منصور افغان
په ۸صبح ورځپاڼه کې مې د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا لیکنه (چنین شد و نباید چنین بماند) ولوسته. زما انګېرنه دا ده چې لیکنه یې له درده سرچینه اخلي. هغه د خواله رسنیو له هغه فضا په ویر دی چې سپکاوی، تهمت، قومي کرکه، ښځو ته ښکنځلې، او د سیاسي بحث پر ځای شخصي بریدونه یې برخه دي. دا ټول رښتیا دي. که د افغانانو د فیسبوک، ایکس او ټیک ټاک سیاسي او شخصي بحثونه وګورئ، دا به احساس کړئ چې زموږ د خبرو ژبه ډېری وخت د فکر ژبه نه بلکې د غوسې ژبه وي. سپنتا لیکي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ایکس کاروي او هلته د ښکنځلو، غلطو معلوماتو او د افغانانو ترمنځ د بې باورۍ شاهد دی.
زه له ده سره په څو مواردو کې موافق یم، خو په ډېرو کې اختلاف ورسره لرم. دا لیکنه اوږده ده او حوصله مو غواړم.
د سپنتا درد په ځای دی، خو تشخیص یې عمومي، بې حده تریخ، او له تعصبه ډک دی. هغه د ټولنیزو رسنیو تر ټولو بد اړخ داسې رااخیستی لکه همدا چې د افغان کډوال د ژوند یوازینی تصویر وي او بس. دا به انصاف نه وي.
خواله رسنۍ ټولنه نه ده، د غوسې ښکارولو وسیله ده
سپنتا لیکي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د افغانانو، په تېره د کډوالو ژبه له تضاده ډکه، له اخلاقو، او همغږۍ تشه موندلې. دا مشاهده یو اړخیزه ده. دی لیکي چې دا ټول یې په خواله رسنیو کې لیدلي.
خواله رسنۍ د ژوند، یا د یوې ټولنې عمومي او بشپړ تصویر نه دی، د دې رسنیو کارپوهان وایي د دغو رسنیو موخه دا ده چې شور او زوږ جوړ کړي، منفي خبرې لویې وښيي، خلک غوسه او دا غوسه لویه کړي، او غلي خلک ورک کړي. هغه افغان چې هره میاشت خپل کور او کلي ته پیسې لېږي، د تره د دارو درملو، د ماما د زوی د پوهنتون فیس ورکوي، له نویو راغلو افغانانو سره په ژوند او نورو لارو چارو کې مرسته کوي،یا د یوې کورنۍ د پناه غوښتنې فورمې ډکوي، یا ډاکټر ته د وطن له یو خروار درد او ناروغۍ سره راغلو سره ژباړې ته ورځي، هغه ډېر کم په خواله رسنۍ پوسټ کوي او دا شیان لیکي. خو هغه څوک چې په غوسه، سپکاوي او قومي شعار لیکل کوي، زرګونه کمنټونه او شخړې جوړوي. دا په دې مانا نه دي چې ګواکې ټول افغانان همداسې دي.
د اعتبار وړ څېړنې همدا وايي. د بروکینګز انسټیټیوټ یوه شننه لیکي چې په ټولنیزو رسنیو کې له تعصب او غوسه پاروونکی محتوا ډک مطالب ژر خپرېږي، ځکه الگوریتمونه د خلکو پام ځان ته رااړوي. او څومره چې دغه ډول لیکنې او تبصرې د خلکو غبرګون راوپاروي هماغومره نور خلک ورته پوسټونه او تبصرې کوي. په غرب کې په ټوله کې د مهاجر ضد فکر یوه لویه وسیله همدا خواله رسنۍ دي چې غږ یې را اوچت او اوس لوی کړی دی.
نو پوښتنه باید دا نه وي چې (افغان کډوال ولې دومره بد رد وایي؟) بلکې پوښتنه باید دا وي چې (ولې زموږ تر ټولو خرابې خبرې تر ټولو زیاتې خپرېږي؟)
دا توپیر ځکه مهم دی چې لومړۍ پوښتنه انسان تورنوي، او دویمه پوښتنه له سیستم، سیاست، الگوریتم، او د خلکو د پام را اړولو ارقام او اقتصاد ته ګوري.
