تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) اروپايي کمېسیون د سېشنبې په ورځ تایید کړه چې د افغانستان اوسني چارواکي یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته وربللي دي. دا اقدام داسې مهال کېږي چې په اروپا کې د کډوالو د ایستلو د سختو پالیسیو لپاره سیاسي فشارونه زیات شوي دي.
د اروپايي کمېسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ او کورنیو چارو ادارې، د سوېډن د عدلیې وزارت په همغږۍ، د افغانستان اوسنیو چارواکو ته رسمي بلنه لېږلې ده.
لامرت په بروکسل کې خبري غونډې ته ویلي چې دا به په “تخنیکي کچه” غونډه وي او د هغو خبرو دوام به وي چې د روان کال په جنورۍ کې په افغانستان کې د اروپايي چارواکو او طالبانو ترمنځ شوې وې.
هغه زیاته کړه چې شاوخوا د اروپايي ټولنې او شینګن حوزې شاوخوا ۲۰ هېوادونو له اروپايي کمېسیونه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره اړیکې همغږې کړي.
د ده په وینا، په لومړي پړاو کې به خبرې پر هغو کسانو راڅرخي چې امنیتي ګواښ بلل کېږي.
لامرت ټینګار وکړ چې په بروکسل کې د طالبانو د استازو کوربهتوب د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې معنا نه لري.
هغه وویل: «اروپايي ټولنې ته د شورا له خوا دا دنده سپارل شوې چې د افغانستان له اوسنیو واکمنو چارواکو سره عملي تعامل وساتي، خو دا هېڅکله د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.»