Homeخبرونهبریتانیا ته د افغانانو د تګ پروسه درول کېږي

بریتانیا ته د افغانانو د تګ پروسه درول کېږي

تاند (سې‌شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د بریتانیا حکومت ویلي چې دغه هېواد ته د افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدو پروګرام به تر ۲۰۲۸ کال پورې پای ته ورسېږي.

د بریتانیا د دفاعي مجلې د راپور له مخې، د بریتانیا دفاع وزارت له‌خوا د هغو افغانانو لپاره د سرحدي انتقال مرستې بندې شوې چې درېیمو هېوادونو ته د تګ شرایط لري، او له غوښتونکو غوښتل شوي چې په خپله خوندي درېیم هېواد ته ولاړ شي.

دفاع وزارت ویلي چې دا پرېکړه درېیمګړو هېوادونو ته د افغانانو د لېږدونو د زیاتېدو، او د لګښتونو او خطرونو تر ارزونې وروسته شوې ده.

هغه ټینګار کړی چې بریتانیا به تر ۲۰۲۸ کال پورې، درېیم هېواد ته له رسېدو وروسته هم د دغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دې پرېکړې له مخې، وروسته له هغې چې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې نوي پروګرامونه وتړل شول، پاتې دوسیې له شاوخوا ۲۵ زرو څخه تر ۱۷ زرو کمو ته راټیټې شوې دي، او حکومت اټکل کوي چې له ۹ زرو څخه کم کسان به د انتقال شرایط ولري.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې موخه یې دا ده چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې ټولې پاتې دوسیې وڅېړي.

همداراز ویل شوي چې د کډوالۍ نوي شرایط، لکه د ۱۲ میاشتو دننه د ویزې په مرکزونو کې حاضرېدل، به عملي شي.

د بیا مېشتېدو په برخه کې، بریتانیا پلان لري چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د لنډمهالو استوګنځایونو او د مېشتېدو د ځینو مرکزونو کارول بند کړي، او په راتلونکو میاشتو کې به یو شمېر هغه هوټلونه هم وتړي چې د افغانانو لپاره کارول کېدل.

بریتانیايي چارواکي وایي چې دا پروګرام به د اوسني پارلمان تر پای ته رسېدو مخکې بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...