په دې ځای کې د سپنتا د لیکنې یوې مهمې تېروتنې ته اشاره کوم: هغه د انلاین شور او زوږ پر مخ د کډوالۍ د ټولې تجربې یوه اخلاقي نقشه رسموي، خو همدا انلاین شور او زوږ یوازې د ټولنې هغه برخه نه ده چې موږ یې په پلاټفارمونو کې وینو او لولو یې، ډېرې برخې یې له شته چې باید یادې شي. ښه مثال یې په برتانیا کې د ډاکټر خسرو سنګروال (د کتنځي یادښتونه) دي، سپنتا دې سر ورښکاره کړي، پوی به شي چې د افغانستاني له بحث ورهاخوا نور ډېر څه شته چې کډوال افغان یې لري.
کډوالي د زوال کیسه نه بلکې د انساني ژوند یو حقیقت دی
سپنتا صاحب د کډوالۍ درد ښه بیانوي. بې وطني، بې ژبیتوب، د هویت ورکېدل او ګډوډتیا، د کار او کور ستونزې، د تبعیض تجربه، دا ټول حقیقت دی. خو د هغه په لیکنه کې د کډوال مثبت، جوړونکی او عملي تصویر بیخي کم رنګه دی. دی پخپله په پای کې مني چې کډوالي د زده کړې، کار، پوهې، پیسو او تجربو د انتقال لوی فرصت هم دی، خو وايي چې په لیکنه کې دې اړخ ته نه دی تم شوی. دا اعتراف مهم خو کافي نه دی، ځکه د ده ټول منطق کمزوی کوي، یو اړخ اوږد، تریخ او دروند لیکل شوی، او بل اړخ یوازې په یوه جمله کې پای موندلی. بدمرغي دا ده چې د خواله رسنیو په څېر یې له لوستونکي سره هماغه تریخ تاثر پاتې کېږي.
حقیقت دا دی چې افغان ډیاسپورا یا له وطنه د باندې افغانان (او د سپنتا خبره افغانستانیان!) یوازې پر فیسبوک په جنګ نه دي بوخت، بلکې همدا افغانان د کور دننه د افغانانو لاسنیوی کوي. په افغانستان کې اړمنو ته مرستې راټولوي. او دا یوه یوه لویه او متنوع ډیاسپورا ده چې له افغانستان سره یې اړیکه د بېلابېلو انګېزو، موقفونو او تړاوونو له مخې ده.
همدا تنوع د سپنتا د عمومي تصویر تر ټولو ښه ځواب دی. له هېواده بهر افغانان ټول یو ډول نه دي. ځینې یې بد ژبي او ښکنځمار دي، ځینې یې تعصب کوي او قوم پالي، ځینې یې د جمهوریت د ماتې له غوسې هر چا ته په اور کې خېژي. خو ځینې نور یې د افغانستان دننه د ښځو د حقونو لپاره کار کوي، ځینې یې د زلزلې قربانیانو ته پیسې ټولوي، ځینې یې کډوالو ته حقوقي لارښوونه کوي، ځینې یې په پوهنتونونو، روغتونونو، رسنیو، خیریه ادارو او کاروبارونو کې د افغانستان نوم په بل ډول یا ښه ډول ژوندی ساتلی. همدا تېره اونۍ په بریتانیا کې په محلي ټاکنو کې لږترلږه ۵ افغان اصله کسان بریالي شول، دا یې مشت نمونه ای خروار.
د سپنتا د پلرني وطن هرات د ۲۰۲۳ کال زلزله په مو په یاد وي. د همدې زلزله ځپلو لپاره افغان ډیاسپورا د بیړنیو او بیا رغونې هڅو لپاره نږدې ۳.۴ میلیونه ډالر راټول کړل، چې ۲.۸ میلیونه ډالر یې په لومړۍ اوونۍ کې د خلکو له مرستو راټول شوي وو.
