تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) د کورنيو بېځایه کېدو د څار مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا اووه میلیونه کسان په افغانستان کې د اوږدمهالو جګړو او طبیعي پېښو له امله په خپل هیواد کې دننه بېځایه شوي دي.
د راپور له مخې، دا شمېر په جنوبي اسیا کې د ټولو کورنیو بېځایه شویو نژدې نیمایي برخه جوړوي. دغه مرکز د سېشنبې په ورځ ویلي چې په ټوله نړۍ کې له ۸۲ میلیونو ډېر کسان په خپلو هېوادونو کې دننه بېځایه شوي دي.
راپور زیاتوي چې جګړې او تاوتریخوالی د نړۍ په کچه د کورنیو بېځایه کېدو تر ټولو ستر شوی دي. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ۳۲.۳ میلیونه نوې بېځایه کېدنې ثبت شوې چې یو نوی ریکارډ بلل شوی دی.
د افغانستان په تړاو راپور وايي چې شاوخوا ۴.۴ میلیونه کسان په ځانګړي ډول د جګړو او تاوتریخوالي له امله بېځایه شوي دي. همداراز، د ۲۰۲۵ کال د اګست او نوومبر مرګونو زلزلو، چې په ختیځو ولایتونو او سمنګان کې وشوې، نژدې اته زره نور کسان بې ځایه شول.
راپور ټینګار کوي چې که څه هم ځینې بېځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو په ډېرو سیمو کې بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړې شوې او د دوامدار ژوند شرایط لا هم برابر نه دي.
دغه مرکز خبرداری ورکړی چې څو لسیزو جګړو، پرلهپسې وچکالیو او ژور اقتصادي بحران د افغانستان د خلکو د بیا رغونې او معیشت سرچینې سختې کمزورې کړې دي.
راپور کورنی بېځایه کېدل یو «جوړښتي بحران» بللی او د معلوماتي سیستمونو د پیاوړتیا او د ادارو ترمنځ د لا ښه همغږۍ غوښتنه یې کړې ده.
راپور وايي، که څه هم د طبیعي پېښو له امله بېځایه کېدل د ۲۰۲۴ پرتله کم شوي، خو لا هم د تېرو لسو کلونو له منځنۍ کچې ۱۳ سلنه لوړ دي، چې د اقلیمي بدلون او سختو موسمي پېښو دوام ښيي.
د مرکز په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د بېځایه کېدو اړوند معلوماتو ته لاسرسی په ۱۵ سلنه ارزول شویو هېوادونو کې کم شوی، چې دا د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
راپور په پای کې ټینګار کوي چې د معلوماتي سیستمونو پیاوړتیا او د ادارو ترمنځ همغږي د داخلي بېځایه کېدو د بحران د اغېزمن مدیریت لپاره، په ځانګړي ډول په افغانستان کې، حیاتي اړتیا ده.