Home+د افغانستان هوايي حریم چا بې‌دفاع وګرځاوه؟

د افغانستان هوايي حریم چا بې‌دفاع وګرځاوه؟

د ۱۹۹۲–۱۹۹۶ کلونو تر منځ د افغان وسله‌وال پوځ د پوځي تجهیزاتو، هوايي ځواک، پاکستان ته یې قاچاق او د نظامي بنسټونو د لوټلو یوه څېړنه

 

نجیب‌الله پاڅون

د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې افغانستان د سیمې له سترو وسله‌والو جوړښتونو څخه ګڼل کېده. د شوروي پوځونو له وتلو سره، هڅه کېده چې افغان وسله‌وال پوځ منظم وساتل شي او د لوژستیک، هوايي ځواک او درنو وسلو بنسټونه خوندي وي؛ هغه مهال اردو لا هم منظم تشکیلات، فعال هوايي ځواک، لوژستیکي ډیپوګانې، د څار راداري شبکې او زرګونه مسلکي افسران درلودل.

د دې ځواک موخه د بهرنیو یرغلونو پر وړاندې د هېواد د ملي حاکمیت ساتنه وه. د لویو تجهیزاتو، لوژستیکي شبکو، روزل شوو پیلوټانو، تخنیکي ټیمونو، او د هوايي ډګرونو له لارې، افغانستان هغه مهال په سیمه او د مرکزي اسیا په کچه د ستر هوايي ځواک لرلو وړتیا درلوده.

خو کله چې په ۱۹۹۲ کال کې مرکزي حکومت سقوط وکړ، یوازې سیاسي نظام ونه نړېد؛ بلکې د پوځ قومانده، اکمالات، معاشي سیستم، پوځي تجهیزات او تخنیکي ساتنه هم ټوټې ټوټې شول.

د برهان الدین رباني تش په نامه حکومت په راتګ سره، عملي قدرت د تنظیمي قومندانانو تر منځ ووېشل شو. اردو له «ملي بنسټ» څخه «تنظیمي ملکیت» ته واوښته. له همدې ځایه د افغانستان د هوايي حریم بې دفاع کېدو پروسه پیل شوه، چې دا یوه تدریجي پروسه وه.

د پاکستان د رول مستند راپور: «تلک خرس» کتاب

په «تلک خرس» کتاب کې، چې د افغان جهاد پر مهال د پاکستان د رول، د وسلو د وېش او د جګړې د ستراتېژۍ په اړه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) پخواني غړي برید جنرال محمد يوسف لخوا ليکل شوی، راغلي چې « د پاکستان د استخباراتو پخواني رئيس، جنرال اختر، په يادې ادارې کې د افغانستان لپاره يو ځانګړی دفتر پرانيست او زه يې د هغه دفتر مسئول وټاکلم.»

نوموړی لیکي:

ما له جنرال اختر څخه وپوښتل: زما دنده څه ده؟
هغه ځواب راکړ: ستا دنده دا ده چې شوروي په افغانستان کې بوخت وساتې، د افغانستان اردو له منځه يوسې، د هېواد ټولې بنسټيزې زېربناوې ورانې کړې او پوځي تجهيزات د مجاهدينو په مرسته پاکستان ته ولېږدوې، او افغانستان له خاورو سره خاورې کړې.
ما وخندل او ومې ويل: ایا دا کار ممکن دی؟
جنرال اختر وويل: هو، ممکن دی.
کله چې مې کار پيل کړ او افغان مجاهدين مې وليدل چې په ډېره بېړه او شوق دا کار کوي، نو پوه شوم چې د دغو مجاهدينو د مغزو په وينځلو سره نه يوازې شوروي او افغانستان، بلکې ټوله نړۍ هم ورانولای شو.
د پلونو، پلچکونو، د برېښنا پايېو، د برېښنا بندونو، د اوبو بندونو، سړکونو او نورو تاسيساتو د ويجاړولو لپاره مو ځانګړې بيې ټاکلې وې. هرې ډلې به د خپلو ويجاړيو انځورونه وړاندې کول او د خپلې ورانکارۍ پيسې به يې اخيستلې.
په همدې ډول موږ د افغانانو په وسيله د افغانستان اردو له منځه يوړه او هېواد مو له بنسټه وران کړ، ان تر دې چې مجاهدينو سالمې الوتکې او ټانکونه هم ويجاړ کړل او د زړو اوسپنو او کبار په حساب يې پر موږ وپلورل.»

