تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د پاکستان د صدراعظم سیاسي سلاکار رانا ثناالله د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په پاکستان کې د بریدونو لپاره په افغانستان کې تر اووه زره ډېر وسلهوال روزل کېږي.
رانا ثناالله د پاکستان په سنا جرګه کې وویل چې دا وسلهوال د هند او اسرائیل له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه وویل چې پاکستان به په افغانستان کې د وسلهوالو د روزنیزو مرکزونو او پټنځایونو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
ده زیاته کړه: «پاکستان به د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي.»
نوموړي وویل چې صدراعظم شهباز شریف طالبانو ته څرګنده کړې چې له پاکستان سره د اړیکو او د وسله والو ډلو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي.
د کابل چارواکو تر اوسه د رانا ثناالله د دغو تازه تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د چین ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان طالبانو او پاکستاني چارواکو د ارومچي د د خبرو پایلې مثبتې بللې او دواړه خواوې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ کار ته چمتو دي.
د چین ځانګړی استازی وايي، کابل او اسلام اباد د سیمې د ثبات لپاره همکارۍ ته تیار دي
په اوس وخت کې د نړۍ هېڅ برخه د تکنالوژي او ستلایتونو د فعالیت له امله پټه نه ده پاتې.
د وسله والوموجودیت او روزل هغه هم د اسرائیلو او هند له خوا په افغانستان کې داسې یوه ادعا ده ، چې هيچاته د منلو نه ده .
طالبان یوه اسلامي افراطي ډله ده ، په مقابل کې پنجاب ، هند او اسرائیل بیا په غیر مذهبي په مدني او عصري قوانینو ولاړې ټولنې دي. دا څنګه امکان لري ، هغه ډله چې د دغو هېوادونو له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې ، په اوس وخت کې هېڅ ډول سیاسي ، اقتصادي او مذهبي اړیکې له افغانستان او خصوصا له واکمنو طالبانو سره نه لري ، دوی به حاضر شي په افغانستان کې د اسرائیلو په مرسته او بیا د خپل سیاسي نظامي متحد پاکستان پرضد ترهګرې ډلې وروزي؟
د پنجاب واکمنان د خپلو خلکو په سترګو کې خاورې اچوي . که فرض کړو هند د پنجابي دیکتاتوری مخالف دی ، نو اسرائیل به څنګه حاضر شي د خپل سیاسي نظامي متحد یعنې پنجاب پرضد به له افغانانو سره مرسته وکړي. دا ناممکنه ده .
اسرائیل به د پاکستان د نظامي دیکتاتور او په اسفلسافلین کې مېشت جنرال ضیاالحق هغه مرسته چې د هغوی په امر یې له 25 تر 30 زره فلسطیني مبارزین په 1970 کلونو کې شهیدان کړل ، څنګه هېره کړي؟
«فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ»