تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ماښام په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې د وینزویلا نقشه د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه خپره کړه.
هغه تر دې یوه ورځ مخکې له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې د امریکا د ۵۱م ایالت د په توګه د وینزویلا د بدلولو موضوع «په جدي ډول» ارزوي. ټرمپ تر دې وړاندې کاناډا هم د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه یاده کړې وه.
ټرمپ له ۲۰۲۵ کال راهیسې څو ځله ویلي چې غواړي ځینې نورې سیمې د امریکا له خاورې سره یوځای شي. هغه د ولسمشرۍ د دوهمې دورې په لومړیو اوونیو کې څو ځله د کاناډا د الحاق خبره وکړه، خو دا څرګندونې د کاناډا له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.
— The White House (@WhiteHouse) May 12, 2026
وروسته ټرمپ د ګرینلنډ د الحاق خبره هم وکړه. ګرینلنډ د ډنمارک تر واک لاندې یوه کورواکه سیمه ده او د ټرمپ دې دریځ د امریکا د اروپايي متحدانو غبرګونونه وپارول.
اوس ټرمپ وینزویلا ته متوجه شوی او د امریکا پر یوپنځوسم ایالن د دې هیواد د بدلولو خبره کوي.
د فاکس نیوز ویاند جان رابرټس ویلي چې ټرمپ ورسره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، «په دې جدي غور کوي چې وینزویلا د امریکا ۵۱م ایالت کړي.»
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې دیلسي رودریګیوزDelcy Rodríguez د دوشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې هیڅکله نه غواړي د امریکا ایالت شي. هغې، چې د نیکولاس مادورو Nicolás Maduro له نیول کېدو وروسته واک ته رسېدلې، وویل: «موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او تاریخ دفاع ته دوام ورکړو. وینزویلا مستعمره نه، بلکې یو خپلواک هېواد دی.»
هغې زیاته کړه چې د امریکا او وینزویلا چارواکي له یو بل سره په تماس کې دي او د «همکارۍ او تفاهم» لپاره کار کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کیلي د ټرمپ د پلانونو په اړه له مستقیم نظر ورکولو ډډه وکړه، خو ویې ویل: «ټرمپ په دې مشهور دی چې هیڅکله موجود حالت نه مني.» هغې له امریکا سره د وینزویلا د حکومت د تعامل ستاینه هم وکړه.
له امریکا سره د خپلواکو سیمو د یوځای کېدو تاریخ تر ډېره د نولسمې پېړۍ موضوع ده. د دې مهم مثالونه ټکساس او هاوايي دي. ټکساس په ۱۸۳۶ کال کې له مکسیکو بېل شو او د «ټکساس جمهوریت» په نوم یې ۹ کاله خپلواک ژوند وکړ، بیا په ۱۸۴۵ کال کې له امریکا سره یوځای شو. دغه الحاق د امریکا او مکسیکو ترمنځ د جګړې یو اصلي لامل و، چې په پایله کې یې مکسیکو د خپلې خاورې شاوخوا نیمايي برخه له لاسه ورکړه.
هاوایي هم پخوا یو خپلواک سلطنت و. په ۱۸۹۳ کال کې د امریکا پلوه سیاسي او اقتصادي ډلو په ملاتړ هلته سلطنت نسکور شو، وروسته «د هاوایي جمهوریت» جوړ شو، او په ۱۸۹۸ کال کې امریکا هغه ضمیمه کړ. هاوایي په ۱۹۵۹ کال کې د امریکا ۵۰م ایالت شو.
همداراز ځینې نورې سیمې، لکه پورتو ریکوPuerto Rico، د جګړو یا له اروپايي قدرتونو سره د معاملاتو له لارې د امریکا تر کنټرول لاندې راغلې دي.