Homeخبرونهد کورني کرکټ سترې لوبې؛ لېسټ آی سیالۍ سبا پيلېږي

د کورني کرکټ سترې لوبې؛ لېسټ آی سیالۍ سبا پيلېږي

تاند (شنبه د ثور/ غويي ۲۶مه) ‏د افغانستان د کورني کرکټ سترې لوبې «لېسټ ای» سبا یکشنبه د ننګرهار  په کوربه توب پيلېږی.

دغه لوبې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پيلېږي.

کرکټ بورډ وایي، چې په دې لوبو کې په لیګونو کې د بوختو افغان ملي لوبغاړو پرته ټول ملي لوبغاړي ګډون لري.

لومړۍ لوبه سبا سهار نهه بجې د بند امیر او مس عینک زون لوبډلو ترمنځ کېږي.

د ننګرهار کرکټ بورډ ولایتي ادارې له عامو خلکو او کرکټ مینه والو غوښتي چې، لوبغالي ته ورشي او لوبې له نېږدې ننداره کړي.

لېسټ ای د افغانستان په کورني کرکټ کې یو ورځنۍ سترې سیالۍ ګڼل کېږي چې، په کې د افغانستان کورني او ملي لوبغاړي ګډ لوبېږي او نویو ځوانانو ته د مخته تګ یو ښه چانس هم ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...