شنبه, جولای 27, 2024
Home+په دې ورځ مونتریال تاسیس شو

په دې ورځ مونتریال تاسیس شو

تاند – له نن څخه 382 کاله پخوا د ۱۶۴۲ کال د مې میاشتې په ۱۸ مه د (Paul de Chomedey) مونتریال ښار تاسیس کړ.

مونتریال د کیوبیک ایالت مرکز دی. دا ایالت د کاناډا په جنوب ختیځ کې دی.

مونتریال د کاناډا دوهم ګڼ نفوسه ښار دی. له نورې کاناډا سره د مونتریال او بلکې کیوبیک ایالت توپیر په دې کې دی چې دغه ښار او ایالت فرانسوي ژبی دی.

مونتریال د نړۍ یو له ۵ سترو فرانسوي ژبو ښارونو څخه دی چې بې له شکه لومړی یې پاریس دی.

دا لاندې معلومات د هغو کسانو لپاره چې غواړي مونتریال ته لاړ شي ښايي ګټور وي.

په مونتریال کې د اکثرو کارونو لپاره لازمه ده چې دواړه ژبې (فرانسوي او انګلیسي) مو زده وي.

له آی ټي (IT) پرته، چې انګلیسي غواړي، په نورو ټولو کارونو کې باید په فرانسوي وپوهېږئ. خو له دې سره سره د مونتریال د اوسېدونکو دوهمه ژبه انګلیسي ده او تقریباً هرڅوک په انګلیسي هم پوهیږي.

تر ونکور په مونتریال کې د کور کرایه او د موټر بیمه دوه تر دوه نیم برابره ټیټه ده. دا ښار د کاناډا د ونکور او تورنتو په پرتله ارام دی او ګڼه ګوڼه پکې کمه ښکاري.

د مونتریال مترو یا تر مځکې لاندې رېلګاډی ۶۹ تمځي لري. همداراز مونتریال تر مځکې لاندې ۳۲ کیلومتره ښار لري. له دغه ښار څخه په ځانګړي ډول په ژمي کې تر ۵ لکه ډېر کسان کار اخلي. په دغو تونلونو یا تر مځکې لاندې ښار کې سوداګري مرکزونه (شاپنګ مالونه) موزیمونه، پوهنتنونه، هوټلونه، بانکونه، دولتي ادارې، او د مترو ۷ تمځایونه شته.

د مونتریال (La Ronde) پارک د کاناډا دوهم ستر پارک دی.

د مونتریال د خلکو د ژوند طریقه ډېره فرانسویانو ته ورته ده. د دوی په منځ کې د بېلتون غوښتنې لېوالتیا هم شته خو په هغه ټولپوښتنه کې، چې په ۱۹۹۵ م کال کې وشوه، ۵۰ اعشاریه ۵۸ سلنې خلکو له کاناډا څخه جلا کېدو ته منفي رایه ورکړه.

د مونتریال هوا په دوبي نسبتاً توده ده خو په ژمي ډېرې واورې لري او له وارو سره باد یا سیلۍ هم چلیږي چې د انسان پکې ډېر ساړه کېږي.

په دې ښار کې د هوا تودوښه د ساتني ګراد منفي ۱۳ او مثبت ۲۷ ترمنځ وي او ډېر لږ داسې شوي چې په ژمي تر منفي ۱۳ ټیټه شي او په دوبي تر مثبت ۲۷ واوړي.

مونتریال د کاناډا کلتوري مرکز کڼل کېږي. په مونتریال کې د هنر او معمارۍ مینه وال زښت زیات دي. د موسیقۍ کنسرتونه او د انځورونو کالرۍ ډېرې پکې جوړېږي.

اوټاوا د کاناډا پلازمېنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب