Home+بابولالې | آصف بهاند

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره

راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې

د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په تربرو کې

روماله په جوپو جوپو دې وړمه

روماله د لوټو په زور دې وړمه

لمرراوخوت په چنارپورې

رومال مو راوړ، کلیه کې گورې

څه موده کېـږي چې په ټولنیزه میډیا کې د پښتو سندرو نوې بېلگې ترسترگو کېـږي. د سندرو له زمزمې نه داسې ښکاري چې سندرغاړي یې غیرپښتانه څوک دي، داسې ویل کېـږي چې دا سندرې د مصنوعي ځېرکتای پرمټ جوړیـږي. زما له نظره یې غږ او موزیک ډېر عالي دی او سندرې په نوې هنري بڼه تنظیم شوې دي.

ما چې د دې هنري حرکت لومړنۍ بېلگې ولیدلې، د یوه سوداگریز رکلام بڼه یې درلوده چې د جرمني په فرانکفورت ښار کې د پښتني جامو د خرڅلاو د مرکز (بابولالې ــ Babulale collection) له خوا ترتیب شوې وې. بیا دا سوداگریز رکلامونه په بېلابېلو بڼو په پښتو ژبه ترتیب او د موسیقي په ملتیا خپرېدل، په دې رکلامونو کې کله کله پښتنې فولکوریکې سندرې زمزمه شوې دي، کله کله لنډۍ او کله هم یو نیم شعر.

دا چې د پښتني جامو د خرڅلاو دې مرکز د خپل دوکان له پاره ولې د «بابولالې» نوم ایښی دی، زه نه پوهېـږم؛ یو اټکل دا دی چې کېدای‌شي دوی به بابولاله د ناوې یا ناوکۍ په مفهوم گڼلی وي او دا نوم به یې پر خپل دوکان ایښی وي؛ خو د خپلو جامو د مشهورېدو په موخه چې کومې سندرې دوی جوړې کړې دي او په تصویرونو کې یې هغه جامې ښیي، دا ورسره سندرې یوه هم د بابولالې ولسي سندرې نه ده.

اوس اوس همدې ټیپ سندرغاړو له یوه‌شعر نه سندره جوړه کړې ده چې ډېره عالي هنري بڼه لري، یوازینۍ نیمگړتیا یې دا ده چې په شعر کې د ځینو تورو تلفظ ناسم دی. زه هیله کوم چې د یادو سندرو منتظمین د دې وړو تیروتنو سمونې ته هم پاملرنه وکړي. د یوې نوې خپرې‌شوې سندرې د شعر څو بیتونه او لینک به د بېلگې په ډول دلته وړاندې کړم:

خـبـر شــو کـلی، پـه دیــدنـونـو پــابـنـدي ولـگـېـدله

تـبـاه یې کـړمه، اول بـه کـله ـ کـله وره کـې درېدله

هېرېـږي مې نه، زړگـیه څـه وړه ـ وړه بـه خندېدله

د پـورې‌کـلي، د مـلک لـور مې په گـودر کې ولیدله

د راز په شانې، په جنکو کې سپینه ـ سپـینه پـړکېدله

دا نه بابولاله ده او نه سروکی، بلکې د یوې سندرې د شعر یوه برخه ده، دا لاندې د یادې سندرې لینک دی:

اوس هم بابولالې:

په پښتني ولسي ادب او دودونو کې «بابولاله» د واده له مشهورو ښځينه ولسي سندرو او شعري فورمونو څخه ده. دا اصلاً د ناوې (ناوکۍ) د واده په شپو او په ځانګړو مراسمو کې ویل کېده، ځکه نو خلک کله کله خپله ناوې هم د «بابولالې ناوکۍ» په نوم یادوي.

بابولاله هغه ځانګړې سندره ده چې د واده پر لومړۍ ورځ، کله چې ناوې سینگار شي او د واده د مراسمو له‌پاره چمتوشي، نو د ناوې او زوم د کور ښځې راټولې شي او په گډه یې په خوږ اواز وایي.

د بابولالې ځانګړنې:

ــ زیاتره د ښځو له خوا ویل کېـږي،

ــ موضوعات یې مینه، ودونه، د ناوې ښکلا، خندا، ټوکې او د کورني ژوند هیلې وي،

ــ په نرم او خوشحاله ترنم سره ویل کېـږي، خو کله ـ کله د غم بار هم لري،

ــ بابولاله په کليوالو سیمو کې دود وه، خو اوس لیدل کېـږي چې د ښاري خلکو پام هم وراوښتی دی.

د «بابولالې» دود د پښتني ولسي کلتور یوه ډېره زړه‌راښکونکې برخه ده. دا یوازې یوه سندره نه وه، بلکې د واده د خوشحالۍ، د ناوې د رخصتېدو او د ښځو د گډو احساساتو یو ادبي او موسیقايي رسم دی.

استاد حبیب‌الله رفیع په خپل مشهور اثر (د خلکو سندرې) کې د بابولالې په باب داسې ویلي دي:

«بابولالې هغو مخصوصو ولسي سندرو ته وايي چې د ښځو له خوا جوړې شوې او بیا د همدوی له خوا مخصوص د واده د ورځو په مختلفو وختو کې ویلې کېـږي.

د بابو لالې د پیدا کېدو وخت یقیني نه دی ښکاره، خو داسې برېښي چې خورا لرغونې سندرې دي او پښتنو د خپلو ودو او ښادیو په وخت کې ویلي او وایي یې…»

(رفیع حبیب‌الله، د خلکوسندرې، د افغانستان اکادیمی د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۴۹ ام کال، ۷۶ ام مخ)

بابولالې د خوښۍ د بېلابېلو مناسبتونو په وخت کې ویل کېـږي، دلته یې زه هغه بېلگه رااخلم چې استاد حبیب‌الله رفیع د دسمال د راوړلو په وخت کې د ښځو له خوا ویل کېـږي:

راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې

د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په تربرو کې

روماله په جوپو جوپو دې وړمه

روماله د لوټو په زور دې وړمه

لمرراوخوت په چنارپورې

رومال مو راوړ، کلیه کې گورې

(رفیع حبیب‌الله، د خلکوسندرې، د افغانستان اکادیمی د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۴۹ ام کال، ۷۸ ام مخ)

 دا هم د بابولالې یوه بله بېلكه چې د پوښ (خوړه) د وړلو او د ناوې د راوستلو په ورځ ویل کېـږي:

شین‌بادرنگ اوبو راوړی

شین‌بادرنگ اوبو راوړی

موږ داسې پوښ راوړی، چا یې گل ـ گل نه دی لیدلی

له پاسه اوبه راغلې، پر سر یې شنې اوبړۍ راوړې

«پلانکي» ته ویه (وایه) راووزه، کلا ته شاهزادگۍ راغلې

(رفیع حبیب‌الله، د خلکوسندرې، د افغانستان اکادیمی د تاریخ او ادب ټولنه، ۱۳۴۹ ام کال، ۷۹ ام مخ)

د پښتني فلکلور د لرغونې سندرې بابولالې نوم له ناوې، مینې، ودونو او خوښیو سره تړلی پاتې شوی دی چې هرکله یې موضوعات مینه، ودونه، د ناوې ښکلا، خندا، ټوکې او د کورني ژوند هیلي وي. په پخوانیو پښتني کلیوالو ټولنو کې به د واده مراسم څو ورځې روان وو. د ښځو خپل جلا محفلونه وو چې هلته به یې: ټپې، سروکۍ، بدلې، او ببولالې ویلې.

د بابولالې سبک نرم او احساساتي سبک وي. ساده او روانې کلمې، د ناوې احساسات، له مور او پلار نه بېلتون، د مینې او امید خبرې، کله ناکله طنز او ټوکې. اکثره بابولالې د خوشحالۍ له‌پاره وي، خو ځینې یې د ویر یوپټ بار هم لېـږدوي، ځکه ناوې له خپل پلرني کوره جلا کېـږي.

ما د نویو لنډیو د راټولو له پاره د د پښتني جامو د خرڅلا د مرکز (بابولالې ــ Babulale collection) د رکلامونو سندرو اورېدلو ته مخه کړه، ما ولیدل چې د دې سندرو زمزمې وروـ ورو مخ په ډېرېدو شوې، د سوداگریزو اعلانو نه وراخوا یې اوس هنري بڼه هم خپله کړې ده او په ټولنیزه میډیا کې یې گڼ‌شمېر مینه‌وال او اورېدونکي پیدا کړي دي.

زه د دې سندرو ډېرېدو ته په ښه نظر گورم، ځکه چې د پښتو ژبې په عامېدو او پښتني موزیک په بډایدو کې یې رول او ارزښت مثبت ارزوم.

زما د معلوماتو له مخې کومه سندره چې د «بابولالې» په نامه څه لږوډېر نیمه پېـړۍ پخوا ثبت شوې چې سندرغاړی یې ما ونه‌پېژاند، دا لاندې یې لینک دی:

تردې وروسته د اسدالله ځاځي له خوا په رسمي ډول ویل شوې او ثبت شوې ده او د رادیو افغانستان په ارشیف کې اوس هم خوندي ده، تر هغه کلونه وروسته فرهاد دریا هم د موزیک په لږبدلون سره زمزمه کړې ده.

دا د پښتني فلکلور د لرغونې سندرې (بابولالې) کوم ډول نه دی، بلکې دا یو «سروکی» دی چې لومړی سروکی ویل کېـږي او بیا لنډۍ وراچول کېـږي.

د خوښۍ ځای دا دی چې د بابولالې د دوکان یادو رکلامونو لمن هنرې سندرو ته غځېدلې دی.

داسې فعالیتونه دې ډېر شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...