Homeخبرونهد پښتونخوا ټاکنو کې پر نیشنل پارټۍ د عمران خان بریا ته...

د پښتونخوا ټاکنو کې پر نیشنل پارټۍ د عمران خان بریا ته غبرګونونه

تاند:(دوشنبه ،د ميزان ۲۵مه)‏‌ د پاکستان تر کنټرول لاندې پښتونخوا کې د پارلمان په پرونيو ضمني ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحريک انصاف ګوند بریالیتوب او د نيشنل عوامي ګوند ماتې ته خلکو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه ښودلي دي.

د پرونيو ټاکنو د پايلو له مخې، د عمران خان نوماندان توانيدلي چې په چارسده کې د نيشنل عوامي ګوند ايالتي مشر او د باچا خان کړوسي ایمل ولي خان او په پېښور کې د دغه ګوند مطرح مشر غلام احمد خان بلور ته په خپلو سیمو کې ماتې ورکړې.

پښتنو ملتپالو د ټاکنو دغه پايلې دردونکې ګڼلي او ویلي،چې د نيشنل عوامي ګوند میراثي او کورني سياست پښتانه بدو ورځو سره مخامخ کړي دي.

د دوی په وينا، ياد شوی ګوند د ولي خان له مشرۍ وروسته او په خاص ډول په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له خپلو اصلي اهدافو منحرف شوی، تر دې چې د چارسدې خلک هم ځان سره نه شي ساتلی.

يو شمېر پښتنو ملتپالو له ايمل ولي خان او ګوندي ملګرو يې غوښتي، چې په نړيواله کچه د پښتنو د رهبرۍ له نوې او د وخت په ضرورتونو برابرې بڼې سره چې منظور پښتین رامنځته کړې، همغږي شي او د خپلې پاشلتيا او نورو لويدنو مخه ونيسي.

د دوی په باور، منظور پښتین هسې هم قدرت نه غواړي او د قام ويښتيا او ژغورل يې هدف دي او که نور ملتپاله ډلې ورسره يو لاس شيږ دوی ته به قدرت او منظور پښتین ته د پښتنو د يووالي او قوت هدف په لاس ورغلی وي.

نيشنل عوامي ګوند د خپلو نوو ماتو په اړه څه نه دي ويلي.

پخوا د پښتنو فدرالي حکومت هم د ټاکنو په پايله کې د نيشنل عوامي ګوند له لوري رهبري کيده، خو په وروستيو کلونو کې مذهبي ډلو او اوس د عمران خان ګوند ترې دغه ټاکنې ګټلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...