تاند (شنبه د ثور/ غويي ۲۶مه) د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د طالبانو د حکومت ځايي مسوولان وايي، د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ د “ماوۍ” سیمې د کانونو څخه ترلاسه شوې زرګونه کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې پر کورنیو پانګوالو وپلورل شوې.
دوی زیاتوي چې، دغه ډبرې د ازادۍ او رڼې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په مجموعي ډول ۸ زره۵۵۴ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوې وې.
د خبرپاڼې له مخې په یاده اندازه ډبرو کې بېروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ شامل وې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه ډبرې په ټولیزه توګه د ۵۲٬۶۲۰٬۰۰۰ (دوه پنځوس میلیونه شپږ سوه شل زره) افغانیو په بدل کې تر ټولو لوړ قېمت غوښتونکي پانګوال ته ورکړل شوې.
د سرچېن په وینا د کانونو د قانون او د دغې پروسې د اصولو له مخې، په دغو پيسو کې د طالبانو ونډه ۵٬۲۶۲٬۰۰۰ (پنځه میلیونه دوه سوه دوه شپېته زره) افغانۍ کېږي چې د دولت خزانې ته به وسپارل شي.
نورستان د افغانستان له هغو غرنیو ولایتونو څخه دی چې، د بېروج او نورو قیمتي ډبرو بډایه زېرمې لري او زرګونه کسان په کې په کار بوخت دي.