جمعه, مې 3, 2024
Home+بې مينې خلک | عبدالرحمن عماد 

بې مينې خلک | عبدالرحمن عماد 

په ورو ورو مې قدمونه اخیستل.
خوند راکوي.
چې مازيګر وي، په ورو ورو قدم ووهم.
په دې وخت کې د خلکو او موټر ګڼې ګوڼه د ورځې د لومړي وخت په ډول نه وي.
زه ورسره ډېر يو ډول آرامتیا احساسوم.
ورو ورو روان وم، يو وخت مې پام شو چې له اطاق څخه مې ډېر لرې شوی یم.
په ښار کې پاتې خلک هم ورو ورو د خپلو کورونو په لور رهي کېدل.
يوه شېبه ودرېدم، مخامخ مې پام شو، د کوچني لښتي تر څنګ ولاړې لوړې ونې ته يو ځوان ډډه وهلې وه، په غېږه کې يې دوه ګېډۍ ډول ډول مصنوعي ګلان نيولي وو. فکر کوم په ونه کې د ناستو مرغيو له آوازونو يې لکه چې خوند اخیسته!
يو شېبه مې ورته وکتل، ورو ورو يې تر خوا ور روان شوم. څنګ ته يې ودرېدم.
په اوږه مې لاس ور کېښود، غاړه يې ورو وخوځوله، پورته يې راته وکتل!
سترګې په سترګو شو، ورته فکر مې شو.
په ليدو به دې ويل: چې د سړک په سر پراته ګردونه يوازې په ده باندې را غونډ شوي دي.
زړه مې سره غټ کړ، ناڅاپه مې وويل: ژوند څنګه دی؟
په سپېرو شونډو يې د زړه په زور موسکا وکړه!
بيا يې وويل:
_د ښار له خلکو سره مې ژوند ډېر توپير نه لري!
دوې ماښام روانېږي، ځينې وخت را نه يو ګل واخلي، کور ته په رسېدو له ښکلي هر کلي سره مخامخ شي، او ژوند دې ډول ماښام ته د يو يادګاري ماښام نوم ورکړي!
يوه شېبه غلی شو، سړه ساه يې واخېسته!
ماته يې وکتل، بيا يې وویل: ته پوهېږئ، زه که د ګلانو له ګېډيو سره هم لاړ شم، څه اورم پوهېږئ!؟
_ څه؟
_ کله چې په دروازه کې دننه کېدلو لپاره لومړي قدم
ماشومانو او مېرمن مې وويني، په مخ غوړېدلې موسکا يې ور ټوله شي، تندي يې ګونځ ونيسي، زما په لاس کې د ګلانو ګېډيو ته وګوري، هر يو له ځان سره ورو ووايي:
    « د ښار خلک څومره بې مينې شوي دي »

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب