حمدالله حمیدي
- د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه
- د مېلو لړۍ، لومړۍ مېله
- د مېلې ځای، وردګ، چک ولسوالي د ګوډه ښکلې درې د موزه خېلو کلی
- د مېلې نوښتګر: محمد شفیق جوهر
- لیکوال: حمیدالله عبدالهي
- کتنپلاوی: شفیق جوهر، محب الله بهار او د مېلې نور ګډونوال
د پیل خبرې
د ژوند فلسفه ازموینه ده او الله متعال انسانان د عبادت لپاره پیدا کړي دي، نو طبعاً ازموینه کې ستونزې او کړاوونه وي، اسلام مقدس دین انسان په داسې توګه مکلف ګرځولای دی چې د دنیا او آخرت توازن په کې ساتل شوی، یعنې موږ باید هر وخت هم خپل اُخروي مکلفیتونو او دیني وجایبو ته جدي پاملرنه وکړو او د دین په رڼا کې خپل دنیوي ژوند په ښه، منظم، مهذب او داسې توګه تنظیم کړو چې د کړاوونو سره سره، د ځان خوشالولو لپاره هم بهانې جوړې کړو. الله متعال موږ ته راښودلي چې د خپلې دنیا او آخرت دواړو خیر وغواړو او اول یې دنیا یاده کړې ده (رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً) البقره ۲۰۱).
د پښتو افسانوي شاعر رحمان بابا وایي:
ښه ده ښه ده دا دنیا چې توښه ده د عقبا
شفیق جوهر خوش طبعه ځوان او پراخه ټولنیزې اړیکې لري، هڅه کوي هرمهال ځوانان په یو ټغر راټول کړي، متحد یې کړي او خوشاله یې وساتي، د ملګرو خوشالول یو ځانګړی هنر او مهارت دی، ځینې ملګري دومره ماهر وي چې په غمجن حالت کې هم ملګري خوشالولای شي او مړاوې هیلې یې راژوندی کوي. جوهر موده وړاندې یادونه وکړه چې د (ګوډه مېله) جوړوم، د مېلې لپاره یې واتس اپ ګروپ جوړ کړ او له مشورو وروسته د ګوډه مېلې لپاره ورځ او ځای د ټولو په خوښه وټاکل شول.
د مېلې لپاره تیاری
د واتس اپ ګروپ کې د همغږۍ وروسته نږدې ۳۰ تنه ځوانان تیار شول چې د ګوډه فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله کې ګډون وکړي، ځینې ځوانان ګوډه او د چک بېلابېلو سیمو کې وو چې راتګ ورته آسان وو خو ځینې بیا کابل ښار کې وو چې د جمعې ورځې سهار وختي یې له کابل ښار څخه، د چک ولسوالۍ ګوډه ښکلې درې ته حرکت وکړ.
د چک-دایمیرداد سرک
د میلې سیمه له کابل ښار څخه شاوخوا (۱۲۰) کیلومتره واټن لري، له کابل ښار څخه تر چک ولسوالۍ لاره په اساسي توګه جوړه ده خو له ولسوالۍ څخه پورته لاره بیا ډېره خرابه ده، دا چې د (چک-دایمیرداد) پروژه د ټولګټو وزارت د روان ۱۴۰۵مالي کال په پلان کې شامله ده، نو هیله ده چې د چک ولسوالۍ څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې دا لاره په پاخه او اساسي ډول ورغیږي، له دې لارې څخه د چک او دایمیرداد ولسوالیو سربېره د جغتو ولسوالۍ او د بامیانو ولایت ځینې ولسوالۍ اوسېدونکي هم ګټه اخیستلای شي، همدارنګه د یادو ولسوالیو د مڼو، زردالو، ګیلاسو او هر ډول مېوو په لرلو سره د هېواد په کچه نوم لري چې د لارې له پخېدلو سره به مرکز او نورو ځایونو ته د تازه مېوو انتقال ارزانه او آسانه شي، بله مهمه دا چې د دایمیرداد او دایمیرداد ولسوالۍ ځینې مهم کانونه هم لري چې تر ټولو مهم یې د دایمیرداد د ګچو کان دی چې هېواد یې د ګچو په برخه کې خودکفا کړی دی، ګچ په پاخو او خاورینو کوټو کې د ښکلا او ځینو نورو موخو لپاره کاریږي.
