Homeخبرونهسلووینیا د افغان ښځو د روغتیا لپاره ۲۰۰ زره یورو ځانګړي کوي

سلووینیا د افغان ښځو د روغتیا لپاره ۲۰۰ زره یورو ځانګړي کوي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وایي چې، سلووینیا دولت به د افغان ښځو او نجونو لپاره ۲۰۰ زره یورو ځانګړي کړي.

ملګري ملتونو ویلي چې، دا مرسته د روغتیايي خدماتو اړوند پروګرامونو د پياوړتیا په موخه کوي.

په دې اړه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا مالي ملاتړ به د روغتیايي خدماتو، په ځانګړې توګه له زیږون دمخه پاملرنې، خوندي زیږون او له زیږون وروسته پاملرنې په برخو کې د پیاوړتیا په موخه وشي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، په افغانستان کې اوسمهال ښځې او نجونې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق همداراز زیاته کړې چې، دا پیسې به د نورو پروګرامونو په منځ کې د میندو د وضعیت ښه‌کولو، د امیندوارۍ پرمهال د خطرونو کمولو او د نوي زیږیدلو ماشومانو د ساتنې لپاره وکارول شي.

دغه راز په دا مرسته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو پراخولو او  د مور او ماشوم مړینې د کچې په کمولو کې هم مهم رول ولوبوي.

نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت، اقتصادي محدودیتونه او د سرچینو نشتوالی هغه عوامل بولي چې، د دوی په وینا د زیږون پرمهال یې روغتیايي اړینو خدماتو ته د ډیری میرمنو او نجونو لاسرسی ستونزمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...