Homeخبرونهراشدخان او محمدنبي د ناروغ شاه پورځدراڼ پوښتنې ته ورغلي

راشدخان او محمدنبي د ناروغ شاه پورځدراڼ پوښتنې ته ورغلي

تاند (چهارشنبه د ثور/ غويي ۲۳مه) د افغان کرکټ دوه ځلیدلي ستوري راشدخان چې د نړۍ د کرکټ خان په نوم هم مشهور دی او محمد نبي چې، د کرکټ ولسمشر په نوم مشهور دی نن په هند کې د ناروغ شاه پور ځدارڼ پوښتنې ته ورغلي دي.

راشدخان روغتون څخه تر بېرته راتګ وروسته په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

«  شاپورجان مو ولید. ❤️د روغتون له مشرتابه او ټولو ملګرو سره د هر ډول همغږۍ او همکارۍ لپاره په دوامداره اړیکه کې یم او هڅه مو روانه ده چې هر څه په بهترین ډول مخته ولاړ شي. ان‌شاءالله، د الله تعالی په فضل او مهربانۍ به شاپورجان ډېر ژر بېرته روغ، جوړ او په خپلو قدمونو زموږ ترمنځ وګرځي».

په ورته مهال محمد نبي عیسی خیل بیا په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

« نن مو د هند په ګریټر نویډا کې له شاپور ورور سره له نږدې لیدنه وکړه. زموږ هغه دنګ او له شور او جذبې ډک شاپور چې تل مو په میدانونو کې په قوي اراده لیدلی، نن د ناروغۍ په بستر کې لیدل راته ډېر دردوونکي وو.د شاپور ناروغي عادي نه ده، او اوس تر هر څه زیات زموږ او ستاسو د ټولو دعاوو ته اړتیا لري. 🤲الله تعالی دې په خپل ځانګړي فضل او رحمت هغه ته بشپړه شفا ورکړي او ډېر ژر بیرته روغ رمټ او خوشحاله له خپلې قدرمنې کورنۍ او ملګرو سره یو ځای شي. آمین»

دواړو افغان ملي اتلانو ناروغ شاه پورځدان ته د روغتیا هیله کړې او له خلکو یې غوښتي چې د روغتیا لپاره یې لاسونه لپه کړي.

شاه پورځدارڼ له تېرو څه کم دوه میاشتو راهیسې د هند په ګریټر نویډا په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

له روغتون څخه د هغه ورور غمي نن یو تازه انځور خپور کړی چې، پر خواله رسنیو یې عام افغانان سخت خواشیني کړل.

شاه پورځدراڼ د افغان کرکټ د چټکو توپ اچوونکو له ډلې هغه لومړنی لوبغاړی دی چې، لوبغالي کې به یې نندارچیان لیدو ته لېواله او د توپ اچونې پرمهال به یې نوم د ټولو په خوله وو.

پر ټولنیزو رسنیو عام افغانانو او د کرکټ مینه والو هم شاه پور ته د روغتیا دعاګانې کړي او پر کرکټ بورډ یې غږ کړی چې، د هغه درملنې ته پام وکړي او لازم اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...