د ډاکتر نجیب حکومت سقوط نه مخکې: اردو او هوايي ځواک؛ شمېر او تخنیکي وړتیاوې

لومړۍ برخه: پرسونل او تشکیلات

 

-1ټول پرسونل عمومي شمېر: ۲۵۰،۰۰۰ – ۳۰۰،۰۰۰

-2 فعال ځمکنی ځواک شمېر: شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰

-3هوايي ځواک شمېر: ۱۵،۰۰۰ – ۲۰،۰۰۰

دا ځواک د سیمې له پیاوړو ځواکونو څخه ګڼل کېده، چې اکمالات، قومانده، تعلیمات، او پرمختللي تخنیکي سیسټمونه یې هم درلودل.

دویمه برخه: زغره‌وال ځواک «ټانکونه او BMP/BTR»

-1د جګړې اصلي زغره وال ځواک شمېر: ۱،۵۰۰ – ۲،۰۰۰

-2تجهیز: ټانکونه (T-55 / T-62)

-3 د پیاده ځواکونو خوندي لېږد شمېر: ۲،۵۰۰ – ۳،۵۰۰

-4زرهي وسایط (BMP/BTR):

ځانګړتیاوې:

T-55/T-62 -1ټانکونو قوي توپونه او ښه متحرک قوت درلود، چې د ښارونو، ستراتیژیکو سیمو او سرحدي کرښو د دفاع لپاره مهم وو.

BMP/BTR -2وسایط د ځمکنیو ځواکونو د حرکت او ملاتړ لپاره کلیدي رول درلود، په ځانګړي توګه د لویو سیمو جګړو کې.

که دا وسایل سالم او منظم پاتې وای، افغانستان به د ځمکنیو یرغلونو په وړاندې قوي دفاع لرله.

درېیمه برخه: هوايي ځواک؛ شمېر او تخنیکي وړتیاوې

په ۱۹۹۲ کې د افغانستان هوايي ځواک ښایي لاندې وسایل درلودل:

الوتکې چورلکې:

-1 الوتکه MiG-21:
اټکل شوی شمېر: ۹۰ – ۱۲۰
ځانګړتیاوې: جګړه‌ییزې الوتکې، هوايي بریدونه

-2الوتکه Su-22:
اټکل شوی شمېر: ۴۰ – ۶۰
ځانګړتیاوې: ځمکنی برید، دقیق بمبار

-3الوتکه Su-7/Su-17:
اټکل شوی شمېر: ۳۰ – ۴۰
ځانګړتیاوې:  د بدیل برید وړتیا

-4هلیکوپتر Mi-24:
اټکل شوی شمېر: ۴۰ – ۶۰
ځانګړتیاوې: ټانک ضد بمبار او نږدې ملاتړ

-5 هلیکوپتر Mi-17:
اټکل شوی شمېر: ۷۰ – ۹۰
ځانګړتیاوې: اکمالات، بنسټیز ماموریتونه

د هوايي ځواک وړتیاوې:

MiG-21: -1د هوا دفاع او د جګړې الوتنې لپاره وړتیا

Su-22: -2دقیق ځمکنۍ بمبار

Mi-24: -3د ځمکنۍ ځواکونو ملاتړ او د لویو هدفونو پر وړاندې برید

Mi-17: -4اکمالاتي او تخلیوي فعالیتونه

که دا هوايي ځواک منظم او تر اوسه فعال پاتې وای، د هوايي حریم بشپړه دفاع به یې درلودله.

له ۱۹۹۲ کال وروسته وضعیت:

له ۱۹۹۲ کال وروسته، تنظیمي ډلې لکه شورای نظار، وحدت، جنبش، اتحاد اسلامي، حرکت اسلامي، جمعیت او حزب اسلامي هر یوه په خپل ځواک سره د پوځي تجهیزاتو ډیپوګانې تر کنټرول لاندې راوستې، چې پایله کې ملي اردو ړنګه شوه او په تنظیمي بڼه واوښته، او پورته یاد شوي پوځي تجهیزات کباړ، قاچاق او هر څه لوټ شول.

ویل کېږي په ۱۹۹۲ کال کې د برهان الدین رباني او د پاکستان د هغه وخت لوی درستیز جنرال وحید مجید خان، ترمنځ یو رسمي پرتوکول په دې موخه لاسلیک شو، چې له مخې به یې د افغانستان استخباراتي ټول معلومات، پوځي او نورې برخې به د پاکستان استخبارتو ته سپارل او ورسره شریک کېږي.