نو له چک ولسوالۍ څخه پورته تر ګوډه پورې لاره خامه او له کړاوونو ډکه ده، په دې موسم کې بارانونو دا لاره نوره هم ستونزمنه کړې وه او دا هغه څه وو چې ملګري یې مېلې ته د راتګ پرمهال یو څه ستومانه کړي وو.
زموږ د وطن هره سیمه دې آباده او هر سرک دې پوخ شي. ان شاءالله.
د مېلې ګډونوال
که څه هم ټاکل شوې وه چې هر مینوال وکولای شي په مېله کې ګډون وکړي او څه محدودیت یې نه درلود خو ځینو ملګرو د کورنیو ستونزو، بوختیاوو او یا نورو لاملونو له کبله ګډون ونشو کړلای. نو د وردګ ځوانانو په لومړنۍ، ادبي، فرهنګي او تفریحي مېله کې لاندې ملګرو ګډون درلود:
- محمد شفیق جوهر (د مېلې نوښتګر، مشر او کوربه)
- ډاکتر باتور همت (کوربه)
- ژورنالیست احسان الله احساس (کوربه)
- قاري ضیاءالرحمن رحماني (کوربه)
- انجنیر محمد عارف عرفان (کوربه)
- حمیدالله عبدالهي (لیکوال)
- حبیب الرحمن مظلومیار (شاعر، خاطره ویونکی او د ترنم بلبل)
- رفیع الله فاروقي (عکاس، ټولنیز فعال او یوټیوبر)
- حسیب الله همدرد (د مېلې مشر نظارت کوونکی)
- محب الله بهار (عکاس او د کتنپلاوي غړی)
- رفیع الله آرمان (ګډونوال)
- حاجي همایون صابر (ګډونوال)
- ذبیح الله وهاج (ګډونوال)
- صفی الله مایار (ګډونوال)
- ذبیح الله آرمان (ګډونوال)
- بلال احمد سلطاني (ګډونوال)
- محمد حامد بهاء (ګډونوال)
- احسان الله شاهین (ګډونوال)
- اول ګل یعقوب خېل (ځانګړی مېلمه)
- ضیاءالله سیرت (ځانګړی مېلمه)
- شفیع الله مشفق (ګډونوال)
- محمد ایوب ایوبي (ګډونوال)
- جهادالله رحیمي (ګډونوال)
- ډاکټر طارق نورین (ګډونوال)
- لطف الله مشعل (د پخلي مسؤول)
- ډاکټر وهاج مایار (ګډونوال او د فروټ چاټ جوړولو همکار)
- انجینر جلال الدین امید (کوربه)
- احمدالله مسرور (ګډونوال)
- احمد یاسین (ګډونوال)
- ډاکټر محب الله ځلاند (ګډونوال)
- نویدالله مظلومیار د حبیب الرحمن مظلومیار زوی (ګډونوال)
د ميلي پیل
د ښار له شور، دوړو او دودونو څخه لرې، د لوړو غرونو په غېږ کې یو بل رنګ ژوند پروت دی، هلته چې هوا پاکه، شنه فصلونه او د طبیعت رنګونه د روح درمل جوړیږي، او رنګارنګ ګلونه د طبیعت موسکا انځوروي. د مرغانو خوږې نغمې، ستړیاوې له منځه وړي، او د روانو، مستو اوبو شرشر داسې ښکاري لکه د طبیعت زړه چې ورو ورو درزېږي.
