتاره ځمکه د بيرو ځنګل د کولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار کرنې رياست طالب مرستيال قاري فضل الرحمٰن وايي د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شګې سيمې په اتيا هکتاره غونډيو د بيرې ځنګل د کرلو چارې پيل شوې.

نوموړي د يادې پروژې څارنې پر مهال وويل، چې دا ځنګل د WFP په مالي لګښت او د SARCDO موسسې په تخنيکي همکارۍ جوړيږي.

قاري فضل الرحمن زیاتوي:«د دې ځنګل په جوړيدو سره به د شاتو مچيو روزونکو ته د مچيو تغذيې په موخه اسانتياوې رامنځته او ګاونډيو هېوادونو ته به د مچيو لېږدونې مخنيوی وشي.»

ځايي خلکو د دې پروژې هرکلی کړی او غوښتنه يې کړې،چې طالبان دې نړیوالو سره ژر تعامل وکړي، څو داسې مهمی پروژی تمویل او افغانستان له دې امکاناتو نور محروم پاتې نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...