له همدې سره رباني، سکاد پرمختللي توغندي، جګړه ییزې الوتکې، چورلکې، ټانګونه، زره پوش ګاډي او د ملی اردو درانه بې شمېره پوځي تجهیزات هم پاکستان ته وسپارل.

څلورمه برخه: د پوځي تجهیزاتو قاچاق، لوټ او ویجاړول

هغه مهال ګڼو نړۍوالو رسنیو داسې ویډیوګانې او مستند راپورونه ثبت کړي، چې په کې د افغان اردو په لکونو وسلې او زغره‌وال تجهیزات د پاکستان لوري ته په بار وړونکو موټرو کې لیدل کېږي. ویل کېږي چې ډېری تجهیزات پاکستان ته قاچاق شوي دي، ځینو راپورونو کې ویل شوي چې پاکستاني پوځیانو، قاچاقبرانو، مجاهدینو او ځايي قومندانانو ته د وسلو انتقال په بدل کې پیسې هم ورکولې.

پایله:

په افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره پاکستان کابو شپږ ځله پر افغان خاوره تېری کړی، چې ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، که چېرې یاد پوځي تجهیزات اوس افغانستان درلودلی، دا ځواک به لږ تر لږه د هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره یو باثباته دفاع کړې وای؛ ځکه چې ځمکنی ځواک او هوايي ځواک دواړه باید یوه موخه، یوه قومانده او یو دفاعي ستراتیژي ولري.

سرچېنې:

۱. د افغانستان د جګړې تاریخي ارزونې
۲. د دفاعي تجهیزاتو نړیوالې ارزونې
۳. د ملي اردو سقوط اړوند تاریخي مطالعې
۴. ټولنیزو شبکو او رسنیو راپورونه په دې اړه
۵. د افغان هوايي ځواکونو سقوط او تجهیزاتو ویجاړی په نړۍوالو مطبوعاتو کې ثبت شوي.
۶. International Institute for Strategic Studies – The Military Balance -۱۹۹۰–۱۹۹۵
۷. United Nations راپورونه ۱۹۹۳–۱۹۹۸
۸. د جګړې د مطالعاتو څېړنیز بنسټونه
۹. د افغانستان د شخړو تاریخي اسناد

یادونه: د افغانستان وسله‌وال پوځ د پوځي تجهیزاتو د قاچاق او لوټلو دا لیکنه بشپړه نه ده او کره شمېر لا هم نه دی معلوم؛ خو که چېرې څېړنې وشي ارقام به نور هم لوړ شي، هیله ده د نیمګړتیاو بښنه وکړئ.

4 COMMENTS

  1. اوس یی چاره څه ده؟
    طالب حکومت لکه د پخوانیو مجاهدینو په شان او حتی له هغوی څخه هم بدتره عمل کوی، څه مکاتب بند کړی او څه د هیواد بنسټونه او سیستم مونه ویجاړ کړی. په طالبانو کی ویلی شم چی ۹۰٪ ټول مشران یی له پخوا خرڅ شوی حتی ویل کیږی چی د هغوی تجارت او کورونه تر اوسه پوری په پاکستان کی دی.

  2. ښاغلیو لوستونکو او پاڅون صاحب ته سلام!
    زه یوه پوښتنه لرم، هغه دا چې له دومره وسلوال پوځ سره او دومره مسلکي نظامي کدرونو سره، بیا هم له اشرارو او مجاهدینو ولې وتښول او ملت یې د تنظیمیانو په ولکه کې ګروګان کړل! نو ایا افغان نظامیان د شرم په نامه هم يو څه پېژني او که په لاپو او باټو به ژوند کوي. دوی اعلیحضرت ظاهر شاه، سردار محمد داود خان او ډاکتر نجیب ته وفادار پاتې نه شول! انارشي په مملکت کې همدغو نظامیانو د کمونیستانو او جمعیتیانو تر لمن لاندې را منځ ته کړه. د شوروي اتحاد له یرغل سره همدا نظامیان مل شول او په ګډه یې افغان ملت تباه کړ! له امریکایي یرغل سره هم زاړه او واړه نظامیان متحد شول، خو طالب ته یې کونه وټپوله! ستاسو د بري په تمه، وسلام

