Home+د ویري سیاست Politics of Fear | عبدالباري جهاني

د ویري سیاست Politics of Fear | عبدالباري جهاني

   وېره کله له ریښتوني اوکله له خیالي دښمن څخه وحشت کول، تېښته او پټېدل دي. دښمن که ریښتونی او که خیالي وي تر هغه وخته پوري چي موجود وي له ویرېدونکي او تښتېدونکي انسان څخه لاس نه اخلي. د وېري او تېښتي یو تاوان دا دی چي ورځ په ورځ زیاتیږي او په مقابل کي دښمن یا د ویري عامل په هغه اندازه قوي کیږي او په هغه اندازه د ډارېدونکي له ډار څخه خوند اخلي اوورځ تر بلي یې تېری زیاتیږي. وېره د نري رنځ په څېر ده. که د نري رنځ علاج او تداوي ونه سي له سړي سره تر مرګه پوري پاتیږي. نو د ویري له احساس او دایمي رنځ څخه د ځان او دوستانو د ژغورلو یوازینی لار د ویري له عامل سره مقاومت دی. انسان باید په ځان کي دا احساس وروزي چي که دی له غوښو او هډوکو څخه جوړ دی نو دښمن یې هم له پولادو څخه جوړ نه دی. که دی خوږیږي نو دښمن یې هم خوږېدلای سي. دغه احساس دی چي انسان د تل لپاره د ویري له رنځ څخه ژغوري.

د ویري سیاست له دیکتاتوري رژیمونو سره تړلی وي. دیکتاتوران، چي د خپلو اعمالو او اقداماتو لپاره، قوي او موجه دلایل نه لري او خلکو ته د خپلي لاري د انتخاب په برخه کي قناعت نه سي ورکولای نو له زور څخه کار اخلي. د دې لپاره چي څوک یې د زور او سرزوری په مقابل کي مقاومت ونه کړي اود دوی قدرت ته خطر پېښ نه کړي نو د خلکو د وېرولو د سیاست اعمالو ته لاس اچوي او دې عمل ته د وېري سیاست ویل کیږي.

دیکتاتوران، پر خپلو کارونو اوپلانونو باندي هر ډول انتقاد او اعتراض ته په قهر او ځپلو جواب ورکوي. خلک بندیانوي، ډبوي او حتی وژني یې. طبیعي خبره ده چي خلک د هغوی په مقابل کي جرأت له لاسه ورکوي او له هر یوه سره د خپل سر د ساتني غم وي.

ځیني دیکتاتوران لکه هټلر، موسولیني، ستالین، ماوزی تونګ او . . . خاصي مفکورې او ایډیالوژی لري او غواړي چي د ټولني ټول خلک د دوی په څېر فکر وکړي اوچي څوک د  دوی په څېر فکر نه کوي او یا د دوی پر فکر اولاره باندي انتقاد اواعتراض کوي هغوی خپل دښمنان بولي او له منځه یې وړي. خلک د دوی د شکنجو او زندانونو له ویري هیڅ نه وايی او په ټولنه کي یې سیاسي وېره خپره کړې وي.

ځیني دیکتاتوران کوم خاص سیاسي فکر اولاره نه لری او یوازي د خپل مطلقه قدرت دښمنان له منځه وړي. د افغانستان په تاریخ کي یې ښه مثالونه امیر عبدالرحمن خان او صدراعظم محمدهاشم خان دی. په دواړو صورتونو کي د سر او مال خطر یوازي هغو کسانو ته متوجه وو چي د دیکتاتور له نظریاتو سره یې مخالفت کاوه او د دیکتاتور مطلقه قدرت ته یې خطر ‌پېښاوه او یا دیکتاتور داسي فکر کاوه چي د هغه قدرت ته له دغه یا هغه شخص د وجود له امله خطر پېښېدلای سي. نور نو دیکتاتورانو له هغو کسانو سره هیڅ غرض نه درلود چي  د دوی قدرت ته یې خطر نه پېښاوه.

تر دې دواړو ډولونو خطرناکه، چي د ټولني د عمومي خفه کولو او د هر ‌ډول علمي پرمختګ د مخنیوي سبب کیږي، هغه مذهبي دیکتاتوري ده. مذهبي دیکتاتوري د علم، پوهي، عقل اومنطق سره د دښمنۍ نظام دی. مذهبي دیکتاتوري ځکه ډېره خطرناکه ده چي دیکتاتوران خپل ناروا عمل د خلکو د خپل مذهب تر نامه لاندي کوي. یعني په حقیقت کي مذهب د سیاست رهبري پر غاړه اخلي. په دې صورت کي که خلک د دیکتاتور پر ضد هر عمل کوي هغه د هغوی د خپل مذهب ضد عمل ګڼل کیږي. په دې ډول دیکتاتوري کي نه یوازي د قدرت مخالفینو ته د هرډول تهدید او سزا خطر متوجه وي بلکه د ټولني د افرادو فکر، لباس، عمل او هر څه د دیکتاتوري سسټم تر څار لاندي وي. د مُلایانو یوه خاصه طایفه د حکومت، پولیسو او قضاییه قوې ټول قدرت په لاس کي لري. دا دیکتاتوري ځکه ډېره خطرناکه ده چي عاملین یې هر عمل د خدای د اوامرو تر عنوان لاندي عملي کوي او اعتراض کوونکي ته ګناهکار او حتی کافر ویل کیږي.

همدغه طایفه ده چي اوس اوس په افغانستان کي قدرت لري. د دې طایفې مشر څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي د ده د امر اطاعت د خدای او رسول د اوامرو اطاعت دی. کله چي د حکومت مشر خپل اوامر د خدای حکم وبولي بیا به نو سړی له هغه سره څرنګه استدلال کوي؟ معلومه خبره ده چي هر ډول اعتراض کوونکی د خدای له فرمان څخه سر غړوونکی او حتی کافر بلل کیږي. په اسلام کي د کافرکېدلو یا کُفر سزا مرګ دی.

څو ورځي مخکي مي په فېسبوک کي یو طالبګی ولیدی چي عمر به یې ایله پنځه لسو کالو ته رسېدی او یوه لویه توره بګړۍ یې تر سر تاو کړی وه. خلکو ته یې د یوه نامعلوم مُلا له قوله ویل: هرڅوک چي د اسلامي امارت په مقابل کي د جمهوری نظام غوښتنه کوي هغه کافر دی.

اوس به نو څوک دا جرأت وکړي چي وايی زه جمهوري یا ډیموکراسي نظام غواړم. د دې نظام د خاصو پولیسو یوه شبکه چي امربالمعروف یې بولي بې حده قدرت لري. خلک پر خپل سر وهلای، بندي کولای، شکنجه کولای او تري تم کولای سي. دغه قوه ده چي په زړونو کي یې ډار اچولی دی.

ډار داسی یو احساس دی چي په زړونو، مغزونو اورګونو کي ځای نیسي او بدي یې په دې کي ده چي هم ورځ په ورځ زیاتیږي او پرله پسې په زړونو کي ذخیره کیږي او هم له یوه تن څخه بل ته او له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالیږي. دا وېره ختم نه لري او له سړي سره تر مرګه پوري ملګرې وي.

په مقابل کي د مذهبي دیکتاتورانو نظام د اصلاح قابلیت نه لري. هغه نظام یا رژیم ورځ تر بلي سختیږي. ورځ تر بلي د خلکو د ژوند او فکر د آزادی دایرې ورته تنګوي. هر څومره چي د دوی قدرت زیاتیږي. په هغه اندازه یې تهدیدونه او سزاوي زیاتیږي او په هماغه پیمانه د خلکو ډار هم ورسره زیاتیږي. هر څومره چي په ټولنه کي وېره او ډار عامیږي په هغه اندازه دیکتاتوري نظام ټیګیږي. که یې نن  د پنځو تنو په مقاومت چاره کیږي سبا یې په سلو او حتی زرو تنو هم مخه نه سي نیوله کېدلای.

د دیکتاتورانو د قدرت د ماتولو او د خلکو له زړونو څخه د ډار د لیري کولو یوازینی لار د هغوی لومړۍ او دوهمي ضربې ته ځان ټینګول دي. په هغه اندازه چي خلک د دیکتاتورانو له وهلو او زور څخه وېره لری په هغه اندازه دیکتاتوران هم د خلکو له چیغو او مقاومت څخه ډاریږي. ځکه خو وايی چي د خلکو زور د خدای زور دی.

د طالبانو وحشیانه، تاریک او بې منطقه رژیم له خلکو څخه هر څه اخیستي دي. هر څومره چي هغوی ته صبر وسي هغوی نور هم غښتلي کیږي. د هغوی په مقابل کي باید ښوونځي او پوهنتونونه وتړل سي او نجوني او هلکان باید په چیغو چیغو د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي. د طالبانو لومړۍ ضربې اودوهمي ضربې ته باید ځانونه ټینګ کړی او بیا نو د هغوی پلار نه سي کولای چي تر قیامته پوري خپل تاریک نظام د توري په زور وچلوي. دا خو له طالبانو څخه د خلکو عمومي وېره ده چي د طالبانو د عالي تحصیلاتو وزیر ملاندیم په زغرده وايي زموږ چي هر ‌ډول زړه وغواړي هغسي حکومت کوو.

د طالبانو څخه ډار خوب او خیال نه بلکه یو واقعیت دی. خو که له دې ډار سره سوله ایز مقاومت ونه کړی. هغوی به تر قیامته پوري په عام بازار کي ښځي وهي او موږ به ورته ګورو. د نجونو پر مخ به ښونځي تر قیامیته پوری تړلي وي او په مقابل کي به ځوانان په ټیټو سترګو ښونځیو ته روان وي. او په ښونځیو کي به هم یوازي هغه درسونه وايی او هغو کتابونو ته به لاسرسی لري چي طالب او ملا ورته انتخاب کړي وي. نجوني زموږ د ټولني یوه اساسي او نیمايی برخه ده. د عصري تعلیم او تحصیل هغه حق چي نارینه لري هغه حق ښځي هم لري. که اوس ویښ نه سی او که په یوه چیغه لارو کوڅو ته راونه وزی بیا به یو وخت ‌ډېر ناوخته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...