Homeخبرونهمسوولان: پنجشېر کې د رواني ناروغانو د درملنې درې مرکزونه فعال شول

مسوولان: پنجشېر کې د رواني ناروغانو د درملنې درې مرکزونه فعال شول

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) د پنجشېر ولایت «پریان» ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره درې مرکزونه فعال شول.

د باختر اژانس د راپور له مخې، دا مرکزونه د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو پروژې په چوکاټ کې د پریان اساسي روغتیايي کلینیک، د کوجان کلي روغتیايي مرکز، کوهسار او کرپیتاب فرعي مرکزونو کې فعال شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو مرکزونو کې به د رواني ناروغانو درملنه، رواني مشورې، د درملو وېش او د اړتیا په صورت کې کابل ته د ناروغانو د لېږد اسانتیاوې برابرې شي.

دا مرکزونه داسې مهال جوړېږي چې، تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې به رواني ناروغان راټولېږي او د روغتیايي مرکزونو په ځانګړو څانګو کې به یې درملنه کېږي.

د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د هېواد په یو شمېر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې ځانګړې څانګې پرانیستل شوې او دا مهال لسګونه دا ډول ناروغان پکې تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې رواني ناروغانو شمېر له حسابه وتلی او لامل یې هم بې روزګاري او د طالبانو د حکومت له لوري حاکم فشارونه او په هیواد کې حاکم ورک حالت یادېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...