تاند (شنبه د ثور/ غويي ۲۶مه) د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د پوهنې وزارت وایي، په دغه هېواد کې له ۲۵ میلیونه زیات ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم پاتې دي.
د پاکستان د پوهنې او روزنې فدرالي وزیرخالد مقبول صدیقي د قامي اسمبلۍ د پوښتنو پر مهال ویلي، دا مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه او ۳۷۰ زره ماشومان له زده کړو محروم دي.
صدیقي د دغو ماشومانو عمرونه د پنځو او ۱۶ کلونو ترمنځ ښودلي چې، له بنسټیزو زده کړو محروم دي.
نوموړي زیاته کړې چې، پنجاب ایالت د هغو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر لري چې ښوونځي ته له تګه محروم دي او شمېر یې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره ته رسېږي.
هغه زیاته کړه چې په سند ایالت کې ۷ میلیونه او ۸۲۰ زره، په خیبر پښتونخوا کې ۴ میلیونه او ۹۲۰ زره، په بلوچستان کې ۲ میلیونه او ۹۴۰ زره او په اسلاماباد کې نږدې ۹۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
د پاکستان د پوهنې وزیر ویلي، یوازې په اسلاماباد کې ۷۰ زره ماشومان بېرته ښوونځیو ته جذب شوي دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې پاکستان د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پورې د خپلې کورنۍ ناخالصې تولیدي بودجې یوازې ۰.۸ سلنه د پوهنې سکتور ته ځانګړې کړې ده.
له زده کړو په دومره لویه کچه د ماشومانو محروم پاتې کېدل په پاکستان کې پوښتنې راولاړې کړي او خلکو له حکومت نه غوښتي چې، د دې ستونزې حل برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.