د SABER SIX فونډیشن سره د ملاتړ په مؤخه، د مې د میاشتې په اومه نیټه، د واشنګتن ډي سي د اردو او بحري قواو په میلمستون کې ماښامنۍ جوړ شوې و. په دغه ماښامني کې، د امریکا یو شمیر مهمو پخواني او اوسني چارواکو لکه د دیموکراتانو د کانګریس پخواني مشر، Dick Gephardt د امریکا د لوی درستیز پخوانۍ مرستیال او د بحري قواو قوماندان، Gen. Williams Owen او د امریکا د جمهوري ریاست پخواني کاندید Ross Perrot زوی، Ross Perot Jr. چې اوس د هغه د کمپنیو مشر دی، برخه درلوده.
زه هم دغه ماښامني ته د دغه فونډیشن د مشر، چې مخکې د جنرال میک کرستل مشاور و، او همداشان د افغانستان د امریکایي پوهنتون د رئيس لخوا بلل شوې وم. ماسره د میز په شاوخوا کې د افغانستان په برخه کې د اکاډیمیا غړي، د امریکا پخواني درې مهم چارواکي او دوه کسه مشهوره ژورنالستان هم و. طبیعي خبره ده چې د میز تر شا چې یو افغان وي او بیا دومره مهم کسان چې په افغانستان کې یې وخت تیر کړې او رول یې درلود، نو د افغانستان په هکله به خامخا بحث کیده.
د افغانستان لپاره د امریکي یو پخواني سفیر وویلې چې په واشنګتن کې د افغانستان په هکله د امریکا دلچسپي کمه ده او یا د دوی د عمومي پالیسیو په اساس، بیخې نشته دی. د دغه سفیر خبره سمه وه. خو ما ورته وویلې که د امریکا دلچسپي وي او که نه، مونږ د افغانستان په هکله دلچسپي لرو چې افغانستان بیا د نیابتي جګړو مرکز نشي، هلته یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام رامنځته او افغانستان د انزوا حالت نه ووځي. نه طالبان نفې کیدلې شي او نه طالبان ټول ملت نفې کولې شي. زما په اند هم، تشویشونه شته خو بیا هم مونږ به د افغانستان په هکله خپل نظر د افغانستان په برخه کې ذیدخلو اړخونو سره او هم د رسنیو له لارې شریکوو او خپلې هلې ځلې به کوو.
مشهوره ژورنالست، پیټر برګن وویلې چې د طالبانو په منځ کې ډیرې کسان د طالبانو د موجوده پالیسیو سره موافق نه دي، خو همیشه د یو ملک پالیسي اول کس تعینوي او دهغه خبره مهمه ده. دلته په امریکا کې هم یو شمیر زیات کسان د امریکا د جمهور رئیس د پالیسیو سره موافق نه دي، خو بیا هم د هغه خبره مهمه ده. تاسي هم د تیر حکومت د ډیرو پالیسیو سره موافق نه وي خو بیا هم د جمهور رئيس کرزي او جمهور رئیس غني خبرې مهمې وې. اوس هم د ټولو نه زیات د ملاهیبت الله خبره مهمه ده.