  3. سلامونه پاڅون صیب ستا لیکنه مې وکتله خو تاسو فکر کوم تنها د نظامی برخی وړتیا په اړه یادونه کړی او بیا د برهان الدین ربانی د وخت یادونه کړی، سوال داده چې آیا تلک خرس کتاب نړیوالو لیدلی او حقوق بشر پدې اړه ولی غږ نه باسی ځکه دا یو کره ثبوت ده او همدا اوس چې د پاکستان ددفاع وزیر وروستی اعتراف هرڅه روښانه کړل او بیا د جنرال مشرف ویناوی په یوټوب کې شته
    ولی نړیوال محکمه او حقوق بشر ولی خاموش دی؟
    افغانان بشر ورته نښکاری؟
    زموږ مشران چې په شل کلنه دوره کې وو ولی له نړیوالی محکمی او بشر حقوق سره پدې برخه کې ګام پورته نکړ

  4. که غواړو چي موضوع ریشه ای وڅیړو نو باید نور سوالونه هم مطرح کړو ،نه دا چي له اصلی عامل نه وروسته بحث په فروعاتو ورواړوو .
    ۱ – لمړی ځل بغاوت او کودتا چا وکړه ؟
    یرغلګر چا راوستل ، د قاتل او جنایتکاره فوج ،ملګری څوک وو، یرغل پر خاوره ،یرغل پر مسلمان او عقایدو ،قتل عام د ملت ،میلیونی قتل او فرار ،کرایی جنایت پیشه ملیشی استخدامول د( سر یی زما او مال و ناموس یی ستا )نامه لاندی چي اوس هم جنرالان یی د مفسدینو تر څنګ خوشند وهی ؛ ژوندی مثالونه یی د سیاسی حیواناتو په شان څریږی(سیاسیون چرنده) به دوی ته ښه اصطلاح وی .
    ۲ – آیا مبارزه د حالاتو د ښه کولو لپاره وی که ویجاړولو ؟
    اوس ملت ولی د ظاهر شاه د دور په ارمان دی ؟د خلقی ملیشو د مبارزی ثمره څه وه ؟
    ۳ – راځو مجاهدینو ،احزابو او لیډرانو ته ،
    د یرغلګرو پر وړاندی پر متدین ملت جهاد فرض وو ،د ملت په مؤمنانه جهاد کی هیڅ شک نشته ؛ خو مع الاسف تنظیمی بقالانو ،ګاونډی استخبارات او ساختګی او متشتت قیادتونو زموږ د شهیدانو وینی ضایع او د جهاد مطلوبی ثمری مو تر لاسه نکړی .
    زموږ د بیقاعده تنظیم سازی د پاکستان او ایران د استخباراتو تر اداری لاندی ،نفاق او د جهاد ثمره تباه کول د اول قدم نه مرسوم وو ؛تر څو مجاهد ملت مرصوص صف ته و نه رسیږی حال دا چی مسؤلیت تعاونوا علی البر والتقوی کی وو خو فاسدو حکامو خپل مخربانه رول د تعاون او تنظیم د لاری پاللو ، تر څو دا میدان د جنګ د اسلحی د تجارانو او خاینو ګاونډی مزدورو حکامو لپاره ګرم وساتل شی کوم چي اوس خپله ور کی سوځی .
    ۴ – که موږ خپله خپل کار ونکړو هیڅکله هم پردی تر هر جالب نوم او اداری لاندی زموږ ملت ته حق نه ورکوی حتی یو کار چي د مسلمان ملتونو په ګټه وی وجود نلری او د نورو نه دا توقع بی ځایه ده او په مراتو ثابت شوی .
    ۵ – زموږ د پاره یواځینی د حل لار احیا د اخوت ، صف مرصوص او پوخ قانونی واحد قیادت دی .
    دبُِن په فساد کی د پوهاند سیرت صریح اکثریت رایو نه ګذر او میدان مستعملو ماشومانو ته ورکول د نورو د کړنو ښه مثال دی ؛نور نباید نازولی تیار خواره معاملو ته وخت ورکړو او د ملت د ژوند او ګټو سره لوبې وشی او هر چیرته چي ظلم ،فسق او کفری اعمال تبارز کوی اصلی علت یی کار اهل ته یی نه سپارل او تیښته له حکم ،بما انزل الله څخه ده ،نور ځان او ملت غولول پکار ندی (افلا تعقلون)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د غزني ګیرو ولسوالي | اسدالله بلهارجلالزی

د سپینې خولې مزه دې ډېره چې پرې یې نه ږدې، د ګېرو په ډېرانونه ګیرو د غزني له اتلسګونو ولسوالیو څخه ده چې د غزني...