Homeخبرونهپه سینګاپور کې که څوک پر مځکه لوېدلي امونه راټول کړي سخته...

په سینګاپور کې که څوک پر مځکه لوېدلي امونه راټول کړي سخته جریمه لري

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) هندي الاصله ډیجیټل جوړوونکې پراینکا سینها په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د سړک په غاړه د ام ونې ښکاري او ځینې امونه ترې پر ځمکه لوېدلي دي.

پریانکا په ویډیو کې ویلي چې د جنوب ختیځې اسیا په دې هیواد، سینګاپور کې د سړک د غاړې له ونو د ام شکول یا له ځمکې لوېدلي امونه پورته کول په کلکه منع دي. د دې قانون د سرغړونې په صورت کې تر ۵ زره سنګاپوري ډالرو پورې جریمه ټاکل شوې ده، چې څه باندې ۳۹۰۰ امریکايي ډالره کېږي.

د هغې په وینا، د سینګاپور د قوانینو له مخې، په سړکونو او عامه ځایونو کې شنې میوه لرونکې ونې او د هغو مېوې د حکومت ملکیت ګڼل کېږي، نو ځکه په ناقانونه ډول د مېوو راټولول جرم بلل کېږي او درنه جریمه لري.

سینګاپور د نړۍ یو پرمختللی او مثالي هیواد دی. دا هیواد د قوانینو په پلي کولو کې خورا سخت او جدي دی. تر دې وړاندې په ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو چې که څوک پر سړک ژاولي واچوي، درنه مالي جریمه ترې اخیستل کېږي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Priyanka Sinha (@ppriyankasinha)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...