ښه، که افغان کډوال یوازې بې رېښې، غوسه ناک، کرکجن او له اخلاقي زوال سره مخ انسانان وای، دا ډول بیړنۍ مرستې به څنګه تنظیمېدې؟ که په ټولنه کې یوازې سپکه ژبه رواج وی، دا مالي او انساني شبکې به له کومه کېدې؟
ټروما یو حقیقت دی، خو بې عزمي نه ده
د سپنتا تر ټولو قوي بحث دا دی چې نیمه پېړۍ جګړې زموږ ژبه، اخلاق، ټولنیزه حافظه او باور زیانمن کړي دی. دا خبره ډېره مهمه ده. افغانستان یوازې د سړکونو، ودانیو، پلونو او ښوونځیو ویجاړی نه دی لیدلی. خلکو خپل عزیزان، ښارونه، ژبې، باورونه، او د ګډ ژوند احساس له لاسه ورکړی دی. سپنتا لیکي چې نږدې درې نسلونه د جګړې، انتحار او تاوتریخوالي په غېږ کې رالوی شوي او موږ د ټولنیزې یا دسته جمعي ټروما ښکار یوو.
دلته هم باید احتیاط وشي. ټروما د برخورد یو لامل کېدای شي، خو د انسان ټوله وجودي فلسفه نه شي کیدی. که موږ ووایو چې افغانان ځکه بد ژبي دي چې نیمه پېړۍ ناخوالې یې لیدلې دي، دا د هر بد عمل لپاره نیم عذر جوړوي. او که ووایو چې کډوال ځکه له یو بل کرکه کوي چې بې رېښې شوي، نو بیا هغه میلیونونه کډوال نه وینو چې له همدې درد سره سره یې سوکاله ژوند، له لاسنیوي ډک کار او د افغانستان دننه او بهر باعزته اړیکې ساتلې دي.
زموږ میندو همدا جګړې او ناخوالې لیدلې دي، خو کورونه یې ساتلي. زموږ پلرونه بې وطنه شوي، خو اولادونه یې ښوونځي ته لېږلي. زموږ ځوانان په کمپونو کې لوی شوي، خو ډاکټران، ژورنالیستان، استادان، څېړونکي، کاروباریان او مدني فعالان شوي. دا هم د ټروما برخه ده. درد، شوک او ویر یوازې انسان ماتوي نه، بلکې ځینې وخت انسان ته د بل درد د پېژندلو توان ورکوي.
په همدې دلیل له ټروما څخه د ټولنیز مسوولیت د ختمولو وسیله باید جوړه نه شي. څوک چې په انلاین بحث کې د ښځو پر عزت برید کوي، قومي کرکه خپروي، یا د بل افغان د انسانیت سپکاوی کوي، هغه یوازې (ځورېدلی انسان) نه دی، هغه یو اخلاقي مسوول شخص هم دی. درد یې درک کېدای شي، خو عمل یې باید نقد شي.
خو سپنتا پخپله لیکنه کې له دې کرښې تېرېږي. داسې احساس درکوي چې افغان کډوال د ماتې، تبعیض، بې رېښۍ (ریشه ګی)او ټروما له امله حتمی د کرکې پر لور روان دی. خو ژوند دومره ساده نه دی. ډېری انسان دا ټول فشارونه او د ژوند سختۍ تجربه کوي خو بیا هم نورو ته زیان نه رسوي. دا توپیر باید ولیدل شي، کنه د ټولنې زوال د روڼ اندو له (نو زه څه کولی شم!) سره پیل او پای مومي.
نو اصلي ستونره چېرته ده؟
د سپنتا د لیکنې وروستۍ برخه له خواله رسنیو او کډوالۍ د نړیوالې سرمایه دارۍ، نیولیبرالیزم، تلپاتې فاشیزم، د دوحې د سولې خبرې، د پاکستان پوځي رژیم، په هند کې د هندوو پلوه مذهبي توندلارۍ یا هندي ناسیونالیزم، او بالاخره په افغانستان کې د تمدن د زوال پر لور ځي. په دې کې ځینې مهم ټکي شته. دا هره یوه یې په خروار کتابونو کې شاربل او بې پایلې پاتې کېدی شي.
