یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهنوو فشارونو ط-ان نسبي نرمښت ته اړ ايستي

نوو فشارونو ط-ان نسبي نرمښت ته اړ ايستي

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې پر وړاندې له هېواده د باندې د مېشتو سياستوالو وروستيو تحرکاتو په افغانستان کې د طالبانو پر ادارې فشارونه زیات کړي او د نسبي نرمښت څرکونه پکې لیدل شوي.

په وروستيو کې د طالبانو پر وړاندې په هېواد کې دننه د ځینو وسله والو او له هېواده بهر د ځينو سياسي حرکتونو د فعاليتونو د زياتيدو خبرونه ورکول کېږي.

په یوه تازه ګام کې، د سولې او عدالت ملي خوځښت په نوم د پرزول شوي جمهوري نظام يو شمېر مطرحو چارواکو د خپلو فعاليتونو اعلان وکړ، چې مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ شو.

له دې سره خوا کې، نړیوالې ټولنې هم د نجونو د زده کړو، کار او فعاليت، د نورو افغانانو د مدني او سیاسي حقونو او آزاديو د نقض، په حکومت کې ېې د نه ګډون او له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د تروريستي ګواښونو په اړه پر طالبانو فشارونه سخت کړي دي.

طالبانو پرون په څو اقداماتو کې د دغو فشارونو پر وړاندې نسبي نرمښت ښودلی.

د دوی رییس الوزرا په لومړي ځل په پنجشېر کې د طالبانو له لوري د سلګونه تنو د بندیانولو ادعاوو ته په عملي غبرګون کې يو پلاوی ټاکلی څو د پنجشېر د بنديانو دوسيې وڅېړي.

د دې ترڅنګ د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د یوناما نوې مشرې سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی، چې دوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي او بيرته ېې په خپله طریقه غواړي تړلي ښوونځي ور پرانيزي.

مولوي کبير دغه راز د طالبانو رهبرۍ ته د مشورو ورکولو لپاره د یوې لوېې مشورتي شورا د جوړولو خبر هم ورکړی.

له دې سره، پرون د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني چې د دوی له واکمنيدو وروسته د طالبانو په لیکو کې د منځلارو او اصلاح منونکو د يوه جریان د مشر په سترګه ورته کتل کېږي، د طالبانو په اداره کې غير مسلکي ګومارنې دردونکې ګڼلي دي.

د چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې وروستیو نړيوالو او ملي فشارونو طالبانو ته د دوی په مقابل کې د بدیلو حرکتونو د رامنځته کیدو خبرداری رسولی.

د شنونکو په باور که طالبان هر څومره له ملت، سياسي ډلو او نړيوالې ټولنې سره په نرمښت او تعامل کې ځنډ وکړي، هغومره به د خپل دوام چانس کمرنګه او پر ضد به ېې وسله وال حرکتونه پياوړي شي.

طالبانو مخکې د دوی پر وړاندې له هېواده بهر سياسي حرکتونه ردول او په کور دننه وسله وال مخالفتونه يې ردول.

دوی د تازه فشارونو او پر ضد ېې د زياتيدونکي انسجام په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی