Homeخبرونهاقتصادي خبرونهله یوې هندي کمپنۍ سره په کابل او سرحدي بندرونو کې د...

له یوې هندي کمپنۍ سره په کابل او سرحدي بندرونو کې د لابراتوارونو د جوړېدو قرارداد لاسلیک شو

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) یوه هندۍ کمپنۍ په کابل او د افغانستان په څو مهمو سرحدي بندرونو کې پرمختللي لابراتواري کمپلیکسونه جوړوي.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي د مرستیال ملاعبدالغني برادری په حضور کې نن (چهارشنبې)  له هندي کمپنۍ سره د ۴۶.۳ میلیون ډالرو قرارداد لاسلیک شو.

د طالب چارواکو په وینا د افغانستان د سټنډرډ او کیفیت ادارې او هندي شرکت «TCRC» ترمنځ د لاسلیک شوي پنځه کلن قرارداد پر اساس به په کابل او د هېواد په نهو سرحدي بندرونو کې د لابراتوارونه جوړ او تجهیز شي.

د سټنډرډ ادارې مشر فیض‌الله تمیم ویلي چې په دې پروژه کې به د ساختماني موادو، برېښنايي وسایلو، ټوکر، څرمن او کاغذي محصولاتو د ازموینې لپاره ځانګړي لابراتوارونه شامل وي.

هغه زیاته کړې چې شرکت به پرمختللي لابراتواري تجهیزات نصب کړي، اوسني ازمیښتي سیستمونه به ورغوي او بهرني متخصصان به د افغان کارکوونکو د روزنې لپاره راولي.

د قراداد له مخې، د ادارې تخنیکي کارکوونکي به په کور دننه او بهر روزنیز پروګرامونه هم ترلاسه کړي.

تمیم ویلي چې په دې پروژه کې به د نړیوال سټنډرډ سازمان (ISO) له لوري د نړیوالو تصدیقونو ترلاسه کولو هڅې هم شاملې وي.

هغه دا قرارداد د محصولاتو د کیفیت د کنټرول، د کورني تولید د ملاتړ او افغانستان ته د بې‌کیفیته توکو د وارداتو د مخنیوي لپاره مهم ګام بللی دی.

دا قرداد داسې مهال لاسلیکېږي چې له پاکستان سره ځینې لارې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله لا هم بندې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د سرحدونو بندېدا د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او پر افغان کورنیو د فشار د زیاتېدو سبب شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب