تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) ایبولا (Ebola) د نړۍ یوه تر ټولو خطرناکه او مرګونې ویروسي ناروغي ده. دا یوه نادره خو ډېره سخته ناروغي ده چې لومړی ځل په ۱۹۷۰مه لسیزه کې په افریقا کې وپېژندل شوه او په ډېرو پېښو کې د ناروغانو د مړینې سبب کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په کانګودیموکراتیک جمهوریت او یوګنډا کې د ایبولا ناروغي خپرېږي او دا وضعیت یې نړیوال بیړنی روغتیايي حالت بللی دی. د روغتیا چارواکي وایي چې سلګونه شکمنې پېښې او لسګونه مړینې ثبت شوې دي.
ایبولاً معمولا له شدیدې تبې او وینې بهېدا سره مله وي او د مړینې کچه یې په منځنۍ توګه شاوخوا ۵۰ سلنه اټکل شوې ده.
دا ویروس لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې په سوډان او کانګو کې له دوو هممهالو وباوو وروسته وپېژندل شو. د ناروغۍ نوم د «ایبولا» له سیند څخه اخیستل شوی چې په لومړیي وار د ویروس د خپرېدو سیمو ته نژدې و.
ناروغي څنګه لېږدول کېږي؟
ویروس د اخته حیواناتو له وینې او د بدن له ترشحاتو انسانانو ته لېږدېدای شي. د وحشي حیواناتو ښکار یا د هغوی د غوښې خوړل هم د انتقال سبب کېدای شي.
دغه ناروغي له یوه انسانه بل ته د وینې، لاړو، استفراق او نورو ترشحاتو د مستقیم تماس له لارې انتقالېږي. له ککړو شیانو او سطحو سره تماس هم د ناروغۍ د خپرېدو سبب کېږي.
د ناروغۍ د نښو له څرګندېدو وروسته ناروغ ویروس نورو ته انتقالولی شي او د ناروغۍ له زیاتېدو سره د انتقال خطر هم ډېرېږي. د مړو شویو کسانو جسدونه هم څو ورځې ساري (نورو ته سرایت کوونکی) پاتې کېږي، نو ځکه د جنازې او تدفین پر مهال له جسد سره مستقیم تماس خطرناک ګڼل کېږي.
ساینسپوهان باور لري چې مېوه خوړونکي اسمانڅکالي د دې ویروس طبیعي کوربانه دي.
د ناروغۍ نښې څه دي؟
د ناروغۍ پټ پړاو له څلورو تر ۲۱ ورځو پورې وي، خو ډېری وخت نښې له پنځو تر ۱۲ ورځو وروسته ښکاره کېږي.
ناروغي عموماً د زکام یا انفلواینزا په څېر پیلېږي. ناڅاپي لوړه تبه، شدیده کمزوري، د عضلو درد، سر دردي او د ستوني درد یې لومړنۍ نښې دي.
وروسته کانګې، نس ناستی، د پوستکي دانې، د ځیګر او پښتورګو ستونزې او کله ناکله داخلي او خارجي وینه بهېدا هم ورسره وي. په ځینو ناروغانو کې تهاجمي چلند هم لیدل کېږي چې د عصبي سیستم د اغېز نښه بلل کېږي.
درملنه څنګه کېږي؟
ډاکټران وایي چې چټکه درملنه د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي. ناروغان باید تر ځانګړې څارنې لاندې وي، د بدن منرالونه او د وینې شکر یې کنټرول شي او نورې هممهاله ناروغۍ یې هم تداوي شي.
د «ایمايبي ۱۱۴» او «رېګن ايبي ۳» په نوم دوه درمل هم د مړینې د کمولو لپاره کارول کېږي او باید د ناروغۍ له تشخیص وروسته ژر ورکړل شي.
څنګه یې مخنیوی وشي؟
د ایبولا د مخنیوي په مهمو لارو کې یوه دا دخ چې په دې ویروس له اخته حیواناتو او ناروغانو سره د تماس کم کړل شي. د مړو شویو کسانو له جسدونو سره له تماسه هم باید ډډه وشي.
اوس مهال د «ارویبو» او «زابدنو او موابیا» په نوم واکسینونه د ایبولا د اصلي ډول پر ضد تایید شوي دي. خو دغه واکسینونه لا هم په پراخه کچه د واکسیناسیون د عمومي پروګرامونو برخه نه دي ګرځېدلي او د نورو ډولونو لپاره څېړنې روانې دي.