دا ټولې ښکلاوې یوازې لید نه، بلکې یو احساس دی، یو داسې ژور کیفیت چې د انسان له زړه څخه د مودو پرېشانۍ او ستړیاوې وباسي، ذهني فشارونه له منځه وړي، او روح ته بل ډول سکون او آرام وربخښي.
په ځانګړې توګه د ښار اوسېدونکي، چې ژوند یې تل په بېړه او ستړیا کې تېرېږي، باید کله نا کله د دې طبیعي ښکلا په لور مخه کړي. ځکه د ښار تیز او ستړی کوونکی ژوند یوازې په همدې ارامو او لرې پرتو سیمو کې توازن مومي. هلته بنډارونه، د طبیعت تر سیوري لاندې ناستې، او د خاموشۍ سره خبرې کول—دا ټول د انسان د روح لپاره لکه درمل دي، چې زړونه بیا راژوندي کوي او ژوند ته نوې مانا ورکوي.
زموږ د میلې لپاره هم همداسې یو ځای ټاکل شوی ؤ، ګوډه ښکلې دره زړه راښکونکی طبیعت لري او په داسې ښکلې دره کې د فرهنګي ځوانانو راټولېدل، یو بېل کیفیت لري.
نا بللي او بللي يو څو کسه
ما په زړه باندې منلي يو څو کسه
چې د غره هوا له ځانه سره راوړي
خدايه راولې له کلي يو څو کسه
مېله د چک ولسوالۍ د ګوډه ښکلې دره د موزه خېلو کلي په شنه او زړه راښکونکې دره کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حمل میاشتې په ۲۸مه د سهار په آتو بجه پیل شوه.
د مېلې لپاره خورا ښکلې سیمه تاکل شوې وه، شنه ساحه چې ښایسته زېړ ګلونه په کې رازرغون شوي وو او چې یوه څنګه ته یې ښایسته غر او بې څنګ ته یې باغونه ودان دي او د څنګ سره یې د چک سیند هم څپې وهي او مست روان دی. د مستو اوبو آواز د مرغانو له سندرو او ښایسته پاکه هوا، زړه ته سکون ورکوي او انسان رواني روغتیا ته د درملو بڼه لري.
د مېلې کوربانه آغلو محمد شفیق جوهر، احسان الله احساس او ځانګړي مېلمه اول ګل یعقوب خیل د شپې له کابل څخه، ګوډه ته راغلي او سهار وختي مېله ځای ته راغلي او د مېلې لپاره یې قالینې هوارې کړې، ورپسې مېلمانه هم راغلل او مېله رسماً پیل شوه.
ښکلي ګلان دې بې بورا بې شاپرکه نشي
معشوق دې خدایه له عاشقه نادرکه نشي
همېش د یو افغانستان وي تر قیامته پورې
دا آریانا دې په نومو کې ګل ګلکه نشي
مصیبتونه یې جوړ کړي دي بې شمېره خلکو
په ویر لړلې دې د کلي منډولکه نشي
ښه دي چې ویر نشته، ژړا نشته غمونه نشته
په ژوند اخلاص دا ستا خولګۍ توره ټوپکه نشي
ته څه د مینې یو سمبول یې ای وطنه زما
په مظلومیار باندې دې بوره هم ادکه نشي
حبیب الرحمن مظلومیار
حبیبالرحمن مظلومیار یو کلیوالي شاعر دی چې د شعر تر څنګ، یو ښکلی او زړه راښکونکی غږ هم لري او د هغه ترنم ګڼ شمېر مینوال ځانته راجلب کړي دي. مظلومیار نه یوازې په شعر او ترنم کې مهارت لري، بلکې خپلې خوږې، خندوونکې او رښتینې خاطرې هم په زړه پورې او هنري انداز بیانوي. په دې ټولکه کې به د ده د خاطرو نمونه هم وړاندې کړو.