ستونزه دا ده چې کله هر څه په یوه لویه نظریه کې وتلل شي، اصلي مسوولیت ورکېږي. که هر څه د نړیوال نظام، سرمایه دارۍ، نیولیبرالیزم او تمدني زوال نتیجه وي، نو بیا د هغه افغان سیاستوال حساب پکې څه شو چې د قومي کرکې له لارې ملاتړ او کمک ټولوي؟ د هغه پخواني چارواکي مسوولیت څه شو چې د فیسبوک اجیران یې لرل؟ د هغه طالب تبلیغاتي ماشین حساب څه شو چې خپل مخالف ځپي او بې عزته کوي یې؟ د هغه جمهوریتي ډلې مسوولیت څه شو چې د دولت امکانات یې په ۱۶ ډوله غوښه لګول؟
سپنتا پخپله ځینو پوښتنو ته ځواب ورکوي. هغه لیکي چې د (فیسبوک چلوونکو) فرهنګ د سیاسي جریانونو، طالبانو او د جمهوریت د ځینو ډلو له خوا پیل او بیا په یوه عایداتي سکتور بدل شو. دا د لیکنې تر ټولو مهمه برخه ده. خو همدا ټکی باید د لویو فلسفي بحثونو تر شا پټ نه بلکې وشاربل شي.
که موږ غواړو افغان انلاین فضا اصلاح کړو، باید له دې لوی ویر او د تمدن زوال جوړ نه کړو بلکې د اصلي پوښتنو ځواب پسې وګرځو. څوک دا کمپاین تمویلوي؟ کومې پاڼې او رسنۍ په منظم ډول قومي کرکه خپروي؟ کوم پخواني چارواکي او اوسني طالب پلویان د جعلي حسابونو له لارې داسې فضا جوړوي؟ کوم ژورنالیستان د سمې نیوکې او شخصي سپکاوي ترمنځ کرښه ماتوي؟ کومې رسنۍ د زیاتو لایکونو لپاره د کرکې سوداګر دي؟
دا پوښتنې د (تمدني زوال) له بحثه ډېرې ساده او عملي دي، خو ګومان نه کوم سپنتا صیب دې یې ځواب کړي.
په پای کې
له سپنتا صیب سره په دې برخه کې یوه خوله یوو چې: زموږ د خبرو عامه ژبه ناروغه شوې ده. په ځانګړي ډول د ښځو بدنامول، توکمپاله قومي ښکنځلې، او د مخالف د انسانیت د ځپلو او ختمولو ژبه زموږ د هرې ورځې ژوند، سیاست، رسنیو او مدني بحث نورمال ګرځېدلی چې دا نورمال نور باید بدل شي.
خو سپنتا صیب ته دا هم باید وریاد کړو چې دا ناروغي د ټول بدن نه ده. ټول افغان کډوال د فیسبوک د ښکنځلمارو په څېر نه دي. ټول له هېواده بهر افغانان بې رېښې او له اخلاقي زوال سره مخ نه دي. ټروما زموږ د تېر او اوسني ژوند یوه برخه ده، خو زموږ ټول هویت نه دی. جګړې موږ ټپي کړي یوو، خو له موږ څخه یې ځناور (وحشیان) نه دي جوړ کړي.
ښه نقد هغه دی چې د درد له لیدو وروسته وشي، خو انصاف هم وساتي. سپنتا درد یادوي خو انصاف یې نیمګړی دی.
راځئ ټول په یوه خوله ووایو چې زموږ تر ټولو جګ غږونه تل زموږ تر ټولو ریښتینی تصویرونه نه ښيي. ډېری وخت وطن د هغو خلکو په اوږو ولاړ وي چې لږ وایي خو ډېر کوي!