Home+پر نړۍ د چين او امريکا د اړيکو اغېز | جان روان...

پر نړۍ د چين او امريکا د اړيکو اغېز | جان روان ځاځی

د چين او امريکا پر ډيپلوماتيکو اړيکو شپږ څلوېښت کالونه اوښتي، خو ډېری وخت يې اړيکې تاوجنې او له کږلېچونو تېرې شوې دي.

د دغو دواړو هېوادونو اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې، پېچلې او پراخې اغېزمنې دوه اړخيزې اړيکې دي، چې د تاريخ په اوږدو کې د همکارۍ، شخړې او سيالۍ له بېلا بېلو پړاوونو او لوړو ژورو تېرې شوې دي، خو اوسمهال يې اړيکې دومره مهم ټکي ته رسېدلي، چې هر کوچنی بدلون یې پر نړۍ اغېز کولی شي.

د هېوادونو ترمنځ او په تېره بیا د لويو هېوادونو ترمنځ سیاسي کشمکشونه، اقتصادي ناندرۍ او سيالۍ ستونزې نه شي هوارولی، بلکې لا یې پسې ډېرولی او هم د نړۍ پر وړاندې ننګونې راپورته کولی شي. د نړۍ ټول هېوادونه د متقابل درناوي، سوله ييز ژوند او ګډو ګټو په رڼا کې اړيکې پاللی او مخکې تللی شي او له دغو درېيو ټکو پرته یې اړيکې له لوړو ژورو سره مخ کېدای شي.

چين او امريکا د نړۍ دوه لوی اقتصادونه دي، چې د نړیوالې سوداګرۍ، ټيکنالوژۍ، اقلیمي بدلون او روغتیايي ستونزو په هواري کې يو پر بل تکيه لري او اقتصادي اړيکې یې دومره ژورې دي، چې د جلا کېدو تصور به يې هم د نړۍ اقتصاد له سخت بحران سره مخ کړي.

که دواړه هېوادونه يو د بل درناوی او په سولې کې ګډ ژوند وکړي او په همکاريو کې ګډې ګټې ولټوي، نو توپيرونه به یې لرې او د ښه ژوند سمه لاره به ومومي او همکارۍ به يې ټولو هېوادونو ته ګټې ورسوي.

چين او امريکا په تېرو څو کلونو کې د ټيکنالوژۍ « پنځه جي او سیمي کنډکټرونه»، د تایوان مسئلې او د سوداګرۍ تعرفو اړ کړي، چې خپلې بهرنۍ تګلارې سختې کړي او همدغه ټکي يې لا هم د اړيکو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د چين او امريکا اړيکې د دوو لارو پر څنډې ولاړې دي

که چين او امريکا خپلمنځي ستونزې هوارې کړي او پر زیاتو خبرو پسې ونه ګرځي او د همکاريو نوې لاره پرانېزي، نو نړۍ به لا زيات ثبات، پرمختګ او هوساينه تجربه کړي او نړيوال اقتصاد به ښه پرمختګ ومومي. که چېرې دواړه هېوادونه سیالۍ ته دوام ورکړي، نو بیا به بې له شکه نړۍ د پاشل کېدو، اقتصادي بې ثباتۍ او ګڼو سيمه ییزو شخړو شاهده وي.

دواړه هېوادونه به له دغو دوو لارو يوه ټاکي او پرېکړه یې د همدغو دوو هېوادونو د مشرانو او سياستوالو په لاس کې ده. خو داسې ښکاري چې دواړه لوري د ستونزو حل په خبرو کې ويني.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې ټاکل شوې د مې په ۱۳مې نېټې به د چين پلازمېنې بېجينګ ته په درې ورځني سفر ولاړ شي او له خپل چيني سیال شي جين پينګ سره به د دواړو هېوادونو پر اړيکو او هم د سیمې او نړۍ پر ځينو مسئلو خبرې وکړي.

دا د تېر کال له اکتوبر راهیسې، کله چې دواړو مشرانو د کوريا جمهوریت په بوسان کې سره ولیدل، د دوی دويمه ليدنه وي او همدارنګه له نهه کلن ځنډ وروسته چين ته د امریکا د ولسمشر لومړی سفر وي.

چين ته د تایوان مسله سره کرښه ده

د واشنګټن او بېجینګ په اړیکو کې د تایوان موضوع تل تر ټولو حساسه او بحراني نقطه پاتې شوې ده. بېجینګ دا ټاپو د خپلې خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه بولي او خبرداری یې ورکړی چې د اړتیا په صورت کې به له نظامي ځواک څخه هم کار واخلي.

بېجينګ د يو چين پېژندنه له ټولو هېوادونو سره د ډيپلوماتيکو اړيکو اصل بولي، چې تایوان پکې د چين برخه بلل کېږي.

د امریکا رسمي تګلاره پر ” د يو چين پېژندنې اصل” ولاړه ده، خو چين يې په دې برخه کې پر دوه ګوني سیاست تورنوي او وايي، امريکا له چين سره مخامخ د يو چين پېژنې پر اصل ټينګار کوي، خو په عمل کې بیا برعکس ښکاري.

واشنګټن په تېرې لسیزې کې له تایوان سره تګ راتګ زیات کړی او ځينو اقداماتو يې د بېجينګ غوسه را پارولې ده.

۱- د وسلو مالي ملاتړ او پلور

 د امریکا کانګرېس د تایوان لپاره د ميلیارډونو ډالرو په ارزښت نظامي کڅوړې تصویب کړې دي. همدا اوس د ۱۱ ميلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور یوه لویه معامله د واشنګټن او تایپې ترمنځ تر بحث لاندې ده.

۲- پوځي مانورونه او د کښتیو تېرېدل

 د امریکا او د متحدینو جنګي کښتۍ يې په پرله پسې توګه له تایوان تنګي څخه تېرېږي، چې د واشنګټن په وینا هدف یې د ” اېندو- پاسفیک” خوندیتوب دی. خو بېجینګ دا کار د خپل ملي حاکمیت نقض او د سیمې د امنیت ګډوډول بولي.

۳- سیاسي پارونې

امریکا په رسمي توګه د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ نه کوي، خو د لوړپوړو چارواکو سفرونو يې تل د چین او امریکا اړیکې د جګړې تر بریده رسولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...