Homeخبرونهخوندیتوب کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د وېرې او فشار...

خوندیتوب کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د وېرې او فشار فضا نوره هم پراخه شوې

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) اسیا لپاره د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې څانګې په خپل راپور کې ویلي چې، طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سختې محدودې کړي.

په راپور کې راغلي چې،د طالبانو دغه کړنو د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د وېرې او فشار فضا نوره هم پراخه کړې ده.

سرچینې په خپل راپور کې زیاته کړې چې، د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز دوه خبریالان نیولي او د موبي ګروپ پر دفتر یې چاپه وهلې ده.

راپور کې راغلي: *« وروسته له هغې چې طلوع‌نیوز د دغه نیونو خبر خپور کړ، د طالبانو د استخباراتو لسګونه ځواګونه د موبي ګروپ دفتر ته ننوتل. وسله‌والو د کارکوونکو موبایلونه ضبط کړل، له هغوی یې څو ساعته پوښتنې ګروېږنې وکړې او د دفتر دننه یې سخت امنیتي محدودیتونه ولګول.»

د یادې کمېټې همغږي کوونکي کنال مجمدر ویلي، طالبان باید نیول شوي خبریالان سملاسي خوشې کړي او رسنیو ته د ازاد فعالیت اجازه ورکړي.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې په خپل راپور کې ويلي، چې طالبانو د منصور نیازي له نیولو وروسته د هغه د خواله رسنۍ حسابونه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستي او داسې مطالب یې خپاره کړي چې ښيي نوموړی په کور کې دی؛ خو سرچینې وایي، دغه کار د فشار او جبري کنټرول نښه ده.

طالب چارواکو تر اوسه د دغه نیونو او د موبي ګروپ پر دفتر د چاپې په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړي.

دا خبریالان په داسې مهال نیول کېږي چې، څو ورځې وړاندې په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسوول یوسف ظریفي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو چې، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې نسبي ازادي ده او دوی په ډاډه زړه خپل کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...