Homeخبرونهد م.م. د بشري مېشتېدنې پروګرام د افغان کډوالو په اړه غونډه...

د م.م. د بشري مېشتېدنې پروګرام د افغان کډوالو په اړه غونډه کوي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د ملګروملتو د بشري مېشتېدنې پروګرام اعلان کړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدو له امله به نن (د غويي په ۲۹مه) د کډوالۍ، مېشتېدو او ښاري پراختیا د ستونزو په اړه غونډه جوړه شي.

دا غونډه به د نړیوال ښاري فورم World Urban Forum په څنډه کې د اذربایجان په باکو ښار کې ترسره شي.

دغه شپږ ورځنی نړیوال فورم د یکشنبې په ورځ پیل شوی او ټاکل شوې چې په درېیمه ورځ یې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره شي.

په دې پروګرام کې به چارواکي او کارپوهان د کډوالو د بېرته راستنېدو، د بې‌ځایه شویو د مېشتېدو، پر ښاري زېربناوو د فشار، اقلیمي بدلونونو او د اساسي خدماتو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت‌ځایونو ادارې د غويي په ۲۸مه ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر پنځو میلیونه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دې ادارې په وینا، دغه بهیر په افغانستان کې د نفوسو د بې ساري بې‌ساری زیاتېدو سبب شوی دی.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې په پراخه پیمانه د کډوالو بېرته راستنېدا پر افغانستان دروند اقتصادي، ټولنیز او بشري فشار واردوي او د ښاري خدمتونو، د کار فرصتونو، کورونو او ټولنیز ملاتړ اړتیاوې یې په څرګند ډول زیاتې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...