تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست سبا د هېواد ۱۶ ولایتونو کې د شدید ورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
هرات، فراه، بادغیس، غور، روزګان، دایکنډي، بامیان، میدانوردګ، غزني، پروان، بغلان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې دغه اټکل شوی دی.
د هواپېژندنې ریاست لیکلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۲۵ مليمترو پورې اټکل کېدای شي.
همداراز په ختیځو، سویلختیځو، لوېدیځو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړ شوی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هېواد په ډېرو سیمو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله سلګونه هېوادوالو مالي او ځاني زیانونه ولیدل.
د وروستیو مالوماتو له مخې په یاده موده کې د سېلابو او ورښتونو له امله په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۰ زره کورونه په بشپړه او نسبي توګه هم ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. دغه راز په لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي هم دي.