Homeخبرونهیوناما اعلان کړی چې د خپل دفتر فرنیچر او تخنیکي وسایل پلوري

یوناما اعلان کړی چې د خپل دفتر فرنیچر او تخنیکي وسایل پلوري

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۲۴ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې غواړي د خپلو دفترونو او ساحوي تجهیزاتو یوه برخه په افغانستان کې د عامه داوطلبۍ له لارې وپلوري.

یوناما ویلي چې هغه شرکتونه، سوداګر او ادارې چې د دغو تجهیزاتو اخیستو ته لېوالتیا لري، کولی شي د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. د غوښتنلیکونو وروستۍ نېټه د جون اوومه ټاکل شوې ده.

د اعلان له مخې، په پلور کې د دفتر فرنیچر، د پخلنځي وسایل، ورزشي تجهیزات، جنراتورونه، کانتینرونه او د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وسایل شامل دي، چې د یوناما د مرکزي دفتر او سیمه‌ییزو دفترونو له خوا کارول کېدل.

یوناما همداراز هغو بنسټونو ته چې د معلولیت لرونکو کسانو ملاتړ کوي، بلنه ورکړې چې په داوطلبۍ کې برخه واخلي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی ماموریت نه دي ویلي چې خپل وسایل ولي پلوري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه نېټه د ۲۸۱۸ (۲۰۲۶) پرېکړه لیک په تصویبولو سره، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د درېیو میاشتو لپاره، یعنې د جون تر ۱۷مې نېټې پورې وغځاوه. دا لومړی ځل و چې په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د دوام پر سر اختلاف څرګند شو.

یوناما د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت کوي او د سیاسي، بشري او نړیوالو مرستو د همغږۍ چارې پر مخ وړي.

دغه پلور په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو لپاره د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله خپل عملیاتي لګښتونه او لوژستیکي اړتیاوې بیا ارزوي.

مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت د هېواد په کچه د مرستو پر بهیر او د ملاتړ پر خدماتو منفي اغېز کړی دی.

ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د بشري مرستو له تر ټولو لویو بنسټونو څخه پاتې شوي او د اقتصادي او پر بشري فشارونو سربېره یې د خوراکي مرستو، روغتیايي خدمتونو او بې‌ځایه شویو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب