تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي چې د کابل چارواکي او پاکستان د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره ګډ کار ته چمتو دي.
هغه دا څرګندونې د چین په ملاتړ د ارومچي د خبرو له بهیر وروسته کړي دي.
د چین ځانګړي استازي یو شیاؤ یونګ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په وروستیو ورځو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره څو ځلې لیدلي دي. هغه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو د ارومچي د خبرو بهیر مثبت ارزولی او د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراخولو لپاره یې چمتووالی ښودلی دی.
هغه ویلي: «دواړو خواوو د ارومچي بهیر په اړه مثبت نظر درلود او د سولې، امنیت او ګډ پرمختګ لپاره ګډې همکارۍ ته چمتو دي.»
چین په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي، ځکه له دواړو هیوادونو سره نژدې اړیکې لري او د هغوی ترمنځ ترنګلتیا د چین پر امنیت هم منفي اغېز کوي.
بیجینګ مخکې هم د ارومچي بهیر د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مهم چوکاټ بللی و.
دا څرګندونې څو اوونۍ وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان او طالبانو د ادارې استازو د دوو هیوادونو ترمنځ د نورو نښتو د مخنیوي لپاره د چین په ارومچي ښار کې خبرې کړې وې. که څه هم دواړو خواوو خبرې رغنده بللې وې، خو بیا هم وخت ناوخت نښتې او متقابل تورونه دوام لري.
پاکستان څو ځله ادعا کړې چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان دننه بریدونه ترسره کوي. خو د کابل چارواکو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.