یا به بخت یا اراده راسره نه وه
چې د ښه ژوندون حصه راسره نه وه
ما چې څه لرل هغه راسره ډېره وو
ما چې غوښته نو هغه راسره نه وه
د خپل کور لاره مې ځکه پېدا نه کړه
د باران په شپه ډېوه راسره نه وه
د بلا مخ ته به تل تنها ولاړ وم
د خپل قام به بدرګه راسره نه وه
د کوټې به دېوالونو ته لګيا وم
چې به کله د چا شپه راسره نه وه
د مطلب په وخت هر څوک راسره مله وو
وروسته بیا د چا کيسه راسره نه وه
د لمدو زلفو خوشبو يې باد راوړله
بس ګونګی ومه ټپه راسره نه وه
دا شعر د رفیع الله آرمان دی چي په ښکلې انداز کې یې دېکلومه کړ او بنډار ته یې لاښکلا ورکړه.
مجردانو لپاره د مظلومیار صېب شعر
پلاره بښنه درنه ډېره غواړم
نور درته چوپ پاتې کېدلای نشم
سبا به تاته کوم ګلان وکرم
زه بې واده ژوند تېرولای نشم
زما همزولو ټولو ښځې وکړې
والله چې زه ترې نه شرمېږمه
ماته خو ځان والله چې بد ښکاريږي
چې لنډغر په کې ګرځیږمه
زما ځورول د خلکو ډېر خوښیږي
چې د پیغور نه ډک سوغات رالیږي
څه لېونی خو نه یم ښه پوهیږم
چې کوم یو کس د واده کارت رالیږي
والله تشویش ونکړم څنګه پلاره
چې دا د ډول آواز ښه کلک واورمه
اوږې مې وخوځیږي وځورېږم
چې زه د چا د واده غږ واورمه
پلاره خفه نشي چې داسې نشي
دا ځل د هر سوال ځواب غواړمه
تر څو به داسې لنډغر ګرځېږمه
غواړم واده لوی انقلاب غواړمه
که راته نه کوې واده پلارجانه
ګیله ونکړې نمبردو ته ځمه
یا طالبانو سره لاس یو کوم
یا سم سیده ملي اردو ته ځمه
همدغه دوه لارې دي پریکړه وکړه
په کې بېغمه اوسېدنه کیږي
زما په شان په کې ډېر پراته دي
دلته بېوزلو نه ساتنه کیږي
بیګاه ته ورشه ګاونډیانو کره
شرمېره مه ترې نه ضرور وغواړه
څه ژوند خو یې نه اخلې نه ما ورکوې
په ټوکو ټوکو کې ترې لور وغواړه
قسم په خدای دی پلار زوړ به شمه
موږ بیچاره و ته لږ خیال راوړه
په شفر شفر باندې ځان پوه کړه
حتماً ضرور راته دستمال راوړه
جانان پیغور راکوي سر دې سپین شو
زه به ترکومه پورې ننګه کومه
په چا به پښې په چا به سرماتوم
نور به په خپل کاله کې جنګ کومه
ګوره پلاره یم بې کبره هلک
راته زړه کوې که ځوانه کوې
والله که دا پوښتنه زه وکړمه
راته هندو که مسلمانه کوې
په توره سپینه پسې هم نه ګرځم
ته راته ټیټه او که دنګه کوې
بالکل د ستا خوښه زما خوښه ده
چېرته که سره که غنم رنګه کوې
ښکلي خاطرات
د حبیب الرحمن مظلومیار دوې خاطرې دلته شریکوو، چې هغه یې په ځانګړي انداز مینه والو ته وړاندې کوي.
د ماشومتوب خاطره او د زده کړو څخه پاتې کېدل
هغه وختونه د حزبونو او تنظیمونو دور و. زموږ د سیمې یو زړور مجاهد مشر، ملا قادر شهامت، شهید شو. د هغه د جنازې په مراسمو کې ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو، او له مهمو مېلمنو څخه انجنر ګلبدین حکمتیار هم حاضر و.
زه لا ماشوم وم، خو د احساساتو څپه مې دومره پیاوړې وه چې یو شعر مې وویل:
چې کله شو شهید عبدالقادر، ګران محترم
په زړونو د غازیانو کې پیدا شو نوی غم
کله چې مې شعر پای ته ورساوه، حکمتیار صاحب زما پر اوږه لاس کېښود او د هڅونې په توګه یې پنځه زره روپۍ راکړې. زما لپاره دا یوازې پیسې نه وې، بلکې د هڅونې یو لوی پیغام و. ما پرې یو هندی بایسکل واخیست—هغه بایسکل چې وروسته زما د ماشومتوب تر ټولو خوږ ملګری شو.
خو ژوند تل د ماشوم د خوښیو په شان ساده نه وي.
زما پلار، چې د راتلونکي په اړه یې اندېښنې لرلې، یوه ورځ مې له درسه راوګرځولم. هغه ویل:
“دا هلک ښه حافظه لري، خو که همداسې پاتې شي، یا به ډېر لوی سړی شي، یا به یې څوک ووژني، او یا به یې څوک راته له لارې وباسي.”
هماغه و چې زما د زده کړو لړۍ ودرېده او زه سوداګرۍ ته واوښتم. خپل کوچنی دوکان مې درلود، خو زړه مې بیا هم له بایسکل سره تړلی و. نیمه ورځ به مې په دوکان کې تېره کړه او پاتې وخت به مې په کوڅو او لارو کې په بایسکل ګرځېدم.
خلکو به شکایتونه کول، او دا شکایتونه به بالاخره زما د پلار غوږونو ته رسېدل.
یوه ورځ مې غوښتل چې د پلار زړه نرم کړم، نو خپله کوچنۍ خورځې مې له ځان سره په بایسکل کېنوله، چې هم چکر ووهو او هم کور ته خوشحاله راشو. خو بدمرغي دا وه چې هغه له بایسکله راولوېده او پښه یې ژوبله شوه.
زه وارخطا شوم. ژر مې هغه د “بهادر کوډۍ” په نوم ځای ته یوړه او هلته مې پانسمان ورته وکړ.
په لاره کې مې د هغې د چوپ ساتلو لپاره بنګړي، لښتۍ او یو ښکلی غاړکی ورته واخیستل. زړه کې مې یوازې یوه ویره وه: که دا خبره کور ته ورسېږي، نو زما به حساب سخت شي.
کور ته چې ورسېدو، خور مې خپله لور ولیده. له خوشحالۍ یې دعاوې پیل کړې:
“خدایه، لالا ته مو ښه ژوند ورکړه، نجلۍ دې داسې په نور کړې!”
بله خور هم راغله، هغې هم دعاوې وکړې:
“خدایه، لالک مې جنتي کړه، نجونې یې داسې کرارې کړې دي!”
زه چوپ ناست وم، خو زړه مې درزېده. خورځې مې لا هم د درد له امله ورو ورو ساه ایسته. ما به بیا بیا تحفې ورته ښودلې او په اشاره به مې ورته ویل: “حال مه وایه.”
ټول د ماښام ډوډۍ ته راټول شوو. دسترخوان هوار شو، خو زما زړه لا هم ناارامه و.
ناڅاپه خورځې خپله پښه راښکاره کړه. سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او په ژړا یې وویل:
“لالکه… زه نه ژاړم، خو پښه مې ژاړي!
دویمه خاطره: ټولنیزو رسنیو زه مشهور کړم
یو چا راته ویل چې: “مظلومیاره! داسې ښه شاعر یې، هر فارمټ او چوکاټ کې جوړ راځې، آفرین په دې استعداد دې.”
ما ورته وویل چې: “شاعري خو زموږ د ډېر وړکتوب څخه شروع ده، خو کیسه داسې ده:
زموږ په سیمه کې یو لېونی و. بیا د محاذ د مرکز قومندان یوه توره کورتۍ ورکړې وه. نو ده به ټوله ورځ ویل: تور تجارت، تور بیرغ، تور بوټ، تور ټوپک، تورې څڼې او تور کالي؛ خو بالاخره چې څه شی به یې تور و، دا به یې د کورتی سره یادول.
