Homeخبرونهافراسیاب خټک: د پښتونخوا ډېری سویلي ولسوالۍ د مرکزي حکومت له واکه...

افراسیاب خټک: د پښتونخوا ډېری سویلي ولسوالۍ د مرکزي حکومت له واکه وتلي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) ‏پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې د ناامنۍ د زیاتېدو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

خټک  په یوه تازه شننه کې ویلي چې پاکستان نشي کولای په دغو سیمو کې د خپلې بې‌ وسۍ له مسوولیته ځان خلاص کړي.

هغه په دې شننه کې اوسنی وضعیت له تېرو تجربو سره پرتله کړی او د پاکستان د حکومت په روانو تګلارو یې نیوکه کړې ده.

نوموړي په ټینګار سره ویلي چې، د پښتونخوا په ډېری سویلي ولسوالیو کې د مرکزي حکومت واک ختمېدل یو جدي ناورین دی او ریاست باید د دې وضعیت مسوولیت ومني.

نوموړي په دې شننه کې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ترسره شوي د پاکستان پوځي عملیات هم نمایشي او جعلي بللي او په توندو الفاظو یې لیکلي چې،په تېرو لسو کالو کې دغو پوځي عملیاتو په پخوانیو قبایلي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان ان د یوې ولسوالۍ امیر ته هم زیان ونه رساوه‌.

افراسیاب خټک په داسې مهال دا شننه خپروي چې، په دې وروستیو کې د پښتونخوا په ډېری سيمو کې ناامنۍ زور اخيستی او خلک یې لاریونونو ته اړ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...