د پیټر برګن خبره سمه وه ځکه که مونږ ووایو چې د طالبانو یو شمیر کسان په ټیټه کچه د موجوده پالیسیو سره موافق نه دي او یا بل فکر لري خو دا خبرې نړیوالو او هم افغانانو ته اهمیت نه لري ځکه د طالبانو ډیرو لوړپوړو او په ښکته کچه چارواکو په تیرو پنځو کلونو کې د دنیا د ډیرو ملکونو او ادارو د استازو سره لیدنې کتنې کړیدي او همیشه به دوی ویل چې د دوی تګلاره د امرثاني نه وروسته اصلاح کیږي. خو په عمل کې امرثاني نه ختمیږي او نه کوم تغیر رامنځته شو بلکې وضعیت کال په کال په سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظ خرابیږي، د افغانانو ژوند ورځ تر بلې تریخیږي او د طالبانو کړنې ورځ تر بلې سختیږي. د دنیا دلچسپي د افغانستان سره کمه شوې او یوازې د پاکستان مداخله زیاته شوېده. همداشان، د طالبانو په موجودیت کې پاکستان د افغانستان په وړاندې علني جګړه اعلان کړېده چې د کابل پایتخت او ولایتونه یې په هوایي بمباریو کې د نړۍ د ټولو قوانینو خلاف وویشتل او د ملکي کسانو په نښه کول، جنګي جنایت دی. که څه هم د طالبانو حاکمیت د روسې او چین لخوا په رسمیت پیژندل شوې، خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دوی رایه د طالبانو په ګټه نه وه او نه ده. د تور لست نه د طالبانو مشران ونه وتل، او افغانستان اوس هم د انزوا په حالت کې دی. له بله خوا، د طالبانو د دوام چانس په دې کې دی چې د طالبانو مخالفین هم سره پاشل شوي او کومه واحده ستراتیژي او تګلاره نه لري. ځیني چې مخکې په کراتو ازمایل شوي، د هغوي بیا ازمایل هم خطا دي او د ولس په منځ کې اعتبار نه لري.
د دوی د خبرو نه اسنتباط دا و چې تر څو د طالبانو په پالیسیو کې بدلون رانشي، افغانستان څوک په رسمیت نه پیژني او هم د افغانستان سره لازمې مرستې امریکا او نور هیوادونه نه کوي. که امریکا د جنګي ډلو حمایت نه کوي، دا په دې معنی نه ده چې طالبان به حمایه کوي.
د دې تر څنګ، زما په اند، پاکستان د امریکا او د سیمې هیوادونو په منځ کې کافي لابي لري او کوښښ کوي چې د تروریزم مرکز، افغانستان معرفي کړي او د خپلو غلطو پالیسو ملامتیا په افغانستان واچوي او د امریکا نه په افغانستان کې د جنګ د حمایت لپاره کومه پروژه تر لاسه کړي. که پاکستان کومه پروژه او یا شین چراغ تر لاسه کړ، بیا د پاکستان لپاره ډیره اسانه ده چې د طالبانو په ضد مسلح حرکت تقویه کړي. پاکستان کولې شي چې یو شمیر کسان د پخوانیو جنګسالارانو نه چې همیشه د بهرنیانو د خدمت لپاره په اډه کې ولاړ دي او په کرایه اخستل کیږي، او همداشان د طالبانو په منځ کې چې کوم نفوذ لري، دهغوي نه کار واخلي. پاکستان کیدې شي چې په راتلونکې اوړي کې د کونړ او چترال له لارې زمینه مساعده کړي چې بدخشان ته مسلح ګروپونه ولیږي. د جهاد د وختونو همدا تجربه وه ځکه د نورو لارو، مسلح ګروپونه د افغانستان داخل ته نشي لیږلې او د کونړ سره د ډیورند د فرضې کرښې په امتداد د نفوذ د زیاتوالې هدف هم همدا دی.
اخري خبره دا ده چې حتی د امریکا غوندې لوی هیواد چې موسسات یې قوي دي، بیا هم جمهور رئيس ټرمپ چې هر څه په خپل سر ډنګوي، اوس په داخل کې د خپلو موسساتو او خلکو سره او هم د ایران او دنیا سره، په سړه او توده جګړه کې ښکیل دی. عاقبت لا معلوم نه دی چې د دغه پالیسیو انجام به د امریکا لپاره څه وي؟ د افغانستان غوندې غریب هیواد پالیسي د داسې یو کس لخوا چې نه یې څوک ګوري، نه ځان ولس او خلکو ته مسوول ګڼي او د خلکو نه په غیبو د اوامرو د اطاعت غوښتنه کوي، اداره کیږي. حال دا چې زیات اوامر یې د اسلامي اصولو سره هم مخالفت لري او په خپل سر یې ډنګوي. عاقبت به خامخا د بد نه بدتر حالت وي او د افغانستان وضعیت به نور هم بغرنج او بحراني کیږي.
عاقبت بخیر.