بیا یوه نجلۍ وه. دې نجلۍ له ریشخنده سترګې ورته وهلای وې. سړی چې کورتۍ ته ډېر خوشحال و، نو له دې سترګو وهلو وروسته، چې مخکې یوازې لېونی و، ورپسې رواني هم شو. بیا به یې ټوله ورځ مخې ته آیینه نیولې وه، ویل به یې: ځواني خو ځواني نه وه، خو کارونه ټول جمپر وکړل.
اوس نو موږ هم، والله که، چندان شاعران وو؛ خو کارونه ټول سوشیل مېډیا (ټولنیزو رسنیو) وکړل.
زاړه دردونه، زړې څړيکې زاړه زړونه اخلم
که څوک يې پلوري په ښه بیه تېر یادونه اخلم
لمن مې ډکه ده له ګلو څوک پرې وولمه
زه بنجاره د محبت محبتونه اخلم
په چا يې ووېشم په سترګو کې خواږه ګرځوم
يو څو کيسې يو څو خواږه خواږه لفظونه اخلم
پتري پتري زړه ګرځومه د سينې په منځ کې
راشی خوښۍ مې دي راوړې پرې غمونه اخلم
په دماغونو کې شمونه د الفت بلوم
تر بتو زړونو ته د مينې څراغونه اخلم
خیر دی زه دې هدیره د ارمانونو شمه
زه سوداګر د اسويليو یم آهونه اخلم
رفیع الله آرمان
۱۴۰۵/۱/۲۵ کابل
که وخت مو راغی، د ناچارو به پوښتنه کوو!
د دې غریبو او مالدارو به پوښتنه کوو!
دا یې له کومې کړې، له کوم ځای یې راوړي دلته!
د لوټ مارانو، پیسه دارو به پوښتنه کوو!
چې ماشومان مو یتیم شوي، ژړېدلي دلته!
د دې تر شاه بعضو نامدارو به پوښتنه کوو!
په دې وطن کې ډېر ځوانان دي وژل شوي مګر
د دې قاتلو او خونخوارو به پوښتنه کوو!
ځلانده پرېږده چې دوی وکړیږي، و دردېږي!
موږ مسلمان یو، له کفارو به پوښتنه کوو
ډاکټر محب الله ځلاند
د غرمې ډوډۍ او د مېلې دوام
که له یوې خوا په مېله کې ښکلي شعرونه دېکلومه کېدل، ګډونوالو له زړه راښکونکي ترنم څخه خوند اخیست، هم مهاله د ځانګړې ترتیب له مخې ځینو ملګرو آشپزي پیل کړه.
ذبیح الله آرمان او لطف الله مشعل صېب خوندوره آشپزي وکړه او روش او سلات یې جوړ کړه. حمیدالله عبدالهي او ډاکتر وهاج مایار فروټ چاټ یا د مېوې سلات جوړ کړ چې د مېلې خوند یې یو په دوه کړ.
ګډونوالو د ماسپښین لمونځ د موزه خېلو کلي په ښکلي او ښایسته جومات کې اداء کړ او د ماسپښین په (۱:۳۰) بجه باندې ډوډۍ تیاره شوه.
د مېلې پای
مېله ماسپښین ناوخته د مازدیګر په (۴:۰۰) بجو د اخلاص او مینې په فضا کې په داسې حال کې پای ته ورسېده چې د ګډونوالو په څېرو کې خوشالي او پاکې هوا او ښایسته مېلې تازه والی له ورایه معلومېده او ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې راتلونکې مېله به له دې څخه لاخوندوره، بشپړه او په لاښه فضاء کې ترسره کیږي.
د مېلې ځینې مثبت ټکي
د انسان هر ډول فعالیت مثبت او منفي پایلې لري. که مدیریت یې په سمه توګه ترسره شي، انسان کولای شي مثبت اړخونه یې پیاوړي کړي او منفي پایلې یې تر اعظمي کچې راکمې کړي.
