Homeخبرونهد ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، په ایران کې افغان کډوال...

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، په ایران کې افغان کډوال له خورا بد وضعیت سره مخامخ دي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلاند، ویلي چې په ایران کې تر څلور میلیونه ډېر افغان کډوال د ایران او اسرائیل د جګړې «هېر شوي قربانیان» شوي دي.

هغه ویلي، له جګړې وروسته ډېرو افغان کډوالو خپلې دندې، په ځانګړي ډول د ودانیزو او غیررسمي کارونو په برخه کې، له لاسه ورکړي دي. د عوایدو د کمېدو او لوړ انفلاسیون له امله اوس ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو او د کور کرایې د برابرولو توان نه لري.

د نوموړي په وینا، په ایران کې د خوراکي توکو بیې د تېر کال پرتله کابو دوه برابره شوې دي. له همدې امله ډېرې کورنۍ اړې شوې چې د خوړو وختونه کم کړي، طبي درملنې وځنډوي او د ژوند د لګښتونو لپاره پورونه واخلي.

ایګلاند زیاته کړې چې دا کورنۍ د اقتصادي ستونزو تر څنګ د جګړې او بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره هم مخامخ دي.

هغه وویل چې د ناروې د کډوالو شورا تر اوسه زرګونو کورنیو ته بېړنۍ نغدي مرستې ورکړې دي څو لومړني توکي او خواړه واخلي. دغه اداره ماشومانو، والدینو او ښوونکو ته رواني ملاتړ هم برابروي او د جګړې له امله د زیانمن شویو ښوونځیو په بیا رغونه او د ماشومانو لپاره د زده کړو د خوندي ځایونو په جوړولو کې مرسته کوي.

ایګلاند وویل چې جګړې میلیونونه کسان بې‌ځایه کړي دي.

 هغه زیاته کړه چې دا اداره اوس مهال د ناروې، سویډن او اروپايي اتحایې مالي ملاتړ لري، خو نورو نړیوالو مرستندویانو لا هم کافي غبرګون نه دی ښودلی، سره له دې چې بشري بحران ورځ تر بلې ژورېږي.

د هغه په وینا، شورا اوس یوازې دومره بودجه لري چې د زرو نورو کورنیو ملاتړ وکړي، او که نوې مالي سرچینې برابرې نه شي، د دوی بېړنۍ مرستې به په راتلونکې یوه میاشت کې پای ته ورسېږي.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې په ایران کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي او اوس یې خپلې مرستې د جګړې له امله اغېزمن شویو افغانانو او ایرانیانو ته هم پراخې کړې دي.

دا اداره وايي، په ایران کې په ۹ ولایتونو کې د فعالیت او همداراز په افغانستان کې د کډوالو د ستنېدو په مرکزونو او سرحدي لارو کې د حضور له امله، د ایران او افغانستان دواړو خواوو ته د مرستو رسولو ځانګړی فرصت لري، خو د خپلو عملیاتو د دوام او پراختیا لپاره بېړنیو مالي مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په ایران کې افغان کډوال وایي، د بیو لوړېدا، د ایراني پیسو د ارزښت کمېدا، بې‌کاري او جنګي وضعیت د دوی اقتصادي او رواني ستونزې لا زیاتې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...