تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۸ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ ایران ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې وخت یې ډېر کم پاتې دی او که ژر له امریکا سره د هوکړې لپاره اقدام ونه کړي، «هیڅ به ترې پاتې نه شي.»
هغه په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» کې په یوه لنډ پیغام کې لیکلي: «د ایران لپاره وخت په ختمېدو دی، ښه به دا وي چې ژر اقدام وکړي، که نه نو هېڅ به ترې پاتې نه شي. وخت ډېر مهم دی!»
د «سختو بریدونو» ګواښ
ډونالډ ټرمپ له دې پیغامه څو دقیقې وروسته له اکسيوس ویبپاڼې سره په ټیلیفوني خبرو کې خپل خبرداری بیا تکرار کړ، ویې ویل: «د ایران لپاره وخت په ختمېدو دی.»
ده خبرداری ورکړ چې که د ایران حکومت د هوکړې لپاره «غوره وړاندیز» ونه کړي، نو «له ډېر سختو بریدونو» سره به مخامخ شي.
اکسیوس د ټرمپ له قوله لیکلي: «موږ غواړو هوکړې ته ورسېږو، خو هغوی لا هم هغه ځای ته نه دي رسېدلي چې موږ یې غواړو. یا باید هلته ورسېږي، یا به سخت ګوزار وویني، او هغوی دا نه غواړي.»
ټرمپ زیاته کړه، که ایران نوی او غوره وړاندیز ورنه کړي، امریکا به «تر پخوا ډېر سخت» بریدونه پرې وکړي.
د پوځي اقدام احتمال
د امریکايي چارواکو په وینا، ټرمپ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې هوکړې غوښتونکی دی، خو د ایران له لوري د امریکا د ډېرو غوښتنو د ردولو او د اتومي پروګرام په اړه د مهمو امتیازونو نه ورکولو، پوځي انتخاب بېرته مطرح کړی دی.
د دوو امریکايي چارواکو په خبره، تمه ده چې ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په «وضعیت خونې» کې له خپل امنیتي ټیم سره غونډه وکړي څو د پوځي اقدام پر انتخابونو بحث وکړي.
د اسرائیل او ایران موضوع
اکسیوس تر دې وړاندې د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې ټرمپ د یکشنبې په ورځ له نتانیاهو سره ټیلیفوني خبرې کړي او د ایران موضوع یې ورسره څېړلې ده.
ټرمپ له چین څخه تر راستنېدو وروسته هم ټینګار کړی و چې تهران باید له واشنګټن سره هوکړه وکړي. هغه ویلي و: «زه نور ډېر انتظار نه کوم، هغوی باید هوکړه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره اوونۍ د امریکا د وړاندیز په اړه د ایران وروستی ځواب «په بشپړه توګه د منلو نه وړ» بللی و.
امریکا غواړي ایران د یورانیمو غني کول ودروي او خپلې اتومي زېرمې (یورانیم) له هېواده وباسي، خو د ایران چارواکو دا غوښتنه تل رد کړې ده.
د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لا هم په مبهم حالت کې دي، او د راپورونو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ تهران ته تللی څو د دغو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې وکړي.
په عین حال کې داسي راپورونه هم شته چې پاکستاني منځګړي ایران ته یو څه او امریکا ته بل څه وايي او د دواړوږ لورو اصلي دریځونه په حقیقي ډول یو بل ته نه څرګندوي.