مېله له یوې خوا د انسان د رواني روغتیا لپاره ګټوره ده، د تفریح او ذهني آرامتیا زمینه برابروي، او د مېلې ځای اوسېدونکو ته له اقتصادي اړخه ارزښت او فرصتونه رامنځته کوي؛ خو له بلې خوا ځینې مېلې د اسراف، د چاپېریال د ناپاکوالي، د خلکو د ځورونې او د مالي تعادل د نه مراعات له کبله منفي ابعاد هم لري، چې په مدبرانه مدیریت سره مخنیوی یې مخنیوی شونی دی.
زموږ په هېواد کې د مېله ځایونو پاکول لویه ستونزه ده، هرڅوک چې مېله او بنډار کوي باید د مېلې له پای ته رسېدو وروسته محیط پاک کړي او له مېلې څخه پاتې کثافات راټول او سم ځای کې تنظیم کړي، په دې هیله چې په ټول هېواد دا د مېلې د کلتور یوه برخه وګرځي.
دا مېله په خپل نوعیت کې ځانګړې وه، ځکه ځوانانو په ځانګړې نظم، شور او ذوق سره ترتیب کړې وه، له بلې خوا هرې برخې ته ځانګړی ترتیب نیول شوی ؤ، ځینې مثبتې ځانګړنې یې لاندې په لنډه توګه بیانیږي:
- مېله کې د ماشومانو شریکول
دې مېله کې نه یوازې دا چې ماشومان له خوراکونو څخه محروم نه شول، بلکې د مېلې په هره برخه کې منظم سهم ورکړل شو، دوی د هم دمېلې مېلې له خوراکونو څخه خواړه وخوړل، انځورونه او ښکلې ویډیوګانې یې جوړې شوې او دوی ته ښه انګیزه ورکړل شوه.
- په مالي برخه کې د ګډونوالو مساویانه ونډه
د هرې میلې یوه مهمه برخه یې مالي تمویل دی، دا مېله په داسې توګه ترتیب شوې وه چې په هیچا باندې مالي بوج رانشي، د ځانګړو مېلمنو او ماشومانو پرته، ټولو په کې په مساویانه توګه زر زر افغانۍ انداز کړې البته ځینو ملګرو په داوطلبانه توګه له خپلې ونډې زیاتې پیسې ورکړې.
- په مېله کې له اسراف څخه مخنیوی کول
ځینې مېلې د لګښت له پلوه دومره له اسرافه ډکې وي چې زموږ په بېوزله ټولنه کې له انصاف او اعتدال څخه لرې ښکاري. خو زموږ دا مېله، له یوې خوا د نظم، انضباط او ښې همغږۍ ښکاره بېلګه وه، او له بلې خوا پکې د لګښتونو په برخه کې تعادل، سپما، چاپېریال، ماشومانو او د اسراف مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه شوې وه.
- فصلونو او باغونو ته زیان نه رسول
مېله په داسې ډول تنظیم شوې وه، چې ګډونوال د څنګ پټیو، باغونو او د خلکو شخصي وسایلو ته هېڅ ډول زیان و نه رسوي.
- د مېلې د پاتې شونو کثافاتو راټولول او د مېله ځای بېرته پاکول
د مېلې له پای ته رسېدو وروسته، یو شمېر ګډونوالو په داوطلبانه توګه د مېلې ټول کثافات او پاتې شوني راټول کړل. دا کار په داسې منظم ډول ترسره شو، چې د مېلې په ځای کې هېڅ ډول اضافي مواد او کثافات پاتې نه شول، او یاد ځای د پخوا په څېر پاک، منظم او د چاپېریال د ساتنې له اصولو سره سم شو.
ان شاءالله چې راتلونکې مېله به له دې څخه منظمه، د اسلامي احکامو په رڼا کې او لاخوندوره وي.