Homeخبرونهد مخابراتو وزارت د نوري فایر او وای فای د بندولو اوازې...

د مخابراتو وزارت د نوري فایر او وای فای د بندولو اوازې رد کړې

تاند (چهارشنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د نوري فایبر او وای‌فای انټرنېټ د بندېدو په اړه خپرې شوي اوازې رد کړې دي.

د دې وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي د سې‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې، بې‌بنسټه او له حقیقته لرې دي.

هغه ټینګار کړی چې په هېواد کې د انټرنېټي خدمتونو د ځنډولو یا محدودولو هېڅ پرېکړه نه ده شوې.

الکوزي له خلکو غوښتي چې پر ناسمو معلوماتو باور ونه کړي او ویلي یې دي چې انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه عادي ډول روان دي.

د وزارت دغه غبرګون وروسته له هغې خپور شو چې په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې خپرې شوې وې چې ګواکې حکومت غواړي په افغانستان کې نوري فایبر او وای‌فای انټرنېټ بند کړي.

په دې اړه لومړی پلا افغانستان انترنشنل ادعا وکړه چې کره معلومات یې ترلاسه کړي چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نوي وزیر اترا ته ویلي چې د کورونو وای فای انترنیټ قطع کړي.

خو د مخابراتو وزارت ویاند د دې ادعا د ردولو ترڅنګ ټینګار کړی چې دا اوازې بې‌اساسه دي او له خلکو یې غوښتي چې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په اړه معلومات یوازې له رسمي سرچینو ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...