Homeخبرونهحینیوا کې غونډه، د افغانستان د« متحدې مدني جبهې» په رامنځته کیدو...

حینیوا کې غونډه، د افغانستان د« متحدې مدني جبهې» په رامنځته کیدو ټینګار وشو

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ په داسې حال کې، چې د طالبانو پر وړاندې د پخوانيو سياستوالو او جنګي څېرو مخالفتونه هم دوام لري او ځینې یې له طالبانو ځهع د دوی شخصي امتیاز غوښتنه بولي، په ژجینوا کې يو شمېر پخوانیو چارواکو، سياستوالو او سياسي او مدني فعالانو د افغانستان په راتلونکي کې د دیموکراتیکو بنسټونو د ونډې په اړه غونډه کړې ده.

دوی په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی،چې يوازې ټول پوښتنه او ټاکنې د افغانستان د مشروع دولت د رامنځته کیدو اساس جوړولی شي.

یاده غونډه د ژنیو د یوه څېړنیز مرکز په بلنه جوړه شوې وه،چې پکې د بشري حقونو د سيستماتيک نقض او له اساسي حقونو او آزاديو څخه د افغانانو، په خاص ډول د ښځو د محروميت په اړه يادونه شوې.

د طالبانو د ټولو سياسي، جنګي او مدني مخالفانو ترمنځ په تر ټولو مشترکو نقطو کې یوه مهمه هغه د ټاکنو له لارې د ملت په برخليک ټاکلو ټینګار دی، چې د شنونکو په باور دا مشترکه نقطه به ټول طالب ضد قوتونه په یوه لوی ایتلاف کې راټولیدو ته وهڅوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې او عدالت ملي خوځښت په نوم د حنیف اتمر او معصوم ستانکزي په محوریت یو سیاسي جریان له هېواده بهر خپل موجوديت اعلان کړ.

د دغه حرکت اساسي غوښتنه هم دا وه چې له طالبانو سره باید سیاسي مذاکرات بیرته پیل او د يوه مشروع او منتخب دولت د رامنځته کیدو زمینه برابره شي.

په ورته وخت کې، څارونکي باور لري چې د طالبانو د حاکمې ادارې پر وړاندې له هېواده د باندې د مېشتو سياستوالو وروستيو تحرکاتو په افغانستان کې د طالبانو پر ادارې فشارونه زیات کړي او د نسبي نرمښت څرکونه پکې لیدل شوي.

د شنونکو په باور که طالبان هر څومره له ملت، سياسي ډلو او نړيوالې ټولنې سره په نرمښت او تعامل کې ځنډ وکړي، هغومره به د خپل دوام چانس کمرنګه او پر ضد به ېې وسله وال حرکتونه پياوړي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...